Posts | Comments | E-mail /

جنرال امرخیل نور نه غواړي چی تاريخي بې غيرتي يې په نصيب شي

Posted by on Jun 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

په  تيره يوه مياشت کي د پاکستان له خاوري شاوخوا پينځه سوه توغندي د افغانستان پر لور توغول سوي چي په پايله کي يې تر اوسه شاوخوا شپيتو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ،تقریباً دری هفتی تیري شوي چي پاکستاني فوځ د شپي او د ورځي له خوا د افغانستان د کنړ او ننګرهار د ولایتونو په سرحدي ولسوالیو باندي راکټي حملي کوي ، ډیر کورونه يي وران کړل ، بي ګناه افغانان  يي شهیدان کړل ، ښځي او ماشومان يي بي سر پناه کړل، ځنګلونه يي وسوځول ، خو افغان حکومت او د نړۍ ټول حکومتونه په دي غلي ناست دي هیڅ څوک غږ نه پورته کوي، د پاکستاني فوځ د توپونو مرمۍ د امریکايي هډو په څو سوه مترۍ کي غورزیږي خو هغوي يي نه ویني،د ننګرهار د سرحدي زون قوماندان جنرال امرخیل دي کور ودان وی چي هغه ډیري نعری سوري ووهلي خو چا يي غږ وانه وریدلو ، د ګوشتي او کونړ خلکو هم خپل غږ پورته کړلو خو څوک يي نه اوري، د کنړ او ننګرهار والیان داسي چپ ناست دي ته به واي چي هغوي چیرته په کوم لیري ځاي کي وي او هیڅ لدي څخه خبر نه وي چي دلته څه تیریږي،

په دغه موده کی،  دافغانستان دولت په ډیره نرمه لهجه له پاکستان څخه ددې بريدونو د مخنيوي غوښتنه وکړه، هغوى نه يواځې دا غوښتنه ومنله، بلکې له دې بريدونو څخه يې انکار هم کړى دى ، بالا خره په ختيځو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امين الله امر خېل دچنګاښ دمیاشتی په نهمه نیټه د پاکستان د پرله پسې تیريو له امله له خپلی وظیفی استعفى ورکړه ،جنرال امرخیل  په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د پاکستان د نظاميانو د توپچي بريدونه او تيري دافغان ولس او دافغانستان په حريم باندې په داسې حال کې ادامه لري، چې ملګري ملتونه او ايساف ځواکونه چپه خوله پاتې دي او تر دې دمه  پورې  ايساف له دې بريدونو ناخبري ښودلې ده ،امرخیل په خپلو خبرو کی  ويلی دی چې: په دې بريدونو کې زموږ لسګونو هېوادوالو ته ، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، وژل شوي او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې هم دي. نوموړى وايي ، چې دغه بريدونه اوس هم دوام لري او تېره شپه هم د پاکستانيو پوځيانو لخوا د کونړ ولايت پر بیلابیلو سيمو مرمۍ لګېدلې دي.د سرحدي پوليسو دغه قوماندان وويل ، چې نور نه غواړي تاريخي بې غيرتي او بدنامي يې په  نصيب کې پاتې شي او له خپلې دندې څخه استعفي ورکوي.هغه زياته کړه :  زه نه غواړم چې  زما مجاهد او مظلوم ملت په خاصه توګه د کونړ خلک په ما باندې په تاريخ کې ناوړه قضاوت وکړي ،جنرال امرخيل ده هم وويلی دی چي خپله دنده يې ځکه پريښوده چي نور نو ده نه سوای کولای ملت ته د پاکستان د ړندو او بې باکه بريدونو په اړه جواب ووايي ،امرخيل ويل چي څو واري يې د مرکزي حکومت څخه د پاکستان پر خاوره د متقابولو بريدونو غوښتونه کړې وه خو يو ځل هم و نه منل سوه .

که څه هم ولسمشر کرزي دغه بريدونه غندلي او له پاکستان لوري څخه يې د هغو د بنديدو غوښتنه کړې. خو پاکستان وايي چي دوی ښايي په خطايي يو نيم توغندي د افغانستان لوري ته را شړلي وي ،جنرال امين الله امرخيل نړيواله ټولنه او په خاصه توګه ملګري ملتونه د دغو بريدونو په مخ نيوي کي په ټګۍ تورن کړل چي په وينا يي خپله هغه دنده چي د ملتونو خپلواکۍ ته درناوی کوي نده پېژندلې ،د سرحدي ځواکونو دغه قومندان په خپله وينا کي د پاکستاني قواوو د اوسنيو بريدونو په باب چي د کونړ، ننګرهار، پکتيا، خوست او پکتيکا پر ولايتونو تر سره سوي چوپه خوله پاتي کيدل بې غيرتي وبلله چي په خبره يي ده ته نوره د زغم وړنه وه نوموړي له ازادي راډیو سره په خبروکې وویل، چې دغه استعفا یې ځکه چارواکو ته وړاندې کړې چې افغان او نړیوالې ټولنې د پا کستان له لورې د کونړ او ننګرها د سرحدي سیمو پرحملو جدي عکس العمل نه دی څرګند کړی اصلي علت یې دا دی، ټوله نړۍ دې ته متوجه ده، چې شاواخوا یوه میاشت کیږي، د پاکستان توبخانه د افغانستان حریم نقضوي، تر نن ورځې هم دا تیری د افغانستان په حریم باندې روان دی سره له دی چی نړیوالی ټولنی او ایساف دپاکستان دغه تجاوز محکوم کړی نه دی،بلکی انکار یی تری کړی دې ،جنرال امرخیل ده دا هم رد نه کړه چې په افغان دولت کې د پاکستاني پوځ د پراخ نفوذ له امله د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت غبرګون سوړدی ،ده دا هم ویلي و چې ولسمشر دې یا پر پاکستان د ځوابي برید اجازه ورکړي او یا دې په کابل کې د پاکستان سفارت بند کړي

تراوسه پوري د کورنیو چارو وزارت په دې باب څه نه دي ویلي خو ویل کیږي چې د کورنیو چارو وزارت د جنرال امرخېل پر استعفا غور کوي،دښاغلی جنرال آمرخیل دغه اقدام دهیواد  ځخه ددفاع په لاره کی دستاینی وړ دې او دنوموړی له دغه نیک اقدام ځخه باید ټول افغانان دملاتړ اواز جګ کړې.

 

 

 

فرستادن/حفظ کردن

7 Responses for “جنرال امرخیل نور نه غواړي چی تاريخي بې غيرتي يې په نصيب شي”

  1. +1 Vote -1 Vote +1wakilrauf says:

    ای دوستانوتاسی فکر وکړی چه بیده یاست اوکه ویښ یاستۍ شمالی ټلوالی ربانی فهیم خلیلی محقق قانونی حکومت په خپله قبضه کی اخستلۍ دۍیو وطن دوسته چه په کرسۍ ناست وی دهغوی دسترګو اغزی و ی هغوی به اوس بلکس پر ځای وګماری هغوی په هیڅ نه شرمیږی زه امیر حیدری نظر منم باید وطن دوسته وظیفو ته ورشی

  2. +1 Vote -1 Vote +1AMIRHAIDARI says:

    جنرال صاحب امرخیل داهم لاره دحل ندی ځکه اوس وزیر داخله به یو بل سقاو یا ټیر پنچر به پردی دندی وګماری دوزیر داخله تشکیل او مقررۍ مولیدلی چه بغیر دپنجشیر څخه نو ر څوک یی د پولیسو پر دنده ندی ګمارلی دی ځکه نورو ته د افغانانوپه سترګه نه ګوری اونه دنهد پر مخ بیولۍ شی
    اوس به زه یو خواست درنی خور مریم ته وکړم چه نارینه وو خو ډیر اعتراضونه او زارۍ کرزی صاحب ته وکړ ه چه دا داړه ماران او جنګی مجرمین له دندی ګوښه او کار اهل دکار اومسلکی کسانو ته وسپاره یوه یی هم وانه وریدله نور که دا همت وکړی چه کرزی صاحب ته یوه لیکنه دافغان تارخی ښځو په شان وکړی که یی واوری او یا ور سره یو پوړنۍ ( ټکرۍ) په لیکنه کی ورولیږی که لږ غیرت پیدا کړی دافغا نانو نوم نور بدنام نکړی

  3. Vote -1 Vote +1پیمان says:

    جنرال امر خیل با این کار خود وزیر داخله و دفاع را شرمانده است

    شرم بر این وزارت دفاع که از پنجابی های مردار خور که در دنیا به نام بی ایمان و کثیف معروف اند ترس دارند

  4. Vote -1 Vote +1میا پردیس says:

    محترم امرخیل صاحب په رښتیا چی تاسو د یو رښتینی افغان په توګه د د و
    ېن په وړاندی خپله دنده په ډیره امانت داری پیژندلی او پر ځای کړی ده. ستاسو دا د غیرت او میړانی ډک عمل ستایم او تاسو ته د درناوی سر ټیټوم .
    زه همدارنګه د چارواکو ددی بی پروایی په کلکه غندنه کوم.
    د الله په امن کی و اوسی

  5. +3 Vote -1 Vote +1Bajawori says:

    Afarin pa ta afghan bachi, afosoz zai da chi monga dolaat de pakistani agent hanoo dak daey,de showani/rozani tar defaha,pori how de maliehe tar mille aminaat pori da tool de ISI jasosaan dey TASO PASHAN GHAYOOR haow batoor genraalan naprede.

  6. +3 Vote -1 Vote +1mariam says:

    د جنرال صاحب دغه میړانه د ستایلو او د ویاړ وړ ده او ننګ او شرم دی وی پرهغو خرڅ شوی خاینان چی له دی ټولوسره سره چوپه خوله پاتی دی د نړیوالو ځواکونو نه خو هیڅ ګیله نشته ځکه ددوی ټول اعمال د افغان او د پښتون ځپلو لپاره دی ښایی د مردارستان په تیری خوشحاله هم وی ځکه د پښتنو پر ضد او د پښتنو پر سیمه ده خو خدای دی خلکو ته دا توان ورکړی چی خپل غږ وچت کړی او د ددی تیری او د خاین حکومت پر ضد ودریږی زخو دیوی افغانی په توګه دا تیری هیڅ زغملی نشم او داسی فکر کوم چی زما په خپل شخصی کور چا تیری کړی نه زما پر مشنرک کور الا دی ټول ملی خاینان او بهرنی یرغلګر دی مخ توری لری او افغانان دی له دغو ټولو ناخوالو څخه وژغوری آمین

  7. +2 Vote -1 Vote +1زمری says:

    زه دیوه افغان په صفت پر تا باندی افتخار کوم،ته په خپل همدغه ټینګ عزم او اراده باندی په کستان ته ماتی ور کړه او دافغانانو شمله دی جګه کړه

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد