Posts | Comments | E-mail /

امريکا دسولې دنوښت څخه چې طالبان هم پکې شامليږي ملاتړ کوي

Posted by on Jun 24th, 2011 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.


سلام خان

د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې متحده ایالات به په روان کال کې لس زره پوځیان او د راتلونکي کال تر دوبي پورې 23 زره نور عسکر له افغانستانه وباسي ،د دغه پلان په عملي کیدو سره به په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر چې په اوس وخت کې شاوخوا یو لک دی، ۶۸ زره تنو ته راټیټ شې،دامريکا جمهور رييس په خپله وينا کې چي تيره شپه يې خپلو خلکو ته وکړه دغه راز تر ٢٠١٤ کال پورې له افغانستان څخه په پړاويز ډول دټولوامريکايي ځواکونو دوتلو خبره وکړ .په دې وينا کې بارک اوباما وويل کله چې دى دچارو واکي په لاس کې واخست په افغانستان کې جګړه اتم کال ته رسيدلې وه ، دالقاعده مشران پاکستان ته تښتيدلي و او نوي بريدونه يې طرحه کول او طالبانو هم بيا خپل بريدونه پيل کړي و او ما دامريکا دجمهور رييس په توګه افغانستان ته دنورو ديرشو زرو عسکرو داستولو په باب ډير سخت تصميم ونيو .

جمهور رييس اوباما يادونه وکړه چې په دغه اقدام سره مو مشخص هدف وټاکه چې په القاعده باندې دبريدونو تمرکز ، دطالبانو د حرکت مخنيوي او دخپل هيواد ددفاع لپاره دافغان ځواکونو ښوونې او روزنې څخه عبارت و او کولاي شم ووايم چې موږ په خپلې ژمنې عمل وکړ . بارک اوباما دغه راز وويل چې دارتلونکي مياشتې له پيل څخه به وکولاي شو چې دروان ميلادي کال تر پاى پورې له افغانستان څخه خپل لس زره عسکروباسو او دراتلونکي کال تر دوبي پورې نور دري ويشت زره عسکر امريکاته ستنو او دغه اقدام د هغو ټولو اضافي عسکرو ايستل چې يو کال مخکې افغانستان ته استول شوي و ، احتواکوي . اوباما زياته کړه چې له افغانستان څخه په پړاويز ډول زموږ د عسکروايستل دوام کوي او ترهغه وخته پورې چې افغان امنيتي ځواکونه وکولاي شي دعملياتو مشرتوب په غاړه واخلي زموږ دځواکونو راتلونکي دنده له محاربوي پړاو څخه په ملاتړيز پړاو بدليږي .او د٢٠١٤ ميلادي کال پورې به دليږدونې عمليه پاى ته ورسيږي او دافغانستان خلک به دخپل هيواد دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه واخلي . دامريکا جمهور رييس دامريکا خلکو ته په خپل وينا کې وويل چې د ٢٠٠١ کال دسپتمبر دمياشتې په نسبت القاعده تر زيات فشار لاندې ده او دپاکستان په همکاري موږ وکولاي شول دالقاعده دمشرتابه نيمايي کادرونه له منځه يوسو او بريالي شو چې اسامه بن لادن ووژنو او القاعده دهغه هيواد په توګه چې له اسلام سره په جګړه کې دى دامريکا په معرفي کولو کې په خپلو هلوځلو کې ناکامه ده .

اوباما ټينګار وکړ چې القاعده دغه راز خطرناکه پاتې ده اوموږ بايد دهغه دبريدونو پرخلاف بيداره واوسو ، او القاعده مو په هغه تګلوري کې راوړي دي چې دماتې په لور حرکت کوي او تر هغه وخته چې زموږ کار پاى ته نه وي رسيدلي په هغو به رحم ونه وکړو . دامريکا جمهور رييس څرګنده کړه چې په افغانستان کې مو په طالبانو ځپوونکي بريدونه کړي دي افغان امنيتي ځواکونو دخپل هيواد دځينو برخو دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه اخستي ، سيمه ييز پوليس جوړ شوي ، ښځو او نجونو ته فرصتونه رامنځته شوي دي او هغوى هلې ځلې کوي چې د څو لسيزو جګړو پاڼې وتړي. ده څرګنده کړه چې لااوس هم زياتې ستونزې پاتې دي او دايواځې يوپيل دى نه ددغې جګړې دپاي ته رسولو په خاطر زموږ دهڅو پاى موږ په داسې حال کې په افغانستان کې خپل ځواکونه کمووچې امنيتي مسووليتونه افغان امنيتي ځواکونو ته ورکوو او دلاس ته راوړنو ساتنه هم په پام کې لرو .

جمهور رييس اوباما دشيکاګو دغونډو دکوربه توب يادونه وکړه چې دراتلونکي کال دمي په مياشت کې دناتو دمتحدينو په ګډون جوړيږي چې په راتلونکي پړاوکې دمسووليت دليږدونې عمليه څيړو  او موږ پوهيږو چې سوله به ، په هغه هيواد کې چې ددغو ټولو جګړو شاهد دى له يو سياسي حل لارې پرته راستنه نه شي او امريکا دافغانستان دخلکو دسولې دنوښت چې طالبان هم پکې شامليږي ملاتړ کوي . دامريکا جمهور رييس وويل زموږ دريځ په خبرو کې په ډاګه دى اودغه خبرې دي ، دافغانستان دحکومت په مشرتابه وي ،طالبان چې غواړي په افغانستان کې دې سوله وي ، بايد له القاعده سره خپل اړيکي وشلوي او دافغانستان داساسي قانون متابعت دى وکړي

په تيره يوه اونۍ کي اوباما د خپلو امنيتي سلاکارانو سره په سلامشورو کي ډيري لاري وسنجولې، تر څو داسي يوې پريکړي ته ورسيږي چي په هغه کي د پوځي او ملکي مشرانو توازون ساتل سوی وي ،پوځي مشرانو غوښتل چي په ډير لږ شمېر ځواکونه د افغانستان څخه و ايستل سي، خو د سنا ځينو استازو بيا دا غوښتنه کول چي تر اوسامه وروسته جگړې پای ته رسيدلې او ژر تر ژر بايد عسکر راووزي ،د پوځي کارپوهانو په نظر د ۱۰۰۰۰ سرتيرو په وتلو به په د افغانستان په اوسنۍ وضعه کي کوم بدلون را نه سي. خو د وخت په تيريدو سره چي ځواکونه به کرار کرار کميږي کيداس چي د هغه هيواد په ختيځ او جنوب کي د طالبانو په وړاندي جگړه به سخته سي،د بارک اوباما د دوو خوا وو تر فشار لاندي و د يوې خوا د دفاع وزارت چي ويل يې د افغانستان څخه د ډيرو سرتيرو ايستل به ټولي لاسته راوړني د خاورو سره خاوري کړي او د بلي خوا په امريکا کي د افغانستان د جگړې سره سخت مخالفت ډير سوی،امریکايان، د افغانستان د جگړې، چي تقريباً د مياشت لس مليارده ډالره يې مصرف دی او تر اوسه پوري شاوخوا ۱۶۰۰ امريکايي عسکرو هم خپل ژوند پکښي د لاسه ورکړی سخت مخالف دي

د برتانیې صدراعظم ډېوېډ کیمیرون پرون یو وار بیا تاکید وکړ چې د امرېکا جمهور رییس براک اوباما او د برتانیې حکومت دواړه به د افغانستان څخه خپل  محاربوي عسکر د ٢٠١٥ مېلادي کال پورې راوباسي.

اوباما د خپلې  تلوېزوني وینا نه مخکې پرون د ښاغلي کېمېرون  سره په تلیفون خبرې وکړې او افغانستان نه یې د عسکرو د رایستلو په مسله ورسره مشوره وکړه ، دامریکا نه وروسته برتانیه دوهم هیواد دی چی په افغانستان کی تر ټولو زیات عسکر لری چی شمیر یی ۹۵۰۰ عسکرو ته رسیږې.

جمهور رئیس کرزي د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما د تیرې شپې د اعلان چې له افغانستان نه به د ۲۰۱۲ کال تر پایه خپل ۳۳ زره عسکر وباسي هرکلی وکړ او وې ویل چې افغان ولس ته د خپلې خاورې د اختیار د ترلاسه کولو مبارکي ورکوي،هغه وویل د بهرنیو ځواکونو وتل او د انتقال پروسه ددې معنی ورکوي چې افغان ځواکونه اوس وړتیا لري، جمهور رئیس وویل د نړیوالې ټولنې د هرې مرستې قدر کوي او نه یې هیروي خو افغانان د خپلې خاورې اختیار په خپل لاس کې غواړي،حامد کرزي په خپل غبرګون کې چې د ارګ په ماڼۍ کې پداسې حال کې چې مرستیالان او د حکومت لوړ پوړي چارواکي یې هم حاضر وو وویل چې دا ورځ افغانانو لپاره خورا مهمه ده او تاریخ ثابته کړې چې افغانانو خپله خاوره ساتلې او اوس به یې هم ساتي، هغه وویل د امنیت د انتقال پروسه مهمه ده او باید په سمه توګه یې ترسره کړي

طالبانو د بارک اوباما لخوا د دې فیصلې په اړه چی د افغانستان څخه به محدود شمیر امریکایی پوځیان راوباسی ، رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې او دا اقدام یې یو تش سمبولیک ګام بللی دی او وایی چی دغه کار به له جګړې ستړي نړیوال او امریکایی ولس قانع نکړای سی او دا اعلان پر داسی مهال کیږی چی دلته دایمی پوځی اډې تحمیلوی او مسلسل افغانان وژنی .

اعلامیه وایی چی اوباما دا کار د خپل ملت د غولونی لپاره کوی ، ځکه هغوی د پوځیانو بشپړ راوتل غواړی .

اعلامیه وایی چی د اوباما دا انګیرنه باالکل غلطه ده چی وایی امنیت به افغان اردو او پولیس وساتی ، دا ځکه چی هغوی په یو فاسد نیت او فاسد عادت رامخته سوي او افغانان یې د نورو غلامان بولی او هم یې عملأ امتحان ورکړی دی نو ځکه به هغوی د پنتاګون او سي آی اې آرمان پوره نکړای سی .

اعلامیه پسی زیاتوی چی امریکایان دلته ناکامه سوي او د بیوزلو افغانانو بم وري ، د شنو فصلونو تباهی ، ټول وژنی ، نیونی او ځورونی او هم د امریکایانو ځانی او مالی لوی زیانونه یې ښه بیلګې دي .

اعلامیه په پای کی وایی چی یوازینۍ چاره یې د ټولو بهرنیو پوځیانو ایستل دی که نه ، د دې اشغال پر ضد به کرکه نوره هم عامه سی څو چی د هغوی په مطلق شکست سره به ختمیږی ،

پای

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    بانک روسیه 'حسابهای کارمندان سفارت ایران را مسدود می کند

    March 2nd, 2012

    مسکو:- سفیر ایران در روسیه گفته است که بانک محل نگهداری �[...]

    په خوست کې شاوخوا پنځه ميليونه نيالګي اېښودل کېږي

    March 2nd, 2012

    خوست ښار : د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا پنځه �[...]

    دملي دفاع وزیردتیښتې نوښت دناټودمشرانو هم خوښ شو

    March 2nd, 2012

    لیکوال: ابراهیم نعیمی زمادلاندې لیکنې ددوهمې برخې بڼه [...]

    ته ولې خفه يې؟!

    March 2nd, 2012

    لنډه کيسه           رفيع الله روشن نن يې دخبرو پيل په �[...]

    اسير شوى قلم

    March 2nd, 2012

    ادبي ټوټه::::رفيع الله روشن دورځې نهه بجې وې چې دڅلورو د�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars