Posts | Comments | E-mail /

دحرمينو هنداره (دحج يونليک) شپږمه برخه

Posted by on Jun 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

محمدحسن حقيار

مرمرين قبر

دهرات د جامع مسجد  له سويلي دروازې سره روان وم چې له مر مرو جوړو شنا ختواو کتيبو  باندې مې سترګې ولګیدې، دوکان ته ورتاو شوم  له مرمروجوړ ډېر ښکلى د قبر صندوق ايښى و قبر جوړوونکي د قبر په تراشلو، په دايروي ،منحني او بيضوي بڼه دمرمر و په تاوولو کې ځانګړى مهارت اوظرافت ښوولى وو،له سلام وروسته مې له مقدمې پرته ورته وويل چې دا قبر خو دې دومره ښکلى جوړکړى چې زما دې همدا اوس مړ کیدلو اوپه دې قبرکې ننوتلوته شوق راووست ،ويې خندل دقبر بيه يې دوه لکه افغانۍ وښوده مادمرمرو د بازار او دده دکاروبار په اړه ورسره خبرې کولې خوده دواړه سترګې پرماګنډلې وې.

اخر يې صبر تمام شو، ويې پوښتل نوم دې څه دى او دکوم ځاى يې ؟

نوم مې حسن   او دننګرهار يم.

څه کار وبار کوې .؟

له رسنيوسره همکاري .

دده ځير ځير کتلو اوپوښتنو شکمن کړم، که څه هم ډاډه وم چې ما په هرات کې دخپل رياست په دوره کې له چاسره بد چلندندى کړى خو غوښتل مې چې دده په غرض ځان پوه کړم بل داچې هسې نه دالقاعده په توردحج پرځاى ګونتاناموته لاړشم.

ناګاره مې ترې وپوښتل:

لکه  چې دچاشک دې راباندې وکړ؟

هو.

دچا؟

دلته ستاسو دجلا ل آباديو رئيس و.

نوم يې څه وو؟

حقيار

پوروړى خوبه دې نه وي هسې نه چې پور يې له ماڅخه وغواړې.؟

نه نه ډېر شريف انسان وو.

نوپرما څنګه شکمن شوې؟

تاته ډېر  ورته وو.

ښه مطلب داچې دهغه پرځاى ما ونه نيسې.

نه هغه پر ما ډېر ګران و، موسکى شو اوس چې تا وينم نو دهماغه مينه مې درباندې ماته شوه،

ماورته وويل نو څه توره يې درسره کړې چې دومره يې ستايې او ستانوم څه دى؟ ويل يې چې نوم  مې فضل الرحمن اوتخلص مې حکاک دى ،او حقيار چې دلته رئيس وو نو له مراجعينوسره به يې ښه چلندکاوه، دچاکار  يې نه ځنډاوه  ، څوڅو ځله يې دمالګې غټ  غټ سوداګر چې له نمکساره يې   مالګه پټه کړې وه ونيول  او  تر هغې  يې بنديان کړل ترڅويې چې ټولې پيسې پرې بانک ته تحويل کړې . ماورته وويل ته ترې څنګه دومره ډېر خبريې ؟ ويې ويل چې ماهغه وخت هم دمرمرو کار کاوه او  څوڅوځله ورسره  دکانونوليدلو ته تللى يم،زړور اوښه مديروو  بيايې وخندل: ډېر جاسوسان يې درلودل آن په شينډنډ کې يې دغلاشوې مالګې ټېلرونه او  ده سلنډونه ونيول او هرات ته يې راوستل.

ماچې دده څرګندونې اونظر واورېد ډاډه شوم، دى مې ذهن ته راغى خو لومړى مې ځکه ونه پېژنده چې ترمنځه لس کاله تېروو ، د مخامخ مسجد له لوړو مناروڅخه داذان ملکوتي انګازې راغلې ،ماته يې وويل چې که مسجد ته نه ځې په دې چوکۍ کېنه زه لمونځ کوم ژر راځم  زه هم لاړم لمونځ موپه جمع وکړ، دده ټينګار داوو چې کورته ورسره لاړشم ،ماته هم دده خبرې په زړه پورې وې خو دامې هم نه غوښتل چې کورته ورسره لاړشم ځکه په هرات کې دروشن زرمل دشرکت دنماينده ګۍ له مسؤول فضل الرحمن او هېواد خان سره مې وعده وه .حکاک مې دمسجد په غولي (حويلۍ)کې په سپينو مرمرو کېناوه،کوم نيم ساعت يې دهرات داوسني وضعيت ،ددولت او ولس دفاصلې په اړه راته معلومات راکړل.

حکاک وويل چې دوى اصلاً احمدزي دي او دهرات چارواکي ورسره تعصب کوي،له همدې امله يې دورور په تقررکې خنډ پيداکوي، سره له دې چې ورور يې لسانسه دى،په اداري اصلاحاتو کې بريالى  دى ټول قانوني پړاوونه يې وهلي له مرکز نه يې مکتوب راوړى خو دلته يې کار ته نه پرېږدي، ځکه چې هغه قومي تخلص لري او له نوم سره احمدزى ليکي.

ماورته وويل چې زه خوهم احمدزى يم، ددې خبرې په اورېدو لا خوشحاله شو،ويل يې دلته يخ دى هرومرو به راسره کورته ځې ماورته له هغه بل فضل الرحمن سره  خپله ژمنه ډېره ډېره نېغه کړه،خو ګټه يې ونکړه، لوکس او لوړبيه کور يې دښار په مرکز ي برخه کې  دهرات د نوموتي سوداګر صوفي قدوس کورته مخامخ وو  .

نور ورونه يې هم راغلل، په هرات کې  يې له پښتنوسره دچارواکيو د تبعيضي  چلند په اړه ډېر معلومات راکړل ، هوښيار او دهېوادله حالاتوباخبره ، لسانسه ښکلي ځوانان وو  ،يو يې هم په پښتونه پوهېده خو پښتني جذبه ،میلمه پالنه او پښتني احساس پکې ژوندى وو،دوى ويل چې دولسمشرۍ په ټاکنوکې داشرف غني احمدزي کمپاين کوونکي وو،ان له خپله جېبه يې لګښت کړى او له هماغې ورځې راهيسې دچارواکيو دغضب له څپېړې سره مخ شوي دي.

له ډوډۍ وروسته مې فضل الرحمن ته ځان وروښود   خوشحاله شوخو ويې ويل چې کله  له  لمانځه وروسته  په مسجدکې راسره کېناستې  نو زه باوري شوم چې همدا ته پخپله حقيار يې ،تر يوولس بجويې دهرات دکانو او صنايعو درياست   دناقانونه کړنو اودغلا دتودبازارپه اړه معلومات راکړل.

راته و يې ويل چې که وس دې رسېږي نو خپلې دندې ته راشه،يوولس بجې يې پخپل موټر کې  دمحاذ دفتر ته راورسولم.

ده اوغلام حبيب په هرات کې ديوبل نامرئي اوتحت الارضي (ځمکلاندې)ځواک څخه خبرکړم،داسې ځواک چې هغه دصوفيانوپه وينا دهرات غوث الزمان، قطب الاقطاب او اصلي واکمن دى.

داسې شخص چې والي ،امنيه قوماندان او دامنيت رئيس دده په اشاره څرخي ،دده له اجازې پرته په هرات کې څوک يومديربدلولى يا ټاکلى نشي ،هغه شخص چې ولايتي شورى ،دهرات پي ارټي،په هرات کې مېشت بهرني ځواکونه ټول ده ته غوږ غوږ دي،دده په وينا نيول ،وژل،اوتړل  هم کوي او خوشې کول  هم، دده  وينا ورته نعوذ با الله شرعي قاطع نص دى.

هغه شخص چې لسګونه ميليونه ډالره ،شخصي اجرتي قاتلان ،تښتوونکي اوتروروونکي لري،ستاسودذهن غشى به هرو مرو داسمعيل خان خواته تللى وي،نه نه دا اسمعيل خان  نه دى،بلکې اسمعيل خان هم دده له لاسه هرات پرېښى دى. آن ويل کېږي چې په اسماعيل خان څومياشتې وړاندې په سر تېري بريدکې هم دده لاس وو، که څوک ددې متصرف الهرات قد او قواره وويني نو په سلوکې پنځه به هم باور ونکړي چې داسړى به هم دومره خطر ناک وي، خومتل دى چې( بلا له هغه پاڅي __ چې …..له پزې څاڅي) داشخص ديني عالم اودهرات دعلماوو د شورى مشر مولوي خدايداد دى چې کرزى هم ورته ډېر درناوى لري.

ځان پخپل کور کې مېلمه راته ښکاره شو

حمزه بابا

په هرات کې مې يو جوړبل  احرام اويو جوړ نورې داحرام چپلکې(  چپړې )هم واخستې پاتې سودامې هلته پوره کړه کله به مې  له سيدنصير اوکله هم حاجي عارف  سره ټېليفوني تماس ونيوه او دسفر په اړه به مې ترې پوښتل  ،خوځواب هماغه نن اوسباوو.

ورځ به مې ډېره په کتاب پلورنځيوکې تېرېدله ،کله کله به دروشن زرمل شرکت نماينده ګۍ ته دفضل الرحمن اوهېواد خواته ورغلم ،فضل الرحمن دمولوي ميرحمزه زوى د لغمان ولايت ددولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکى پشه يي ژبى دى، خوزوکړه يې د هجرپه محيط کې په پېښور کې شوې نو ځکه يې ترپشه يي پښتو ډېره سوچه او قوي ښکاري ،ډېر دينداره ،پاک اورښتونى  نوى ځوان دى   ،لويه اوسوچه ږيره لري،په همدې ورځوکې يې دهرات په نوي ښار کې دصرافۍ ترڅنګ په اريامارکیټ کې له هیوادسره يوځاى دروشن زرمل نماينده ګي پرانيستې وه.

هیواد دننګرهار اوسېدونکى دى خو عمر يې په پېښورکې تېرکړى دى ،ټوکي اودخو اخلاقوخاوندځوان دى په ټکي فارسي نه پوهیده.کله به يې چې  له مجبوريته له فارسي ژبوسره پښتوويلې نو ماته يې ډېرخوندراکاوه .

ولي شاه بهره چې دامهال  هلته دداطلاعاتواوکلتور رئيس دى څومياشتې وړاندې په کابل کې دابن سيناپه موسسه کې راسره مخ شوى  او   ټينګاريې کړى ووچې که هروخت هرات ته لاړم نو دى بايد ووينم ،دهرات په رسمي دولتي ورځپاڼه اتفاق اسلام ،راديو ،ټلوېزيون اومجلوکې مې دپښتوبرخه ډېره خواره وليده په ورځپاڼه کې يې خويوټکى هم پښتونه وو ومې پتییله چې په يوه غشي درې ښکاره وکړم،بهره او په اطلاعاتو اوکلتورکې به نور دوستان هم ووينم، دپښتولپاره به هم کچکول ورته ونيسم،اودهرات دارګ يا اختيارالدين کلادليدلولپاره به ترې ليک هم واخلم.

دحامدکرزي په حکومت کې رهين دخپل وزارت په تیره دوره کې ټولوپښتون مېشتو سيمو ته رسمي مکتوبونه لیږلي ووچې په خپلو خپرونوکې بايد کم ترکمه په سلوکې دېرش دري ته ځاى ورکړي هلته  هم چې نه دري ته اړتيا شته اونه دري ژبي لري،په عنعنوي او تاريخي توګه هم دې ورځپاڼوآن دخپل تاسيس (٨٠_٦٠)کالو راهيسې پښتوخپرونې کړي اودخلکو غوښتنې يې اشبآع (مړې)کړيدي.

دننګرهار، پکتيا او کندهار په څېرپښتون مېشتوسيموکې داکارعملي شوخود هرات   بلخ،بدخشان،بغلان،تخار،جوزجان،پروان،باميان ،دايکندي،غور، بادغيس،فارياب،کاپيسا،فراه اونيمروز په دولتي خپرونوکې يا پښتوله سره نشته اوکه په ځينوکې يې شته په اوړوکې له مالګې هم کمه ده.

نه پوهېږمه چې رهين هلته ،مکتوب ندى لېږلى،هلته دپښتنو شتون نه مني اوکه څوک دده مکتوب نه مني،اوکه نه نه يې مني ولې غبرګون  نه ښيي؟

رهين ماته هیڅ داسې ولايت نه شي راښودلى چې هلته دې پښتانه نه وي ،خوزه داسې ولايتونه ور ښودلى شم چې اوسیدونکي يې ټول پښتانه وي،خوده پکې فارسي خپرونې پيل کړې.

دهرات په سلوکې اتيا اوسیدونکي له خټې پښتانه دي.لوى احمدشا بابا په هرات کې زېږېدلى دى  خو پښتانه نن پخپل کورکې مېلمانه بلل کېږي او دمېلمنو چلند ورسره کیږي .  له بده مرغه ډېرپښتانه هم هلته  په خپل کور کې هغه دحمزه بابا خبره ځانونه پردي او میلمانه بولي .

ډېر هغه هراتيان چې يا دناپوهۍ اوياهم دنورودلمسون پر بنسټ له پښتنوسره تعصب کوي،اوپه پښتونه پوهیږي ،هم له خټې پښتانه دي.يابه الکوزى ،ياعليزى،بارکزي،نورزي، اسحق زي وي اويا پوپل،محمدزي،سدوزي ،هوتک  اويااحمدزي وي.

په هرات کې اوس هم ډېرپښتانه اوسي خو درهين په انصاف نامه کې دوى حق نلري چې په خپله ژبه په دولتي خپرونوکې څه ولولي اويا ترې څه واوري.

آن دلوى فاشېست   عطامحمد نور دامارت اوخپلواکې واکمنۍ په ساحه کې (بلخ) کې پښتانه ترنوروقومونوډېر (څلوېښت سلنه) دي،دا لاپې اومبالغه نه بلکې په عيني واقعيتونوولاړه حقيقت دى چې په بلخ کې بل هېڅ داسې قوم نشته چې په يواځې توګه تر پښتنو ډېريادپښتنوپه اندازه وي.

په بلخ کې نه دتاجکو،نه دازبکو،نه دهزاره ،ترکمنواوايماقو شمېرله پښتنوډېردى،نه دنورو.البته که دااقليتونه لاس يوکړي،شپېته سلنه جوړوي،خودلته هم دالوى اوغوڅ اکثريت درهين په قاموس کې نه په دولتي ميډياکې حق نلري ،خوپه ننګرهار،زابل،کندهار،پکتيکا،اوخوست کې بيامسؤولين اړ دي چې کم ترکمه دېرش  سلنه  دري خپرونې ولري ،که څه هم اوريدونکي ،اوليدونکي او لوستونکي نلري.

بهره په دفترکې نه وو، دهغه مرستيال باقرګيلاني اوهمايي مووليدل، له  هغوى سره مې پدې اړه ډېر بحث وکړ، لويه پلمه يې دپښتنوليکوالانو نه شتون   وو، خوداپلمه دمنلوځکه نده چې هلته اوس پښتانه ليکوالان فعال دي نعيم افغان،تېمورشا ه يوسفزى،ډاکټرشیرزاد،اريانانظري، شېراحمد ستانکزى  او نورو د سپينې ادې کلتوري ټولنه جوړه کړې ،دمرچل په نوم سايټ  اودهريواپه نوم مجله هم لري.

خوژمنه يې وکړه چې په راتلونکې کې به ورته پام  کوي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد