Posts | Comments | E-mail /

دوه فرانسوي خبريالان له يو نيم کال وروسته خوشې شول

Posted by on Jun 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

محمودراقي (پژواک): دوه فرانسوي خبريالان او د هغوى افغان ژباړن له يو نيم کاله وروسته د وسلوالو طالبانو له منګولو څخه خلاص شول.

دغه دوه فرانسوي خبريالان هر يو سټيفن تاپونه او هروه ګي او د هغوى افغان ژباړونکى دين محمد نږدې يو نيم کال وړاندې، د کاپيسا ولايت له اله ساى ولسوالۍ څخه د وسلوالو طالبانو له لوري تښتول شوي وو.

د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخوندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد دوه خبريالان او ژباړن يې نن (د چنګاښ 8مه) مازيګر کابو پنځه بجې په دې ولسوالۍ کې د فرانسويانو کمپ ته څیرمه خوشې شول.

د هغه په وينا، د يادو ژورناليستانو او ورسره د افغان ژباړونکي روغتيايي حالت يیښه وو.

اخوندزاده زياته کړه، چې ياد کسان د سيمې د خلکو په همکارۍ د وسلوالو طالبانو له قيد څخه خوشېشول.

هغه د دې خبريالانو د راخوشې کېدو په بدل کې د امتيازاتو ورکولو په اړه بې خبري وښوده.

خو د سيمه ييزو طالبانو د يوه قوماندان غازينورالله يوه خپلوان،چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله،پژواک ته وويل، چې د فرانسويژورناليستانو د خوشې کېدو په بدل کې غازينورالله د ايساف ځواکونو له منګولو خوشی شوى دى.

ايساف او وسلوالو طالبانو دواړو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو ژورناليستانو او د هغوى افغان همکار خوشې کېدل، په کابل کې د فرانسې سفارت هم تاييد کړي دي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد