Posts | Comments | E-mail /

دژنيودوهم کنفرانس دجوړېدواړتيا: لمړۍ برخه

Posted by on Jun 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

حبيب الله غمخور

هر نړيوال کنفرانس چي دافغانستان دمسلې داساسی حل لپاره جوړېږي دژينو دتيرکنفرانس پايلي اوتجربې بايد په جدي بڼه  په پام کي ولري .

امريکااونړيوال داحق نلري په اوبوکي داسي لوټه کښیږدي چي يوازي خپله پرې تير اوداملت  يوځل بيادسياسي قدرت دتږو ،جنګسالاروتنظيم سالارواودولتي مافياچي دهیروئينوسوداگرئي شاته ولاړدي سياسي اوپوځی دسيالوداور دېگدان ته ورټيل وهل سي.

پدې ورستيو شپو او ورځوکښي دبن ددوهم کنرانس دجوړېدوخبري کيږي .دبن دوهم نړيوال کنفرانس به دروان کال ددسمبردمياشتي په دوهمه نيمايي کښي پيل سي.دافاقي معلوماتوله مخې د بُن په دوهم کنفرانس کي  به په افغانستان کي د ټولو ښکیلو ډلو او سياسي ګوندونو په ګډون د افغانستان ګاونډيان ، د نړۍ د(( ۹۰)) هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د نړۍ د زرو سازمانونو استازي ګډون ولري  .ددې کنفرانس درابلونکوپه ويناددې کنفرانس دمشرتابه اوپرمخ بیولوچاري به دافغان دولتي استازپر غاړه وي .کیداي سي همد يوله دلايلونه وي دافغان دولت مشرځانته داحق ورکوی امريکاته گوت څنډنه وکړي چي ددوي له خوښي نه پرته کنفرانس ته دگډون بلنه چاته ورنکړي.

د افغانستان د امنيت شورا د فرهنګي چارو رئيس پوهندوی محمد اسمعيل يون د لراوبر سره په يوه ځانګړې مرکه کي وویل چي نړيوال د بُن په دوهم کنفرانس کي هغو تیروتنو ته متوجې دي چي لس کاله مخکي يې د افغانستان لپاره د بُن په لومړي کنفرانس کي کړې وې . مگردائې نه دي ويلي چي کومې تيروتنې به پدې کنفرانس کي تکرارنشي .

سره لدې چي يوشمیرداکنفرانس دافغانستان لپاره ډير مهم بولي ،مگرپه حقيقت کښي تراوسه ټول معلومات  نشته چي ددې کنفرانس اجندابه څه وي .

تراوسه ددې کنفرانس دقيقه اجندأعاموخلکواوډله ايزورسنيوته څرگنده شوې نده اودکنفرانس په هکله خبري دتړلو دروازوترشاته ددولتي چارواکواواستخباراتي کړيوترمنځ کيږي ،پدې خاطرنسم ويلاي چي ددې کنفرانس اجندابه څه اوکومې خبرې به پدې کنفرانس کي مطرح سي .

داچي دبن کنفرانس دڅه لپاره جوړېږي اوس زمادليکنې موخه نده ،دومره ويلاي شم چي داکنفرانس له يوې خوادبن دلومړی کنفرانس دلسمې کاليزي په ياداودبلې خوابه پدې کنفرانس کښي دافغانستان سره په مختلفوبرخوکي دمالي اومادي مرستودراجلبولواودافغانستان وسله والو ځواکونوته دامنيتي چاروسپارلومسلې په هکله بحث ته  به دلمړيتوب حق ورکړه سي . ددې کنفرانس گډون وال به دلومړی کنفرانس په پرتله زيات وي دمعلوماتوله مخې شميربه ئې ترشاوخوا زرونفروپوري ورسېږي .په هرصورت له همدا اوس نه داسي څرگندېږي چي دې کنفرانس ته به هم دسياسي اوشخصی سمپتيو پټواوښکاره اړېکوپر بنياد اشخاص وروبلل سي،په همدي دليل داډارسته چي ددې کنفرانس گډونوال به هم لکه څنگه چي اړينه ده ترډيره بريده  دافغان ولس رشتيانی  استازيتوب ونه کړاي سي .

زماپه نظرداکنفرانس  به هم ددې جوگه نسي چي دافغانستان کشالې ته دپاي ټکی کښیږدي.

ځکه دې لسو کلنيوجگړايزواوسياسي پیښولمرغوندي روښانه کړه چي که امريکادالقاعدې دسازمان اوطالبانودحاکميت په جرړوايستلوپسي راغلې وه ،دنړۍ عامو خلکودامريکااوناټوپوځی ځواک ته کتل فکرئي کاوه چي په دودرو اونيوکي به دخپلو دښمنانوسره حساب پاک کړي ، مگرداسي ونشول داپروسه دمالي اومادي تلفاتوسره يوځاي تراوسه روانه ده پدې کلونوکښي ۱۱۴تريلونه امريکامصرف کړه داچي اروپايي هيوادواودايساف ترنامه لاندي راغلو هيوادوبه څومره مصرف کړي وي تراوسه ئې دقيق حساب له

چاسره نسته .يوازي پدې ورستيوکښي د کانګرس د څېړنیزو خدماتو د احصاییې له مخېدوي وايي چي د۴۴۴ میلیارده ډالرواود د 2001 کال له اکتوبر میاشتې را وروسته د 1600 وژل شوېو سرتیرو د وینو په بیه افغانستان ښايي هیڅکله هم د دې جوګه نه وي، چې یو ځواکمن مرکزي حکومت او د ډیموکراسۍ پر اصولو ولاړې مدني ټولنې ولري.

پدې ورستيوکښي دبن لادن مر گ وروسته په افغانستان کښي دښکیلو بهرنيوهيوادوپه سياسي ،پوځی اودولتي کړيوکښي داخبري تودې سولې چي له افغانستان څخه دبهرنيوسربازانودوتلوزمينه برابره سول ،تبه وايي په يوه شپه داهرڅه ښه سول بارک اوباما،دفرانسي ،جرمني ،انگلستان اونوروهيوادسومشرانوپه گډه خوب وليدچي له افغانستان څخه پښي سپکې کړي ځکه دلته نور امنيتي حالت متمين اوډاډمن دی . سره له دې چي په عمل کښي داسي نه داډول څرگندونې لاتراوسه يوخوب اوخيال برېښي . زه دانه وايم چي دخادي پاردی مه وزي اوداهم نه وايم دومره چي زی هغومره نه بلکي دوه برابره به نور راسي ځکه داخبره يوه احساساتي خبره ده اودبلې خوازمادهيوادداوسېدونکو له ملي غرورته زيان رسوي خودايوځل بياپه تکراروايم ،دهغه لپاره چي امريکا اودهغې دملاتړلپاره نړيواله ټولنه راغلې وه هغه ترلاسه نه سول ،دجورج ډبليو بوش اودهغه دسياسي اواستخباراتي کيو هغه محاسبه چي پر افغانستان دوردانگلوپه پايله کښي امريايي چارواکوکوله داوبوسره لاهوسول .زماداخبره ددې معنا نلري چي امريکا اواروپايي ټولنه دافغانستان داوسني ناکام دولت دمخالفينوپه وړاندي ناکامه سول ،پدې پوهیږم چي دا ډول ناکامي دامريکالپاره تل پاتی مرگ دی چي امريکاددې سره هيڅکله موافقه نده اونه به داډول ماتي ته غاړه کښیږدي .

تراوسه  داډول غروزمادزورېدلي ولس په گټه دی که موږهوښيار سوممکن په ورستیو شیبو کښي له دې غرورنه دخپل هيوادپه گټه کارواخلو بکلې هدف مي دادی چي امريکايوازي دالقاعدې اوطالب نظام دجرړوايستلولپاره دلته نه وه راغلې بلکې دډيروسيمه ايزوگټواوټوخوبونه ئي ليدل .دهغوخوبونورښتياکیدل په افغانستان کي ددې مالي اومادي تاوان سره ترلاسه کیداي نسي ځکه خوئي بله لارغوره کړې داچي کومه لارده تراوسه دوړاندوينې لپاره وختي دي . دبلې خواپه راتلونکي کال کښي دامريکادولس مشری لپاره ټاکنې کيږي ،په ټاکنوکښي بری دامريکا د دواړوسيالوگوندونولپاره حياتي ارزښت لري ،دغې موخې ته رسیدولپاره هرگوندځانگړې شعارونه اوځانگړې طرحي وړاندي کوي . په همدې دليل داسامه وژنه پدې وخت کښي تربل هروخت گټوره اواړينه وه چي داکاروسواوسمدواره په امريکا کي دبارک اوباماسياسي سيالانوته هم دازمينه برابره سول  ترڅوپر هغه فشارواچوی اوديوسړی په  وژلو بیله دې چي افغان ولس ته ورپیښه ستونزه حل اودمسلي حل يونړيوال تظمين ولري دافغانستان څخه دپوځي ځواکونودايستلومسله مطرح سول اودامريکاداقتصادي بحران يولامل ئې په افغانستان کي پوځي لگښتونه وبلل ځکه غواړي  چي اهسته اهسته پښې سپکړي يعنې دپوځی شتون شمير ترډيره راکم کړي  .

دبیلگې په توگه دامريکادفاع وزیر ګیټس افغانستان ته په لاره خبریالانو ته وویل چې امریکا د افغانستان په جګړه باندې د کال ۱۲۰ ملیارد ډالره لګوي نو باید دومره مصرف د افغانستان د جګړې په هکله په پرېکړو کې اغیز ونه لري.

دا په داسي حال کې ده چې امریکا په خپله بودجه کې څوارلس تریلیونه کسر لري.زر ملیارده یو تریلیون کېږي.

د افغانستان پر جګړې امریکا تراوسه پوري ۴۴۴ ملیارد ډالره لګولي دي.

موږپردي خبرې نه کوو چي دالقاعدې سازمان يوسړۍ نه بلکي لکه له نامه څخه چې ښکاري دايوسازمان دی ،خوپردې مسله دخبروحق لروچي ووايوداچي افغانستان ته پر خپل سر راغلاست پر خپل سروتنه دانسان او انسانيت سره جفاده .امريکااونړيواله ټولنه دافغان ولس په وړاندي اخلاقي او حقوی مسوليت لري ،نړيواله ټولنه مکلفيت لري هغه ژمنې چي په خپلو شعارونواووعدوکښي ئي دنړيوالوپه وړاندي له افغان ولس سره کولې هغه بايد هوبه هوترسره شي اودافغانستان اوسنۍ لانجې ته په معقوله اوټولوته دمنلووړدپاي ټکی کښیښودل شي .

دافغانستان دسياسي اوپوځی مسلې دحل په موخه د۱۹۸۸ زکال د اپرېل په ۱۴ نیټه  دژنيوکنفرانس ته يوه لنډه اوځغلنده کتنه :

دافغانستان دمسلې دسياسي حل په موخه دژينو توافقاتودلاسليک لپاره دامکاناتودبرابرولولاراوږده ،له کږلیچونواوپېچومونه ډکه وه چي دملگروملتودسازمان دسرمنشي دځانگړي استازي په منځگړيتوب پرمخ بیول کیده . داتوافقات په ۱۹۸۸ زکال داپريل پر ۱۴ مه دښکیلواړخونواوهيوادونولخواپداسي حال کي لاسليک سول چي دهغه وخت ددولت دمخالفينو استازوهم په هغه تعميرکي چي دتړون لاسليک کيده گډون درلود،ويل کيږي چي کله کله به دملگروملتودسرمنشي استازي دغونډي په جريان کښي دهغوي نه يوې مسلې په کله پوښتنه کول اودوباره به گونډي ته راگرځيد .

د ژنیو لوزنامې دلاسليک لپاره دافغانستان اوشوروی اتحاد،پاکستان او امريکااوملگروملتودسرمنشي دځانگړې استازي  لخواهلې ځلي اوخبري له ۱۹۸۲ ز کال نه راپيل سوي وې .

دابايدهرچاته لمرغوندي روښانه وي چي پدي ډول دافغانستان پرېښودل لکه دتير(۱۹۸۸)کال دژينو ترکنفرانس وروسته چي له يوې خوادنړيوالوتظمينوترنامه لاندي موافقه لاسليک سول اودبلې خواپه همدې ورځ دشوروي او امريکا لخواددوي دخپل مينځي سياليوپه پايله کي دلاسليک سوی تړون پلي کول پکه سول.

 

دژينوپه لوزنامه کي عمده ټکي :

لومړۍ/دافغانستان په کورنيوچاروکي دلاسوهنې پاي ته رسيدوپه موخه ،په پاکستان اوايران کي دوسله وال اپوزيسيون ددفترونو،روزنتونواوهغوي ته دوسلې اوپيسو ورکولوپروسې په ټپه درېدل.يعني له افغانستان څخه دگاونډيو هيوادواو هم دگاونډيوهيوادونه دافغانستان په کورنيوچاروکي هرډول لاس وهنې اومداخلې بنديدل  .

دوهم / ددغه نړيوال تظمين دبريالي پلي کېدوپه صورت کي دمخکني ټاکل سوي نیټې سره سم دشوروی ځواکونودوتلوکارپيل سي.

درییم/دايران اوپاکستان څخه دافغان کډوالودابرومندانه راستنېدوزمينه او امکاناتو برابرول .همدا ډول ژمنه وسول چي دراستنېدونکومهتاجوکډوالوسره به دنړيوالوسازمانولخوامعيني  مالي اومادي مرستي وسې

ترڅوهغوي وکولاسي خپل راتلونکی ژوندسمبال کړي .

څلوم – نړيوال ضمانت .

دژينولوزنامه دځانگړومراسيموپه طرځ کښي پداسي حال کښي چي دامريکا ،شوروي اوملگروملتودسازمان ځانگړی استازي حاضرو د۱۹۸۸ کال داپريل پر ۱۴ دافغانستان اوپاکستان دبهرنيو چارووزيرانو لخوا دژينوپه ښار کښي دملگروملتودسازمان په دفترکښي لاسليک  سو.

ديادولووړده چي دامريکااوشوروي اتحاددباندنيوچارووزيرانودنړۍ دزبرځواکوهيوادواوپه حقيقت کښي ددې مسلې عاملينوپه توگه ددواړوهيوادولخوالاسليک سوی لوزنامي په اخکښي دتظمين کوونکوپه توگه لاسليک وکړ.

له بدمرغه دکاغزپرخ رنگ لاوچ سوی نه وو،نه يوازي داچي دژينو توافقات پلي نسول بلکي دواړو خواوله افغانستان څخه پښې سپکې کړې .امريکا مجاهدينو اوخپلو روزل شووتنظيمي رهبرانواوشوروي دافغانستان حاکم گونداوتردغه حاکميت لاندي ولس نه مخ واړاوه ،دواړو شرق اوغرب افغانستان ته شاوگرځول افغان يوې بلې کورنۍ جگړې ته ورټيل وهل شو .

داځل هم دافغانستان سره ددايمی دوستۍ اوهمکاری لاندي يونيم  بنده حاکميت جوړاوله خپلو نړيوالو سيالانوسره دافغانستان پر سريوه بله نوبتي معامله وسي ،داهيوادبه سمدلاسه ديوبل کورنی جنگ تناره ته ورلوېږي اودغه ددوي په وينالس کلني لاسته راوړنې به ئي دخاوروسره خاوري ،له بهرنه راغلی به بهرته ځغلي اوپدي تناره کښي به دابیچاره اوزورېدلی اولس وريت شي .

دوام لري

 

 

فرستادن/حفظ کردن

3 Responses for “دژنيودوهم کنفرانس دجوړېدواړتيا: لمړۍ برخه”

  1. +1 Vote -1 Vote +1نظری says:

    محترم غمخور صا حب،ضرورت دوهمی برخی ته نشته په دغه لمړنې برخه کی هر څه روښانه شوې دې،خپل ماغزه په بیځایه با بو لالو مه خرابه وو،دغه دسویدن ارام خوبونه دی چی وایی موړ نس هم فارسو وایی،بیاهم در ته وایم که دی زړه خدمت کول غواړی راشه دعمل ډګر ته او وګوره چی دلته ځه تیریږې له دغو تکراری خبرو ځه نه جوړیږې

  2. +1 Vote -1 Vote +1wakil says:

    زه هم دسیدال ناصری په تاید لیکم اوبل داچه لیکنی ډیر اوږدی کله کله مجاهین هم په ښه نوم سره نه یادوی او که دکابل نظام کی شته ډلوته دمجاهد په سترګه ګوری دا ستا شخصی قضاوت دی ستا مطالعه تر ما ډیره دۍ هغوی به ته پیژنی چه داعملونه دهغوی له کوم مذهب سره برابری کوی

  3. +1 Vote -1 Vote +1سیدال ناصری says:

    ښاغلی غمخور صاحب ,دغه لیکنه به ممکن تا تر لیکلو وروسته نه وی لوستلی،ولی داچی زه ستا دلیکنو سره همیشه علاقه لرم ستا دغه لیکنه می په ښه حوصله ولوستله،متاسفانه چی ډیری غلطی به کی شته لکه، ډیر ځایونه افغانستان په افګانستان،دخدای پار په خاد ی پار،غرور په غروز،غونډي په ګونډی ……..باندی لیکل شوې دې،هیله لرم په لیکلو کی له عاجلی او تلوار ځخه کا ر وانه خلی،مخکی می هم په کوم سایت کی ولیدل چی کوم چاه ستا په لیکنو باندی اعتراض کړي وو او درته لیکلی یی وو چی ستا لیکنی ډیری اوږدی او تکراری جملی لری،دهغه دوست داعتراض په تا ئید دغه مشکل ستا په دغه ننی لیکنه کی هم له ورایه معلومیږې.وسلام هیله لرم خفه نشې

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته