Posts | Comments | E-mail /

سیف العدل د القاعدې دنوی موقت مشرپه توګه ټاکل شوی دې

Posted by on May 31st, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

د روانې مۍ میاشتې په دویمه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو لخوا د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته، ډېرو خلکو د نوموړي د ځایناستي ټاکلو چارې ته سترګې نیولې وې.

دا چې د اسامه د ژوند پر مهال الظواهري د القاعده ډلې دویم جګپوړی کس پیژندل کیده، نو ډېره تمه دا وه، چې ګواکې نوموړی به د اسامه ځایناستی شي، خو دا دومره موده د دې تشې د ډکولو له ځنډېدلو داسې ښکارېدل، چې ګواکې د القاعدې مشران له امنیتي ستونزو سره مخ دي،سربېره پر دې د القاعده ډلې هغه مشران او قومندانان، چې د نړۍ په مختلفو سیمو کې د دغې ډلې په ګڼو څانګو کې لاس په کار دي، دې چارې هم د دوی د بېړنۍ راټولیدنې مخه یی نیولې وه، خو بالاخره ځیني دا قومندانان او مشران د وزیرستان په غره یزو سیمو کې، چې نسبتاً پر امنه بلل کېږي، راټول شول او په ډېرې بېړې نه یوازې د اسامه ځایناستی بلکې په نورو برخو کې هم نوې ګمارنې وکړې

په دې نویو ټاکنو کې مصري سیف العدل د القاعدې موقت مشر، ایمن الظواهري د عمومي سرپرست او د القاعده د نړیوالو اړیکو مسؤل او پوځي شورا مشر، عدنان الکشري د القاعده نټورک مسول، ابو یحیی اللیبي د القاعده د تبلیغاتو او عامه معلوماتو مسول، محمد ناصر اولشي د القاعده د افریقايي شعبې مسؤل ،محمد ادم خان افغاني د القاعده د وزیرستان او افغانستان د څانګې مسول او فهد القواوي د القاعده د چټکو عملیاتو د قومندان په توګه وټاکل شول،خو له دې هر څه سره سره ګومان کیږي، چې د اسامه بن لادن له وصیت سره سم محمد مصطفی حمزه الیمني د نوموړی ځایناستی شي

مصطفی حمزه چې په دې ناسته کې ګډون نه درلود، په یوه افریقايي هېواد او په غالب ګومان لیبیا کې میشت دی، په دې ناسته کې هم وویل شو، چې د القاعده ډلې د مشرانو تر ډېرو سلا مشورو او نظر غوښتنو وروسته اټکل کېږي، چې نوموړی به د اسامه ځایناستی شي،اسامه بن لادن د خپل ځایناستي لپاره شپږ کسان نومولي وو، چې عبارت وو له شیخ خالد محمد، عاطف احمد، محمد زبیده، محمد حمزه یمني، محمد عمیر زرقومي او محمد تلمساني څخه،له دې ډلې څلور تنه یی اوس هم بندیان او یوازې دوه تنه یی ازاد دي، چې د محمد تلمساني په پرتله د مصطفی حمزه چانس زیات ښکاري او ټاکل شوې، چې د القاعده د رهبرۍ ډله نوموړی د نړۍ په مختلفو سیمو کې د رایې پر اساس وړاندې او بیا یی پایله اعلان کړي،هاخوا د اسامه تر مرګه وروسته، د امریکا استخباراتي ادارې « سي آى ايې» د القاعدې او طالبانو د ۲۴ جګپوړو کسانو نوملړ اعلان کړ، چې د دوی راتلونکي اهداف وو، خو په دې نوملړ کې د مصطفی حمزه نوم نه لیدل کیږي او ښکاره نه ده، چې ولې د سي اى ايې له سترګو پنا پاتې، خو هرو مرو تر رسمي انتخاب وروسته به په دغه نوملړ کې شاملېږي

په هر حال حمزه د اسامه د ځایناستي په شپږ کسیز نوملړ کې یاد شوی او مطمینناً، چې سي ايي ای د القاعدې د مهمو وګړو په توګه له دغو ځایناستو خبر وو، الظواهري، سیف العادل او ابو یحیی اللیبي په دې نوملړ کې شامل دي، خو د محمد حمزه نوم نه لیدل کیږي،جالبه لا دا چې د القاعدې د رهبرۍ په لیکه کې عموما عربان دي او اوس د یوه نوم ورکي کس ادم خان افغاني نوم هم په کې ترسترګو کېږي، خو د القاعدې د مشرۍ لپاره نومول شوي شپږ واړه عربان وو، په داسې حال کې، چې په ګرده نړۍ کې د القاعدې د ۳۴ څانګو سيمه نیمايي برخه عربان نه دي، خو هغو امکاناتو ته په پام سره، چې عرب شیخان یی القاعدې ته برابروي، ښايي اسامه او بیا خپله اوسني عرب مشران ځانونه مجبور لیدلي وي، چې په هر حالت کې باید د اسامه ځایناستی کوم عرب وي

بلخوا هغو کاري ورته والي ته په پام سره، چې په دې ټاکنو کې د سیف العدل او الظواهري تر منځ لیدل کېږي، داسې ښکاري، چې د القاعدې مشران او قومندانان په یو ډول د خپلو موقعیتونو تر فشار لاندې دي چې سیف العدل مشر او الظواهري سرپرست په توګه وټاکي ،همداراز لیدل کیږي، چې اسامه د خپلو ځایناستو په نوملړ کې د الظواهري نوم نه دی یاد کړی، په داسې حال کې، چې په ژوندوني یی تل الظواهري د القاعدې دویم کس پیژندل کېده، نو دا ښيي، چې القاعده د خپل مشر په ټاکلو کې له ځینو مخامخیدنو او سیالیو سره لاس او ګریوان وي ،ایمن الظواهري، چې د مصر د اسلامي جماعت د اخوانیانو یوه څانګه ده او اسامه او د هغه ملګري تر ډېره وهابیت او دیوبند ته نږدې وو، نو دا خپله د اسامه او الظواهري د پلویانو تر منځ یو ډول فکري اختلاف ډاګیزوي

که څه هم یحیی اللیبي د القاعدې له اول لاس مشرانو څخه دی او ډېرو فکر کاوه، چې ګواکې د اسامه تر مرګه وروسته به نوموړی ځایناستی کېږي، خو له بګرام زندانه تر شکمنې تیښتې او بیا د ویکي لیکس لخوا په ایبټ اباد کې د اسامه له موقعیته د اعتراف د افشا کولو پر اساس تر یوه بریده د القاعدې د نورو مشرانو په نظر شکمن ښکاري، خو له دې سره سره بیا هم هغه د القاعده د اطلاعاتو او عامه اړیکو د مسول په توګه ټاکل شوی،دا ټولې چارې ښيي، چې القاعده د مشر ټاکلو له کړکېچ سره مخ ده او دا، چې څنګه به دا کړکیچ ختموي راتلونکي ته به ګورو، خو د اسامه وژنه مطمناً چې پر القاعده ډلې درې عمده اغیزې پریباسي،دکلید ګروپ دمعلوماتو په استفاده پای ،سلام خان

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور