Posts | Comments | E-mail /

اورپکو طالبانو په پکتیکا کې يو قومي مشر وواژه

Posted by on May 31st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

اورګون:- د رار سیدلو خبرونو پر اساس، اورپکو  جنګياليو د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ یو تن قومي مشر او د یادې ولسوالۍ د شورا رئيس عالم خان ځدراڼ وواژه .

عالم خان ځدراڼ د پکتيکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د درې ځدراڼو د سيمې اوسيدونکی و. هغه د سيمې قومي مشر او د اورګون ولسوالۍ د شورا رئيس و.

د پکتيکا د والي وياند د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز ته وويل، چې وسله والو مخالفانو عالم خان ځدراڼ تیره چارشنبه د اورګون ولسوالۍ بازار ته د تګ پر مهال د ژندرۍ له سيمې وتښتاوه، چې مړى يې پرون د سروبي ولسوالۍ په مستو سيمې ترلاسه شو.

د پکتیکا والي محب الله صمیم د عالم خان ځدراڼ وژنه په سختو ټکو غندلې او دا کار یې د هيواد او سولې د دښمنانو کار بللى دى. ځدراڼ له شپږو مياشتو راهيسې د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د شورا د رئيس په توګه کار کاوه.

بل خوا د پکتيکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د عباس خيلو په کلي کې د وسله والو مخالفينو او سيمه ييزو پولیسو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې یې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي، یو پیکپ موټر، دوه موټرسایکلونه، يوه پیکا، یوه اندازه چاوديدونکي توکي ترې په سيمه کې پاتې شوي دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • افغانستان به تاجکستان گاز صادر می کند
    • وقوع انفجار شدید در شاهراه کابل-مزارشریف
    • وزیر اطلاعات و کلتور تونس توسط یک هنرمند لت و کوب شد
    • هشدار های طالبان را بطور جدی تحت بررسی داریم: سخنگوی ریاست جمهوری مصر
    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى
    • مصر
    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند