رفيع الله روشن
ښــکلې شــي نغمه شـــي مهربانه شـــي په تلـــومې
مينــه شي، وفـــاشي، قـــدردانه شــي په تلــومـــې
پوهــیږم چــــې مـندر ته دورتـــلومې جواز نشتـــــه
باور دى چــې هــــندوه مسلمــــانه شي په تلــــومې
منم چې په رام رام او په بګوان يې پوخ ايمان دى
خوومنــئ چــې خلاصه به ايمان نه شي په تلــومې
هروختې ځوابونه کړي چې راشــــه خو چې ورشــم
راپرېوځــــي څه ټکـــه پښیــــمانه شــي په تلومــــې
داضد دى که پښتو دى چې له ماسره يې کـړي نن
مـاپرېږدي په محفل کې دا روانه شـــــي په تلومې
وي ستـونزوکـــــې راګــېره مې دبـــڼ ښکلې بلبـله
يوه يوه ختــــمیږي او اسـانه شــــــي په تلـــــومـــــې
خوکلــه کلــه ګــــــوره شي د ورځو مخــــــالـــــــــــــفه
ولا جوړ ځـنـاور وي خو انسانه شــــــي په تــــلومې
روشنه! څه جادو،منتر،تعويزخــــــودې پـــرې کړى
شي تاوه په حجاب کې سره حيــانه شي په تلومې