Posts | Comments | E-mail /

شیرخان فرنود او خليل الله فروزي ونيول شول

Posted by on Jun 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل : د تازه خبرونو پر اساس،  د کابل بانک دوه  مهم  سهم لرونکي او پخواني مشران ( شیرخان فرنود او خليل الله فروزي ) ونيول شول .

لوى څارنوال محمد اسحاق الکو  په دی هکله وایی  ، چې ياد شوي کسان تیره ورځ ناوخته  د ملي امنيت موظفينو نيولي او لويې څارنوالۍ ته يې  سپارلي دي .

شیرخان فرنود د کابل بانک پخوانى عمومي مشر او خليل الله فروزي ددې بانک پخوانى اجراييوي مشر و.

تیر کال وروسته له هغه، چې د کابل بانک په اړه د سلګونو ميليون ډالرو د تاوان راپورونه خپاره شول، شیرخان فرنود او خليل الله فروزي له دندو ګوښه او ددې بانک چارې د افغانستان بانک تر  کنټرول لاندې راوستل شوې.

عبدالقدير فطرت، چې څو ورځې مخکې يې د افغانستان بانک له رياست څخه استعفا ور کړې ده، ويلي و، چې له کابل بانک څخه شاوخوا ٩١٠ ميليون ډالره پور په ناقانونه توګه اخيستل شوى، چې له دې جملې څخه  ٥٠٤ ميليونه امريکايي ډالر شيرخان فرنود او ٦٦،٩ ميليون  ډالر خليل الله فروزي اخيستي دي.

لوى څارنوال وايي ، چې فرنود او فروزي د لويې څارنوالۍ ترڅار لاندې و او پرون وروسته له هغه ونيول شول، چې  د کابل بانک په اړه له  اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې راپور څارنوالۍ ته ورسېد.

د الکو د څرګندونو له مخې، شیرخان فرنود او خليل الله فروزي د کابل بانک د بحراني کیدو د موضوع اصلي مسوولين بلل شوي دي .

د هغه په وينا، د لويې څارنوالۍ تر پلټنو وروسته به روښانه شي، چې ياد  کسان د دې بانک په بحراني کیدو کې څومره مسووليت لري.

 

فرستادن/حفظ کردن

5 Responses for “شیرخان فرنود او خليل الله فروزي ونيول شول”

  1. +2 Vote -1 Vote +1AMIRHAIDARI says:

    مختار
    شما اب ناديده موزه را ميكشيدانهايكه از پنجشير رباني ويا هم از محقق وخليلي باشد تا امروز كدام يكي به محكمه كشانيده شده است مثال امين فرهنگ در حدود بيست مليون دالر گرفت به جرمني خيل وخـتك ظاهر شاه صديق چكري دا ماد رباني كه رباني زمينه ملاقات را با كرزي در اسلام اباد مسا عد ساخت بنام قاسمي وزير زير دار گريخته تيكدار محقق قدير فطرت از چوكره هاي رباني وغيره كدام يكي به محكمه كشانيده شد سروصدا هاي زياد لوي خارنوالي كه از طريق انتر پول وديگر منابع به محكمه احضار مينمايم ما ميگويم كه وزير گريختگي قاسمي بار ديگر براي وظيفه دعوت شده بود لوي خارنوالي انرا دستگير عاجل دوباره ازاد ساخت من فكر نمي كنم كه يكي از ين مجرمين محا كمه شود اين مسايل نمايشي است خا طر جمع باشيد اگر اين حكومت سازشي ومصلحتي كرزي باشد واين اشغالگران باشد يكي هم محاكمه نميشود زيرا غربيها به اين تلاش اند تا پول بنام كمك به افغانستان را دوباره به نيرنگها خارج نمايد كه تا اكنون موفق هم شده

  2. Vote -1 Vote +1پیمان says:

    مختار جان

    من در مورد فروزی معلومات ندارم ولی شیر خان از ولسوالی پنجشیر نیست

  3. +1 Vote -1 Vote +1Bajawori says:

    da dalamaran hawo ghat ghalano mesheran laka ghani ahmadzai, anwoarlullahq ahadi,zakhelwal,rahim wardak,dawodzai de karzi korani asli ghalan de,

  4. -1 Vote -1 Vote +1مختار says:

    چشم ما روشن که بالاخره دو دزد نامدار پنجشیری دستگیر شدند. رسانه ها باید مساله دزدی و اختلاس ظاهر اغبر شباب رییس المپیک و قاچاقبری برادر فوزیه کوفی را نیز فراموش نکنند و باید صدیق چکری هم دستگیر شود و فطرت که در سالهای آمدن مجاهدین رییس دافغانستان بانک بود و میلیونها دالر را دزدی کرده، نیز دستگیر شوند و به سزای اعمال شان رسانیده شوند

  5. +2 Vote -1 Vote +1پیمان says:

    دو نفر اساسی محمود کرزی و برادر مارشال شلغم فهیم است. آنها باید دستگیر شوند و محکمه شوند تا برای دیگران درس گردد

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد