Posts | Comments | E-mail /

د مسووليتونو دلیږد بهير به دوه اونۍ وروسته پيل شي: اشرف غني احمدزی

Posted by on Jul 1st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل: له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليتونو دلیږد پلانونه نهايي شوي دي او اټکل کیږي ،چې دغه پروسه به دوه اونۍ وروسته پيل شي.

د مسووليتونو دلیږد مسوول ډاکټر اشرف غني احمدزې نن مازديګر په يوه خبري ناسته کې وويل،چې  د لیږد د پروسې لومړى پړاو ،د چنګاښ ٢٣مه، په اوو ولايتونو کې په يو وخت پيلیږي او د چنګاښ  ٣٠ مه پاى مومي.

د مسووليتونو دلیږد بهير ،له سروبي ولسوالۍ څخه پرته دکابل ،پنجشير او باميانو په ولايتونو او دهرات ،لښکرګاه،مهترلام او مزارشريف په ښارونو کې پيل کیږي.

احمدزي وويل، د امنيت دلیږد مقدماتي پړاو چې ولسشمر حامد کرزي د روان کال په اوري مياشت کې   اعلان کړ، پيل شوى و، خو دوه اونۍ وروسته يې تشريفاتي مرحله پيل کیږي.

د مسووليتونو د پروسې  دلیږد مسوول وايي: (( د لیږد د بهير پلیدل موږ هيله من کوي، څو  خپلو موخو ته ،چې په ٢٠١٤ کال کې د مسووليتونو  د لیږد سرته رسیدل دي، ورسیږو.))

احمدزي زياته کړه،هغه دوه ورځينې ناسته چې نن په کابل کې پاى ته ورسېده ،نړيوالې ټولنې له افغان ځواکونو سره د مسووليتونو دلیږد ،د تجهيز او دهغوى کيفي او کمي حالت  په  اوچتولو  کې دهمکارۍ ټټر وواهه.

دهغه په وينا، نړيوالۍ ټولنې سږکال  د افغان امنيتي ځواکونو د ځواکمنتيا او سنبالښت په برخه کې، د ٢٠  ميليارډو  ډالرو ژمنه کړې ده.

په دې دوه ورځنۍ ناسته  کې ، د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ، دکورنيو چارو وزير بسم الله محمدي او دملي امنيت سرپرست رحمت الله نبيل،  د يو شمیر دولتي لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ ، ځينو واليانو او د ولايتونو امنيه قوماندانانو هم ګډون کړى و.

يادو چارواکو په نننۍ ګډه خبري ناسته کې هم برخه اخيستې وه.

د ملي دفاع  وزير په نننۍ خبري ناسته کې وويل، په هغوو ولايتونو کې چې دلېږد پروسه پلې کیږي،ګواښونه لږ شوي دي او دلیږد لپاره شرايط برابر دي، دې ته اړتيا وه ،چې د بهرنيو ځواکونو پرځاى افغان ځواکونه په دې ولايتونو کې ځاى پرځاى شي ،چې داکار عملي شوى دى.

همدارنګه دکورنيو چارو وزير وويل،کوم  نواقص او ستونزې چې په يادو اوو ولايتونوکې وې، له منځه تللې دي.

هغه زياته کړه: (( دا بهير به پرشاه لاړ نشي، ارزونې ترسره شوي او د لېږد د پروسې  دپيلېدو په وړاندې،هيڅ ستونزه شتون نه لري.))

دملي امنيت د لوى رياست سرپرست ،چې په دې ناسته کې يې برخه درلوده وويل،چې ځينې هېوادونه او دسولې اوټينګښت دښمنان نه غواړي،چې افغان ولس پر خپلو پښوو  ودرېږي  او خپل امنيت ټينګ کړي ،هغوى مدام هڅه کوي څو د امنيت د لیږد بهير ناکامه کړي.

هغه په ډاګه کړه: (( خوځښتونه موجود دي له خلکو غواړو څو له دې بهيرڅخه ملاتړ وکړي اوغليم ته دې اجازه نه ورکوي،څو دا پروسه ناکامه کړي.))

دا په داسې حال کې ده،چې وړمه شپه په کابل کې پر انټرکانټينينټال هوټل ډله ييز ځانمرګى بريد ترسره شو،چې په ترڅ کې يې ٢ پوليس،٩ بريد کوونکي، د يوهسپانوي په ګډون ٩ ولسي کسان مړه او ٢٠  کسان نور ټپيان شول.

خو احمدزى وايي،چې دا راز بريدونه د مسووليتونو دلیږد دبهير پر وړاندې، خنډ کیدلى نه شي.

په نننۍ ناسته کې د بلخ والي عطامحمد نور وويل،چې له تيرو لسو کلنو راپدېخوا ددې ولايت دامنيت مسووليت د افغان ځواکونو پرغاړه وه، او په عملياتو کې ايساف ځواکونو له افغان ځواکونو سره مرسته کوله.

هغه د افغان ځواکونو د تجهيز ، کميت اوکيفيت د لوړولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه،چې د دولت وسلوال مخالفين په دې لټه کې دي ،څو ددې ولايت امنيت ګډوډ کړي.

د بلخ والي وايي،چې د امنيت دلیږد لپاره چمتوالى لري، خو غوښتنه يې وکړه،چې د امنيت دلیږد له پروسې سره دې ، د مسووليتونو دزياتیدو په څېر دې، د واليانو واکونه هم زيات شي.

نور وويل،چې د واليانو صلاحيتونو دې له اقتصادي او پراختيايي اړخه او په ټولو برخو کې د مسووليتونو سره په انډول کې اوسي.

اشرف غني احمدزي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل،چې د واليانو واکونو به په نږدې راتلونکې کې  زيات کړي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو
    • د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو لوﺉ ریاست موظفینو دوه تنه ځان وژونکي له واسکټونو سره ونیول
    • دحرمينوهندار دحج يونليک نهه شپیتمه برخه
    • د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د دغه وزارت د (( ۰۸۲ )) نمبر امر د تطبیق په اساس د میدان وردګو ولایت د امنیتي ځواکونو څخه د لیدنې او له کابل تر غزني ولایت پورې د لوﺉ لارې په اوږدو کې د نوو پوستو د جوړولو او د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه لیدنه وکړه
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۲۷ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • پاکستان درخواست آزادی ملا برادر را نپذیرفت
    • ولسوال نام نهاد طالبان در کنر کشته شد
    • حامد کرزی کشتار انجنیران و کارمندان برنامه همبستگی ملی را شدیداً محکوم کرد
    • افغان او پاکستاني چارواکي نن بيا د سولې پر پروسې غږيږي