Posts | Comments | E-mail /

ايران طالبانو ته وسلې ورکوي

Posted by on Jun 21st, 2011 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

لندن ( بي بي سي ) :د دې ادعاو وروسته چې ايران طالبانو ته وسلې ورکوي دلته پۀ برتانیې کې دا پوښتنه راپورته شوې چې ايا د ايران پۀ اړه د برتانیې د حکومت زغم په تمامیدودى؟ د منځني ختيځ او شمالي افريقا لپاره د برتانیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستيال،اليسټر برټ، دېپلوماتيکه نزاکتونو ته له پام پرته ايران په دومخې تگلارې تورن کړ.

“ايران پۀ دقيق ډول پۀ دې پوهيږي چې څه کوي؟ ايران له يوې خوا ادعا لري چې غواړي نړيوالې ټولنې ته بيرته راشي او بيا ورپسې پۀ سم لاسې ډول داسې کارونه کوي چې پرې پوهيږي هغه د نړيوالې ټولنې د پرېکړو مخالفت کې دي، يعنې له منافقته ډکه او دومخې تگلاره پرمخ وړي چې دا ډير له خطره ډک کار دى”.

ددې اندېښنو تر شا پرتو عواملو په اړه د بي بي سي د پلټنو څخه معلومه شوې ده چې تهران طالبانو او القاعدې سره اړيکي لري، دې څيړنو کې دا خبره هم مخې ته راغلې چې پۀ څه ډول ايرانى رژيم ځيني داسې وسلې ترلاسه کوي چې بيا ېې ناټو سره جنگېدونکو کسانو ته ليږي. د وسلو او د الاتو قاچاق کوونکي کې داسې ډلې هم شته چې له اروپا څخه فعاليت لري.

دې الاتو کې هغه دربينونه هم شامل دي چې لرې واټن څخه د نښه ويشتونکو بريد کوونکو لخوا کارول کيږي. د ٢٠١٠ کال د مارچ نه راپدېخوا هيلمند کې څو برتانويان دا ډول بريدونو کې وژل شوي دي.

د برتانیې د پوځ پخوانى روزونکى، مارک سپايسر، چې د برتانيې ځواکونو لپاره ېې لرې واټن څخه هدف ويشتونکي روزلي دي، وايي طالبان داسې دربينونه کاروي چې دپوځيانو لخوا استعماليږي

“د جگړې پۀ ډگر کې بيلابيلې وسلې راڅرگندې شوي دي، پۀ دې کې پرمختللي دربينونه هم دي چې د لاقانونه چينلونو له لارې اخيستل شوي دي. دې سره هغوي داخبره باوري کول غواړي چې کسان ېې هغه ډول دربينونه ولري چې د ناټو ځواکونه ېې خپله د هغوي پر ضد کاروي”.

نو طالبان دا پرمختللي وسايل له کومه ځايه ترلاسه کوي؟

د بي بي سي د پلټنو ترمخه ددې احتمالي سرچينه د ايران هیواد دى. داسې ښکاري ايران پۀ دې توانیدلى دىچې د لاقانونه شبکو پۀ وسيله د ښې درجې پوځي الات ترلاسه کړي ، داشبکې دا شيان اروپا څخه تهران ته قاچاق کوي

دې درې کاله وخت واخيست چې چارواکي دې شبکو ته لاره پيدا کړي. پۀ دې اړه گڼو هیوادو کې پلټنې شوي، خو ترډيره دا پلټنې پټې ساتل شوي وې.

د پلټنو دا لړۍ د لته د انگلستان پۀ ختيځ کې د لنکن شاير د سيمې يو لرې پروت کلي، سټن سينټ جيمز، څخه پيل شوې.

دسیمې څخه د برتانیې د شاهي سمندري ځواکونو يوۀ پخواني پوځي، انډريو فالکنر، د پوځي الاتو سوداگري کوله. هغه په پوځ کې١٤ کاله کار کړى دى ، له تقاعد کیدو وروسته هغۀ د امنيتي چارو د سلاکار پۀ توگه کار پيل کړ ، او پۀ دې برخې کې ېې عراق او افغانستان دواړو کې دندې ترسره کړي دي ، خو پۀ خوا کې ېې هغه د پوځي الاتو سوداگري درلوده.

د نوموړي پۀ اړه هغه مهال شک راپيدا شو چې کله د لندن د هيترو په هوايي ډگر ١٠٠ پرمخ تللي دربينونه د گمرک د چارواکو لخوا کشف شول دا د ښکار لپاره کارېدونکي دربينونه بلل شوي وو او د فالکنر لخوا دوبى ته ليږل کيدل. له همدې امله چې څوک به دوبئ کې دومره لوى شمير کې دا ډول پرمخ تللو دربينونو ته اړتيا ولري؟ شکونه راپورته شول.

د گمرک د جنايي پلټنو يو چارواکى، پيټر مل رايي، وايي چې د همدې شک له امله ېې انډريو فالکنر ونيولو، نيول کېدو سره سم دهغۀ سپيناوى دا وو چې دا يوه مشروع سوداگري ده، او دا دربينونه دوبي ته ليږي. خو دا خبره درسته نه وه:

“د هغۀ له کمپيوټر څخه ترلاسه شوي شواهدو داخبره ثابته کړه چې هغۀ دروغ ويل. د هغۀ له کمپيوټره د ترلاسه شوو معلوماتو له څيړلو وروسته مونږ ته معلومه شوه چې هغه پۀ دې پوهېدلو چې دا شيان تهران ته وړل کیدل. دا چې هغوي دا شيان له جرمني څخه برتانېې ته راوړي وو، بيا يې دوبئ ته وړل او له هغه ځايه تهران ته ليږل کیدل. هدف ېې دا وو چې ددې الاتو وروستى ځاى پټ وساتل شي”.

که څه هم چې چارواکي ددې خبرې له تايدولو انکار کوي چې فالکنر د پوځي دندې پر مهال ځانگړو ځواکونو کې کارکولو. خو د همدې سابقې له امله هغه پۀ دې ښۀ پوهېدلو چې هغو کسانو لپاره چې غواړي خلک ووژني دا دربينونه څومره مهم دي.

په هوايي ډگر ددې دربينونو له نيول کېدو وروسته انډريو فالکنرله اجازې پرته د پوځي شيانو د صادرولو انتقال د تور له امله محاکمه او له اعتراف وروسته د دوه نيم کالو په بند محکوم شو.

د فالکنر نيول کيدل د مهم محرمو پلټنو پيلامه وه.

که څه هم د هغۀ مخه نيول شوې ده، خو هغه کسانو لپاره چې ده کار کولو له تيرو دريو کالو څخه په دې کاروبار بوخت دي. برتانېې کې د انډريو فالکنر نيول کېدو سره په نورو اروپايي هېوادو کې هم اړونده چارواکو سره په دې لړ کې تماسونه ټينگ شوي دي . هغوي هم اوس په دې لړ کې خپلې پلټنې او هڅې پيل کړي دي چې ددې څخه يوه هم د ايتاليا د ميلان ښار کې ترسره شوې ده.

داهغه ځاى دى چې په کې معلومه شوه چې ايران څه ډول وسلې ترلاسه کول غواړي او اصلي کچه ېې څومره ده .د بي بي سي پلټونکي ډله ميلان ته راغله، اودلته ېې د جنايي پلټنو ځانگړو ډلو سره وليدل.

ايټالوي پلټونکى، ډگروال وينچينزو اندريوني، وايي د تيلفوني خبرو او برېښنا ليکونو له څارنې چارواکو ته معلومه شوه چې له ايټاليا څخه پۀ لاقانونه ډول پوځي الات بهر ته صادريږي. پۀ دې لړ کې اندېښنې هغه مهال زياتې شوې چې معلومه شوه چې له هغې څخه ځيني شيان تهران ته وړل کېدل:

“مونږ د دوه زره نهم کال دسمبر کې گڼ بريښنا ليکونه وڅارل چې زمونږ پام ېې دې مسلې ته راوگرځولو، پۀ دې شيانو کې چاودېدونکي مواد، پټاقۍ او د کيمياوي موادو الات شامل وو ، دا شيان د پوځي مقصد لپاره کارول کیدى شي. دا ډيرې قوي پټاقۍ دي په دې معنى چې د ټانکونو او نورو پوځي موټرو پر ضد کارېدى شي”.

ايټالوي خبريال سبيسټين روټيلا چې دا مسله ېې تعقيب کړې ده وايي دا کار له تهران د هغه کسانو لخوا تنظيم شوى چې د ايران جمهوري گارد کې دنده لري يا هم دې گارد سره تړلي دي،

“څه چې د ايران د دفاع وزارت يا جمهوري گارد کاروي هغه دا وړې منځگړې کمپنۍ دي، چې اکثره د داسې کسانو لخوا ېې چارې پر مخ وړل کيږي چې استخباراتو کې کارکوي، دې قضيې کې يو تن وو چې د دفاعي چارو په اړه ېې د يوې کمپنۍ چارې پرمخ وړې ، د ايټاليا ځيني وگړي هم گڼي او بعضي څارل شوي برېښنا ليکونه هم دا تايدوي چې دې تن استخباراتو کې کار کولو، چې يوه ايراني سره چې هغه دايران دننه اړيکي درلودې په تماس کې وو”.

پۀ ايتاليا کې څارنوالانو دا تن د همايون بختياري په نوم ياد کړ دى. ده سره د يوۀ بل ايټالوى سوداگر، الاساندرو بان، نوم هم اخيستل شوى دى . څارانوالان نوموړى پۀ دې تورنوي چې د اروپا له لارې ايران ته د پوځي شيانو انتقال لپاره ېې څو کمپنۍ جوړې کړې دي . ايټالوي چارواکو پۀ دې لړ کې خپلو پلټنو ته د “سنايپر” يا د رسا نښه ويشتونکي نوم ورکړ دى، دا له دې امله چې ددې پلټنې اصلي توکى هغه پرمخ تللي دربينونه وو چې د چارواکو پۀ وينا لوى شمير کې ايران ته وړل شوي دي. ايټالوى خبريال ښاغلى روټيلا وايي: “پۀ مجموعي ډول دا کسان په دې تورن دي چي د نزدې ١٠٠٠ دربينونو پورې ېې وړي يا ېې د وړلو هڅه کړې ده ، شک دا دى چې دا پۀ دقيق ډول هغه وسله ده چې ايراني ځواکونه ېې ترلاسه کوي، خو ددې په ځاى چې خپله ېې وکاروي د حزب الله ، حماس، په څير ډلو يا ېې د عراق باغيانو ته ورکوي او اوس دا شک هم په زياتېدو دى چې ايران طالبانو ته هم وسلې ليږي”.

که څه هم چې ددې دربينونو ځييني پۀ لندن او رومانيا کې وړاندې ددې نه چې ايران ته ورسيږي نيول شوي دي، خو پۀ ايتاليا کې چارواکو بي بي سي ته ويلي د ٨٠٠ پورې دربينونه کيد ى شي ايران ته تير شوي وي. په دې لړ کې مهمه پوښتنه دا ده چې ايا ددې څخه ځيني ېې د طالبانو په څير وسله والو ته هم رسېدلي دي که څنگه؟

همدا پوښتنه خپله الاسندرو بان کوله، د هغۀ څارل شوو تيلفوني خبرو نه چې ده يوۀ بل شريک تورن سره درلودې هغې څخه دا معلومېده چې ورته ويل ېې “په دې اړه هغۀ ته په دوامداره توگه ويل کيږي چې دا دربينونه طالبانو ته رسيدلي دي ، دا دربينونه د المانۍ کمپنۍ “سيچمت” او “بندر” لخوا جوړ شوي دي.

ايتالوي پلتونکى سنچيز انډريونو هغه څارل شوې خبرې چې پۀ يو کاغذ ليکل شوې وي او د شواهدو په توگه وړاندي شوي راته ولوسلتې:

“د بندر د کمپنۍ لخوا زما نوم پۀه تور لست کې اچول شوى ، زه بايد تاسې سره وگورم او هغه ليک به درښکاره کړم چې ماته رالیږل شوى دى زه د(بندر) کمپنۍ په تور لست کې يم ځکه چې هغوي دوه دوربينونه په افغانستان کې طالبانو څخه ترلاسه کړي دي، او اوس ماسره دا پوښتنه راپورته شوې چې دا دربينونه افغانستان کې څه کوي؟”.

پۀ ايټاليا کې له دې امله تورن شوي به لا محکمې ته وړاندې کيږي، خو د بان وکيل ويلي چې موکل ېې هيڅ غير قانوني کار نۀ دى کړى، ځکه هغۀ چې د کومو شيانو سوداگري کوله، هغه په ايټاليا کې پوځي شيان نه بلل کيږي.

خو د ايټاليا نه اخوا خپله په افغانستان کې په ډيرېدونکي ډول داسې شواهد شته دى چې ايران افغانستان کې بغاوت سره مرسته کوي.

پۀ داسې حال کې چې برتانوي ځواکونه طالبانو سره پۀ جگړې بوخت دي د نړيواله سوله ساتو ځواکونو (ايساف) پۀ مشرۍ استخباراتي معلوماتو راغونډولو عمليات هم ترسره شوي دي. د فبرورۍ پۀ مياشت کې دې دول عملياتو څخه تر دې دمه تر ټولو زيات پاخه شواهد مخې ته راغلي دي چې ايرانيان افغانستان ته د وسلو په قاچاق کې ښکيل دي.

دا عمليات ايران سره پۀ پوله د نيمروز ولايت کې وو، فکر کيږي چې د برتانېې ځانگړي ځواکونه هم په کې شامل وو ، له يوې وسله والې نښتې وروسته چې يو شمير ياغيان په کې ووژل شو ، د ايساف ځواکونو ٤٨ قوي راکټونه ، او زر شاجورونه دوو لاريو څخه ترلاسه کړل ، دريمه لارۍ چاودېدونکو موادو له امله له منځه لاړه.

د برتانیې د سلطنيتي انستیتيوت پروفيسر، مايکل کلارک، پۀ وينا دا په افغانستان کې تر دې دمه موندل شوو راکټونو څخه تر ټولو زيات قوي وو، “دې طالبانو سره د موجودو راکټونو په پرتله د هدف ويشتلو واټن دوه چنده کړى ، ١٢٢ ملي متري راکتونه دولس ميله يا دې پورې هدف ويشتى شي ، دا ښايسته ډيره لرې فاصله ده، هغوي هڅه کړې چې دا د شوروي د پخوانيو راکټونو پۀ توگه ښکاره کړي دې لپاره ېې د راکټونو د پرله پسې نمبرونوبدلولو کوشش هم کړى ، خو نه وو توانېدلي، حقيقت دا وو چې ددې راکټونو پټاقۍ داسې وې چې يواځې له ايرانه ترلاسه کیدى شي”.

نۀ د ايساف او نۀ هم د برتانیې د دفاع وزارت پۀ دې اړه خبرو ته غاړه کېښودله. خو بي بي سي په دې توانیدلې چې پۀ دې لړ کې نور معلومات پيدا کړي. مونږ ته پۀ ملگرو ملتو کې د برتانېې د ماموريت د هغه ليک يوه کاپي لاس ته راغلې ده چې د امنيت شورا کې د ايران کمېټې ته ليږل شوى وو.

پۀ دې ليک کې د برتانیې شازدافير، فيلپ پارهم ليکي ددې راکټونو د اصلي ځاى معلومولو لپاره بايد د هغې پخه تخنيکي پلټنه وشي. وړاندې ښاغلى پارهم ليکي:

“له کالونو کالونو د ايران د انقلابي گارد عناصر هغه کسانو سره په منظم ډول پۀ تماس کې دي چې طالبانو ته مرستې رسوي ، او هم ېې هغوي سره طالبانو ته د وسلو رسولو لپاره کار کړى. ددې راکټونو اصلي ځاى ايران دى، او دهغه کسانو لخوا افغانستان ته ليږل شوي چي انقلابي گارد سره اړيکي لري او وړاندې هم ورته کړنو کې ښکيل وو”.

ښاغلى پارهم مخکښې داخبره روښانه کوي چې دا د ايران په حکومت کې دناراضيانو کار نۀ دى:

“دا راکټونه ايران کې جوړ شوي او د ايران د رزيم په اشاره طالبانو ته ليږل کیدل”.

په ليک کې د امنيت له شورا څخه غوښتل شوي دي چې ددې پلټنه وکړي. دې پیښې د برتانیې حکومت قهرولى. د بهرنېو چارو د وزارت معين، الیسټر برټ، مني چې دا د جگړې د تندېدو ښکارندوي کوي:

“د هغوي يعنې طالبانو وړتيا چې يوې فاصلې څخه افغان او ايساف ځواکونه وژلى شي، دا وړتيا له هغې څخه لږه څه زياته ده چې مونږ تراوسه ليدلي دي. مونږ په دې ډير اندېښمن يو ځکه چې ايران ټولو نړيوالو بنديزونو سره سره دا کار کوي او دوه مخې تگلاره پر مخ وړي”.

دې پوښتنې ته چې يواځې ددې راکټونو نيول نۀ دي بلکې په تيرو کالو کې نور شواهد هم مخې ته راغلي چې ايران طالبانو سره مرسته کوي همداسې ده؟ ښاغلي برټ وويل: ” هو، ددې د برعکس خبرې په تايد کې د هر ډول شواهدو نشتوالى ددې ښودنه کوي چې ايران بې ثباتي خوښوي، هڅه کوي داسې حالت پيدا کړي چې په کې خپل اغيز زيات کړي، او داسې ښکاري چې دا اغيز بې ثباتۍ، تاوتريخوالي اوخلکو ته تاوان رسولو سره تړلى دى. دا کار سم نه دى، په دې لاره څوک خپل اعتبار نه شي رامنځته کولى”.

بي بي سي پۀ لندن کې د ايران سفارت او ملگرو ملتو کې ددې هیواد استازو سره څو څو ځله پۀ دې د مرکې خواست وکړ خو هيڅ ځواب ېې ترلاسه نۀ کړ.

تهران طالبانو ته يواځې وسلې نۀ ورکوي، ايران پۀ دې هم تورن دى چې ياغيانو ته د وسلو او جگړېزه تاکتيکونو روزنه هم ورکوي

د امريکا د مالیې وزارت ځيني محرم اسناد راښکاره کړي دي، چې دا اسناد په دې اړه معلومات وړاندې کوي.

په امريکا کې ايران لپاره د دېموکراسۍ د فدراسيون مشر، کينت تيمر مين، چې ايران کې د رژيم بدلولو لپاره کمپاين کوي دا اسناد ليدلي او هم ورته د امنيتي چارو په برخې کې معلومات ورکړى شويد ي ، دى په دې اړه وايي چې په رښتيا هم هلته څه روان دي:

“ايران طالبانو ته د پوځي روزنې ورکولو لپاره ځانگړي کمپونه لري ، هلته هغوي ته ښودل کيږي چې څنگه چاودېدونکي مواد وکاروي، په څه ډول د اړيکو پرمختللي وسايل استعمال کړي او هم څنگه د ايتلافي ځواکونو څخه ځان وساتي.

د دې پوښتنې ته چې دا کمپونه د ايران په خاوره دي او که د افغانستان او ايران په پوله؟

“تيمرمين وويل: دا کمپونه د ايران دننه دي ، د جمهوري گارد د قدس ځواکونو لخوا ېې چارې پرمخ وړل کيږي. دا د ايران د بهرني ترورزم ځواک دى

ايرانيان طالبانو ته هغه ډول روزنه ورکوي چې وړاندې ېې عراق کې ياغيانو ته برابره کړې وه،

په دې کې په ښه ډول د چاودېدونکو موادو کارول، د موټر بمونو چمتو کول او دکميننو تاکتيک چې په څه ډول د ايتلافي ځواکونو پر ضد ترسره شي، شامل دي.

او ايا دا تاکتيکونه د جگړې په ډگر کې عملي کيږي ؟

ښاغلي تيمرمين وويل:

“امريکايي ځواکونه په بشپړ ډول د ايرانيانو د دروزنې نتيجه ويني. دې د جگړې په ډگر کې د طالبانو د ځواکونو مهارت زيات کړى دى .

ايرانيان لسگونه زره کسان نۀ، بلکي کېدى شي سلگونه کسان روزي چې دا کسان پخپله، که زرگونه نۀ وي، نو سلگونه نورو ته پوځي روزنه ورکوي”.

تیره مياشت د امريکا د استخباراتو پارلېماني کمېټې يو راپور را ښکاره کړ چې نۀ يواځې دايران د جمهوري گارد او طالبانو بلکې القاعدې سره دايران د پيچلو اړيکو په هکله تفصيل ورکوي.

ايران دا ډول اړيکي رد کړي او وايي چې د القاعد ې گڼ غړي ېې نيولي دي .

خو ايران کې د دېموکراسۍ د فدراسيون مشر، کېنت تيمرمين ، وايي هغه شواهد چې ده ليدلي د ايران ادعا نه تايدوي:

“ايران ادعا لري چې د القاعدې سلگونه غړي ېې په کورونو کې نظر بند کړي دي ، دا يوه جعلي ادعا ده ، د بيلگې په توگه سيف العدل چې وړاندې د القاعدې د نوي مشر په توگه هم ياد شوى وو ، د دوه زره يو کال نه د ايران د جمهوري گارد لخوا ورته پناه ورکړ شوې وه.

نو ايرانيان د ايران دننه القاعدې ته روزنه ورکوي، هغوي ته پاسپورټونه برابروي، سفر کې ورسره مرسته کوي، او په خپله خاوره ېې ورته د پوځي روزنې مرکزونه برابر کړي دي، دا رژيم دننه د ناراضيانو کار نه دى بلکې د دولت ملاتړ لري او پيیسې ېې د ايران د تيلو له عايداتو ورکول کيږي”.

لکه څرنگه چې تاسې وايي ثبوتونه پاخه دي نو ولې لويديځ د ايران پر ضد ډير څه نۀ کوي؟

“دا هغه پوښتنه ده چې زه ېې حيران کړى يم کله چې زه دې ثبوتونو ته گورم دا ددې ښودنه کوي چې ايران په نړۍ کې د ترورزم د ملاتړ تر ټولو لوى ملاتړ کوونکى دى د هغوي له ملاتړ پرته به نه طالبان او نۀ هم القاعده هغه ډول جگړيزه ځواک وو، کله څرنگه چې اوس دى”.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت د کينت تيمر مين لخوا وړاندې شوي تفصيل باندې له څه ويلو ډډه وکړه خو رد ېې هم نۀ کړل. د بهرنېو چارو د وزارت معين وايي:”

القاعده بيلا بيلو سيمو کې فعاليت کو ي، ورسره مختلفې وړې ډلې تړلې دي، هلته احتمالي اړيکې موجودې دي دى . ددې امکان شته خو ددې تايدول ډير گران دي” .

مونږ وغوښتل چې پۀ دې اړه هم د ايران حکومت سره دې تورونو په اړه خبرې وکړو خو چا هم زمونږ غوښتنې ته ځواب رانۀ کړ.

د بي بي سي څخه په مننه

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    رښتیا ښه دی که درواغ؟

    March 1st, 2012

    طنز  محمود نظری رښتیا ښه دی که درواغ ؟!       یو دوکان[...]

    پاى ته رسيدونکى ژمى، ختيځ او ناامني

    March 1st, 2012

      ارشادرغاند د افغانستان دولت د يو شمېر نورو فرصتونو پ[...]

    نخستین نشست سه جانبه افغانستان چین و پاکستان برگزار شد

    March 1st, 2012

    : کابل:- نخستین نشست نمایندگان افغانستان، پاکستان و چین [...]

    مصر از دستگيري سيف العدل، جانشين موقت بن لادن خبر داد

    March 1st, 2012

      قاهره:- مسئولان  میدان هوایی مصر از دستگيري سيف ال�[...]

    نشستی برای آماده گی کنفرانس توکیو در کابل برگزار می گردد

    March 1st, 2012

    کابل:-بر اساس اعلامیه ریاست جمهوری » حامد کرزی رئیس جمه�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars