Posts | Comments | E-mail /

پر کانټینینټال هوټل برید اوترشا یی موخی.

Posted by عبد الله افغان on Jun 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

 

 

 

 

 

 

 

عبدالله افغان

په تاند ویب پاڼه کی می ولوستل چې د طالبانو پرونی حملی که څه هم له پوځي پلوه د طالبانو لپاره چندان بریا نه لرله ځکه چې د اتو تنو ځانوژونکو په وړاندې د لسو تنو وژل د حملې ناکامي ښيي (او هغه هم که ثابته شي چې یوازې دوه تنه پولیس وو او نور ملکیان) خو له سیاسي نظره دا حمله بریالۍ بلل کېږي ځکه داسي وخت وشوه چې کابل د درو مهمو کنفرانسونو کوربه دی.دې حملو دا غونډې تر سیوري لاندې راوستي او له هغو څخه یې پام په بله اړولی دی.

ددی خبر په لوستلو سره ماته یوه کیسه را په یاد شوه چې وایی کوم سړی د وریړځانو (چې په پارسی کی ورته بودنه وایی) ډیر شوقی وو او کومه ورځ یی وریړځ مریض شو نو سړی یو لوې غویې خیرات کړ ترڅو یی خدای وریړځ ته شفا ورکړی.

خلکو ورنه پوښتنه وکړه چې یاره دا ته څه کوۍ د یوه وریړځ په خاطر غویی قربانی کوۍ؟!

سړی ځواب ورکړ چې موږ دی په تاوان  نه یو، د مریضانو شفا غواړو.

نو د آی ایس آی  پرونی برید هم  همداسی وو دوی پدی کی ندی چې په اتو ځانمرګو یی څومره کسه له مینځه وړل کیږی بلکه  دوی ته مهمه دا وه چی خپلی سیاسی موخی ترلاسه کړی .

له وروستنیو پیښو نه داسی بریښی چې نن سبا د امریکا او پاکستان اړیکی ترآخری حده خرابی شوی دی او پاکستان ته دا خبره په ډاګه شوی ده  چې  ورځ تربلی د انزوا یا ګوښه کیدو په حالت کی ده او خصوصا د افغانستان په اړه هیڅوک هم ورسره  مشوره نکوی او له بلی خوا د امریکا خیرات هم ورباندی بند شوی ده.

غربیانو ته هم اوس دا ثابته شوی ده چې پاکستان له دوی سره هیڅوخت صادقانه همکاری نده کړی او نه به  یی  په راتلونکی کی وکړی ، نو پرپاکستان یی کرښه وایستله او غواړی په خپل سر له طالبانو سره اړیکی ونیسی او یوه جوړجاړی ته سره ورسیږی.

همدا خبره ددی لامل شوه چې پاکستان اوس غواړی په یو لړ اقداماتو سره ځان مطرح کړی او دا وښیی چې که پاکستان بیخبره وساتل شی نو په افغانستان کی به هم سوله را نشی.

د همدی اقداماتو ښی بیلګی د افغانستان پرخاوره د پاکستان بریدونه دی ، سره له دی چې زموږ ولسمشر څوځله له دوی نه وغوښتل چې دی بریدونوته د دی پای ټکی کیږدی خو لا هم روان دی او همدا راز د پاکستانی چارواکو وخت ناوخته څرګندونی دی چې په ډاګه سره وایی( والله که یی له موږ پرته شل کړی) او ددی لړی وروستی بیلګه د پاکستان د دفاع وزیر احمد مختار ډیرې واضحی او بربنډه څرګندونی دی.

پاکستان چې غواړی ځان په سیاسی او پوځی ډګرونو کی امریکایانو ته  مطرح کړی  یو لړ داسی اقدامات یی د امریکا پرضد پخپله خاوره کی هم پلاره اچولی دی لکه د امریکا د پوځی ښوونکو له پاکستان څخه ویستل او امریکایانو ته د شمسی هډی د خالی کولو حکم.

اوس به وګورو چې ددی ټولو په غبرګون کی به د افغانستان او امریکا  حکومتونه څه وکړی.

 

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “پر کانټینینټال هوټل برید اوترشا یی موخی.”

  1. +1 Vote -1 Vote +1amirhaidari says:

    افغان له دښمن خخه نه ویریږی اونه ژړیږی
    دښمن ته کله چه مو قع پلاس ورشی ګذار کوی خبره دلته دۍ چه طالبان څرنګه هوټل ته ورسیدل ایا هغوی په هلیکو پتر کی ورغلل اوکه چا په ارامه هوټل ته نږدی ورسول داکسان د پاکستان ګمارلی دی چه دپیسو په بدل کی ورته کارکوی زه پدی نظر یمه چه موږ خپل کور وساتو د پردیو لاس وهنی مخه ډب کړو او ژړا له پاکستان او ایران څخه ګټه نلری دهغوی جرات او مدا خلی زیاتیږی که غاښ ماتونکی ځوابونه ورکړو نور دمداخلی جرات ونکړی امریکایان نه غواړی چه پاکستان خوابدی کړی او دکابل په اداره کی لوړ پوړی چارواکی د ګاونډیو په چوپړ کی دی

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد