کندهار ښار:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس، په كندهار كې د پنځمې امنیتي حوزې پخوانى امر محمد اسماعيل د وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور ونيول شو.
د كندهار د ملي امنيت مشر جنرال محمد نعيم مومن د دوشنبې په ورځ ناوخته خبريالانو ته وويل چې نوموړى يې هغه وخت ونيوه كله چې یې دوى د يوه نيول شوي طالب قومندان چې د وسله والو طالبانو له لوري د پنجوايي ولسوال او بيا د دې ولسوالۍ پوځي مسوول ټاكل شوى وو، اعترافات واخیستل .
مومن وويل چې نيول شوي طالب قومندان په خپلو اعترافاتو كې ورته ويلي چې د پنځمې امنیتي حوزې پخوانى امر محمد اسماعيل زياته مرسته ورسره كوله او د دولت پر ضد يې فعاليتونه ورغښتلي كول .
دغه طالب قومندان ملاعزت خبریالانو سره په خبرو كې وویل چې د پنځمې امنیتي حوزې پخواني امر اسماعيل بيلابيلې غوښتنې ترې كولې .
قومندان وايي چې دوه ځله يې د اسماعیل په غوښتنه پر پوليس چارواكو چاودنې كړي دي
خبر زیاتوی چې نوموړي كسان د دوشنبي په ورځ د كندهار ولايت د ملي امنيت په رياست كي د خبريالانو په وړاندي راڅرګند سول او يوپه يو يي د خپلو تيرو كړنو په اړه معلومات وركړل چي د دولت او عامو وګړو پر ضد يي وسلواله مباريزه كول د يادي ډلي لومړي تن عبدالواسع مشهوره په ملا عزت الله د كندهار ولايت د پنجوائي ولسوالۍ اوسيدونكي چي اوس مهال د طالبانو لپاره د پنجوائي ولسوال او نظامي قوماندان وو خبري وكړي هغه وويل زما د وسلوال فعاليت ساحه په ژړي او پنجوايي كي وه چي وخت نا وخت به مو پر دولتي عسكرو او اكمالاتي كاروانونوباندي بريدونه كول او په لويو لارو كي به مو ماينونه ځاي پر ځاي كول.
ملا عزت الله وويل كله چي به مو پاكستان ته د اوشتلو تكل وكړ نو زموږ سره به د پوليسو د پنځمي امنتي حوزي امر اسماعيل پوره كمك كاوه چي هغه هم دامهال نيول سوي دي.
دغه راز يو بل تن چي احمدالله نوميږي هم دا ومنل چي ده په دي وروستيو ډليزو ترهګريزو بريدونو کي لاس درلود چي په كندهار ښار كي تر سره سوي دي د نوموړي په وينا ده به په خپل سراي كي د انتحاري حملو لپاره اماده سوي موټرونه درول.
حق داد چي د ميرويس ميني اوسيدونكي دي او اصلي د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان د سيمي اوسيدونکي دي دهم خبر يالانو ته وويل هغه ډله ايز وسلوال ځانمرګي بريدونه چي د پوليسو په جندرما باندي په دي وروستيو ورځو كي وسول د ده دورور لخواد دوي په كور كي تنظيم سوي وه.
د كندهار ولايت د ملي امنيت رئيس بريد جنرال محمد نعيم مومن رسنيو ته د يادو كسانو نيول كيدل يوه ډيره لويه لاسته راوړنه وبلل چي د امنيت په راوستلو باندي به مثبت تاثير وشندي د مومن په وينا په دي كي د عامو خلكو همكاري هم د يادولو وړ ده.
.