Posts | Comments | E-mail /

روسیې د افغانستان د مخدره موادو سره دمبارزې لپاره د پنځه کلن پلان جوړولو وړاندیز وکړ

Posted by on Jun 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

بروکسل : د روسیې د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې مشر ویکتور ایوانوف اروپايي ټولنې ته  وړاندیز وکړ، چې د افغاني مخدره موادو سره د مبارزې لپاره  باید ګډه اداره جوړه شي. ویکتور ایوانوف څرګنده کړه، چې د افغاني مخدره موادو سره اوسنۍ تګلاره د دې شر مخنیوی نه شي کولای. خو شنونکي په یوه خوله وایي، چې د نوې تګلارې د پلې کولو لپاره باید په قوانینو کې ستر بدلون او سمون راوستل شي.

نړیواله ټولنه اوس هڅه کوي، چې له افغاني مخدره موادو سره د مبارزې لپاره نوې لارې  پیدا کړي. اوس دا ستونزه لا مطرح شوې ده، ځکه چې امریکا د دې هوډ کړی دی، چې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي. شنونکي وایي د باندي څارنې څخه پرته به په افغانستان کې ګډوډي لا ډېره شي او په نتیجه کې به په هیواد کې د مخدره موادو تولیدات ډېر شي.

د ویلو وړ ده، چې په نړۍ کې د افغاني مخدره موادو تر ټولو ډېر استعمال کونکي روسیه او د اروپایي هیوادونو غړي هیوادونه دي.

د  روسیې  د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې استازي نیکولای کارتوشوف  وایی، چې له افغاني مخدره موادو سره د مبارزې لپاره باید هرو مرو ځانکړې ګډه اداره جوړه شي. د ده په اند د دې ادارې په کار کې نورې سیمه ییزې او نړیوالې ټولنې برخه اخیستلی شي. ښکاره خبره ده، چې د نوې ادارې په کار کې باید ځانګړی رول د ملګرو ملتونو ټولنه ولوبوي.

په بروکسل کې د وینا کولو په ترڅ کې له مخدره موادو سره د روسیې د مبارزې د ادارې مشر ویکتور ایوانوف همدار راز وویل، چې د نړیوالې ټولنې له هلو ځلو سره سره تر اوسه لا د افغاني مخدره موادو ستونزه نه ده لیرې شوې او ورځ په ورځ ډېرېږي.

ویکتور ایوانوف ډاډمن دی، چې له افغاني مخدره موادو سره د مبارزې لپاره پینځه کلن پلان د دې شر په له منځه وړولو کې ډېره مرسته کولای شي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته