Posts | Comments | E-mail /

رښتیاهم دبل کټ ترنیمې شپې دی

Posted by on May 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لیکوال: ابراهیم نعیمي

نن مې یوه ډنمارکي ورځپاڼه لوستل داسې یوه لیکنه مې ترسترګوشوه چې دتیرویادواود روانوحالاتوڅیړنې ته یې وهڅولم.
دهیوادوالودروان کړکیچ ټولې پیښې په یاد پاته دي. کله چې دپخواني شوروي اتحادمرګونې لښکري زموږګران هیوادته رادننه شوي. دوژنواوورانیوبرسیره یې څارګرې ادارې هڅه کوله چې دراتلونکی لپاره دپښې ځای پیداکولوپه لټه کې شي. دیوې ټاکلی مودې تروژنواوورانیو وروسته یې سد (عقل)سرته راغی چې ددی غرنۍ هیواداومیړنوخلکوایل کول ناشونۍ چاره ده.

دلویدیزوهیوادونواوامریکافشارهم دومره ډیرشووچې دوی نورتاب نه درلودی. خپله همهغه مړستون ته چې خپله یې جوړکړی وودټیل وهلوپه درشل کې اړشوه چې زموږدویاړلي هیواد څخه په مړوسترګوداموسیندڅخه پریوتل. بیایې هم لاس نه اخیستی دملل متحددسولې او لیږدونکی حکومت دجوړیدوپه مخ کې دخپلوزړوچپیانو (کارملي ګوډاګیانو) ، دافغانستان داتل شهیداود پنجشیرد زمری سره دغوړووعدوپه ورکولوقراردادلاسلیک کړ. په هغه وخت کې مې یادیږي چې ځینو پخوانیودشمالي سیمواشنایانوپه حیرانتیاپوښتنه راڅخه کول، کله چې دروسانو فوځیان وزی، ټولې اسلحې دمسعوداربکیانوته ورکوي، داڅه ډرامه ده. خدای شته زه هم نه پوهیدم دسرپه ښورولو به مې ځان تری خلاص کړی. دهغه وخت دبهرنیوچارود وزیر عبدالوکیل دببرک کارمل دخاله زوی اوجنرال نبي عظیمي په مشری ددولت له لوری اواتل احمدشاه مسعودخپله دنده په بشپړ صداقت ترسره کړه. نورتفصیل ته اړتیانه وینم چې داستاد رباني دواک په دوران کې څه پیښ شول. هیوادوال پوره خبرتیالري.
یوڅه بایدباورولروچې لویدیزوهیوادونواوامریکازموږهیوادهیرنه و، بلکې هرڅه یې دخپل جوړشوی پلان له مخې مخته وړله. ناڅاپې اویاجوړه شوی دسپټمبرپیښه راغله. ټولولویدیزو غښتلوهیوادونواوامریکاتښتیدلي پخواني اشنایان(مجاهدین) بیادواک پرګدۍ کښینوله. تاسی وینی چې په تیرولسوکلونوکې یې څه ګلونه وکرل.
څوموده مخکی دامریکا ځینولوړپوړوچارواکوکټ مټ دپخواني شوروي اتحادنسخې ته ور ودانګل اودافغانستان دبیلوالي انګازې دعامه خلکوداذهانودازمایښت لپاره رامخته کړي. ولې د کلکوغبرګونونوسره مخامخ شول. لویدیزهیوادونه بیاهم دانګریززړې نسخې ته ورګرځې چې دهنداوپاکستان په جوړولوکې دپښتنوپه زړه کې دچړې په ډول یوه کرښه ( ډیورنډ) تیره کړه. زمادیوه دوست په قول داکرښه دومره ظالمانه وه چې دیوه ورور کوردکرښې یوه لورې ته پاته شوهغه بل ورورپه پاکستان پوری ونښتۍ. داازموینه بیادافغانانولپاره په کار لویږي. پاملرنه وکړئ د پویلیکن.21.5.2011 دځینواړوندو برخوژباړنې ته:

اوباما دامریکا ولسمشراړدی چې دطالبانوسره سوله وکړی اودافغانستان لویدیزې برخې ددوی په ولکه کې ورکړي. که نه نوورانونکې کورنۍ جګړه به دوام مومې.
تردی سرلیک لاندې اوږده لیکنه شوی ده چې دیوې برخې ژباړنه یې کوم. دلویدیزوهیوادوپه انددافغانستان په ځانګړې ډول دهلمنددساتنې لپاره زیات ډنمارکي سرتیری قرباني اودډنمارکي ولس دمالیې ډیرې پیسې ولګیدلې نوښه داده چې دافغانستان په روانه کشاله کې دنړۍ دوتلی ژورنالیست اودافغانستان په چاروکې دکارپوه احمدرشیدپاکستاني خبروته غوږشو. دهغه په اندیوازنۍ نیمه دسولې لاره دطالبانوسره دمذاکرې میزته ناسته اوپه امتیازورته قایلیدل دي. په هلمندکې ډیرکلونه دبهرنیانووینې توی شوی ولې کومه ځانګړې ښه پایله نه لري. واک ورکول طالبانوته په هلمندکې دهغې بیې یوه برخه ده چې موږیې بایدورکړو. داحمدرشیدپه اندلویدیز هیوادونه بایددسولې دخبرولپاره ځان تیارکړي.
احمدرشید وروستې دیرش کلونه په افغانستان کې دبنسټپالوپرمختګ اوجګړه تعقیب کړی ده اوهم په غیری رسمي ډول دامریکادحکومت مشاوردی. په وړی کې چې بارک اوبامادخپل وروستیوزیاتوفوځیانودعملیاتواوکوښښونوارزونه کوي، بایدداپه ډاګه کړی چې دطالبانوسره د سولې دخبرولپاره تیاردي. احمدرشیدوایي چې امریکابایدداومنی چې دطالبانو ددفترجوړول په قطرکې ددوی ملاتړورسره دی ترڅوامریکایان وکولای شی ددوی داستازوسره دسولې خبري پیل کړي. په ورستیووختونوکې امریکایانودواشنګټن پوست دخبرتیاله مخې دطالبانودځینو چارواکوسره په قطراوالمان کې خبري کړي دي. ترکیه هم دطالبانوددفترپرانیستلولپاره په خبروکې یادیږي.
داسې اټکل کیږی که دسولې خبری بریالۍ نه شی، دناټودفوځوتروتلووروسته په (۲۰۱۴زکال) کې به کورنۍ خونړۍ جګړې رامنځته شي. په افغانستان کې پرجوړشوی فوځ حکومت په بشپړه توګه واک نه لري. دبهرنیوفوځونودوتلوسره سم به اقتصادي حالت دورانۍ سره مخامخ شي. دبهرنیوفوځونودوتلوسره سم هغه امکانات چې همدااوس خلک ورته لاس رسی لری له منځه ځي. داحمدرشید په اند اوسنۍ دسولې خبری چې په وړه کچه جریان لری کیدای شی په راتلونکی کې د طالبانو د لوړوکړیوسره همدازمینې برابرې شي. داحمدرشیدپه اندوژنې ددواړو لوروڅخه ودرول شي. که دطالبانوسره دسولې دخبروپلان رښتیاوی بایددناټوفوځیان دطالبانود مشرانووژنې ودروي. دری کاله مخکی ناټواټکل کړی وچې د(۲۵۰۰۰ ـ ۳۰۰۰۰) طالب جنګیالي شته ولې ترټولووژنووروسته همدااوس اټکل کیږي چې پورته شمیرې بدلون نه دی موندلي.
طالبان لس کلن پرمختګونه په روغتیایې، زده کړواونوروبرخوکې ومني ځکه شاته تلل شونۍ نه دی. ولې دکرزی حکومت هم په اداره کې مرکزیت کمزوری کړي اوپه ولایتونوکې په ځانګړې ډول په کندهاراوهلمندکې دطالبانوواکمنې ومني.
پوښتنه: طالبان کولای شی چې دعصري پرمختګونوسره ژوندوکړي؟
ځواب: احمدرشیدوایي چې په افغاني ټولنه کې زیات بدلونونه رامنځته شوی دی، منځنۍ طبقه په ښارونوکې منځته راغلی ده. په افغانستان کې ډیرپرمختګونه ترسترګوکیږي. طالبان اړدی چې دنجونوزده کړې ومني.
احمدرشیدداسې اشاره کوي چې ترجګړونه مخکې هم ښاري عصري اوترښارونودباندي کلیوالي مذهبي ډلې وی چې په ګډه یې ژوندکاوه. هیله ده چې بیاهم هغه حالت رامنځته شي.
داوسامابن لادن مړینې دسولې دخبرولپاره په زیاته پیمانه لاره هواره کړی ده ځکه طالبان کمزورې شوی دي. اودغه موضوع دپاکستان دفوځ لپاره درده ونکې وه. فوځ اړایستل شوی دی چې دپاکستان په څارګره اداره کې دطالبانوملاتړي نورهم قوی کړی.
پوښتنه: په افغانستان کې (۳۰) کاله کیږي چې جګړه ده ولې تاسوفکرکوی چې دسولې یوشکل به شونۍ شي؟
ځواب: دیرش کاله کیږی چې زه دافغانستان حالات دنژدي نه څارم که زه باوری نه وای چې په اخر کنج کې دسولې روښنایې شته نومادموضوع څخه پخوالاس اخیستۍ. که سلګونه کنجونه تاریک وی نوبیاهم دسولې لپاره په یوه کنج کې روښنایې پاته ده.
پوښتنه: ډنمارکیان دخپل نظره پوښتنه کوي چې (۶) میلیارده کرونه موولګول او(۴۰) سرتیری مومړه شوه. که اوس بیاهم طالبان واک ته راشي دابه اړخ سره ولګوي؟
ځواب: دډنمارک اونورکوچنیوهیوادونولپاره بی ګټې نه وه. زماهیله داوه چې لویدیزاروپایې هیوادونه ډیره اغیزه ولري. په هغه وخت کې چې بوش دعراق جګړې ته زیاته پاملرنه واړوله په هغه شیبوکې اروپایي هیوادونوته په کارووچې زیاته انرژی په دی لاره کې ولګوي. ولې تاسوپه درست ډول په دغه پلان کې سوچ کړی نه وو.

دادپاکستاني احمدرشید اټکلونه دی چې لویدیزهیوادونه اوپه قوی اټکل امریکایان یې یوځل بیا زموږولس ته دیووړاندیزاویاجوړی شوی دسیسی په ډول وړاندي کوی ځکه ویل شوی دی چې احمدرشیدهم دامریکاغیری رسمي مشاوردی.
یوپخوانی عالم ویل چې پیښې په ورته ډول نه تکراریږی ولې دافغانستان په روانو پیښوکې نه په زیګزاګ ډول بلکې په ورته ډول رامنځته کیږي. دپخوانې شوروي اتحادتجربې دامریکایانو لپاره نمونې دي، دځانه کوم نوی ابتکارنه لری سره ددی چې بې شمیره پالیسی جوړونکي د نړیوالومسایلودحل لپاره په میلینونوډالره معاشونه ترلاسه کوي.
دوی (امریکایان) هم دروسانوپه څیرڅوموده مخکی دافغانستان دتجزیي ډنډورې خپرې کړي. چې دافغان ولس نبض واټکلوي، ولې دیوموټي ولس دکلک غبرګون سره په نړیواله کچه مخامخ شوه. داځل یې بله پلمه رامخته کړه چې سره ددی چې نه غواړی چې ورکړه شوی ځانی اومالي تلفات اوزیانونه بې ځایه په سیندکې لاهوشي، ولې دافغانانوپه خاطراودخپل ولس دګټوپه خاطرترسهیلې ولایتونوپه ځانګړې ډول دهلمندترواکمنۍ تیریږی ترڅودطالبانوسره د سولې راتلو لاره پرانیستله شي. دانګریززړه پالیسي ده چې دپاکستان ـ افغانستان اوهم هندوستان ـ پاکستان ترمینځ یې په خپله سری ویش باندي همیشنۍ دښمني خواروولسونو ته پریښودل چې هروخت دلنګې غواپه ډول ګټه ورنه اخلي. دوی (بیګانه فوځونو) ته یوازی خپلي ستراتیژیکوموخوته رسیدل تربل هرڅه مهم ښکاري. په دی اړونددښاغلی شاه محمود حصین (تاریخي لویدنه) کتاب په (۸۰) مه پاڼه کې ولولئ:
« دافغان روښانفکرانو تیروتنه پر افغانستان باندي له پوځي یرغل مخکې په غوړیدو وه.ځکه ډیرو پرته له دې چې دخپل تاریخ جوړښت ته وګوري دا فکر کاوه چې یو بهرنی لاس باید ددوی ژغورنې ته را اوږد شي.دلاس پر ځای درنې وژونکې پردۍ لښکرې په یوه ساده پلمه دخپلو سیمه ییزو ستراتیژیو له پاره را پریوتې.تیروتي روښانفکردغه څه ددموکراسۍ ،سولي او پرمختګ هیله وګڼله او تودې نارې سورې ېې پورته کړې . یرغلګروهم داسې وښوده چې دهمدې هیلو راوړونکي دي.دافغانستان دسیاست او سیاسي دستګاه بڼه هم په همدې خاطر رنګ شوه.دتنظیمونومشران ، جګړه ماران، تندرو، منځپالي ،اوددریمې لیکې بنسټپال ټول په یوه شپه دموکراتان او ددموکراسۍ پلویان شول.له شمیره وتي غږیزه او انځوریزه رسنۍ او خپرونې همدې لوري ته وګمارل شوې.د بن کنفرانس ځینوته دا هیلې هم ورکړې چې پخوانی شاه او د هغه د شاهانه دموکراسۍ خوندونه به د تیرو تکنو کراتانو په بڼه کې بیاراژوندي شي.»

دپورته څیړنې پربنسټ دی پایلې ته رسیږوچې پردي هیڅوخت زموږدهیواداوولس سره بیله خپلوګټومرسته نه کوی ټولې هغه وعدې چې غوړیدلی افغانستان به جوړوي، دښځوحقوق به په لوړه کچه خوندی کوی، دافغان بچیانوته ته به دزده کړوپراخې زمینې برابروی اونوری ډیري وعدې. یوازې په دی اړه لري چې ایاپه دغه بهیرکې ددوی ګټې هم زموږدهیوادپه ګټوکې شته اوکه یا؟
دوروستۍ خبرې په ډول بایدروښانه شي چې افغان ولس بیله توکمنی ـ ژبنې توپیرونه خپل ګران هیوادافغانستان په سختوشیبوکې په یووالې اویوموټیتوب ساتلی اودخپلوسرونه په بیه یې ورنه دفاع کړی ده. دبیلوالی ، ویشلواودی ته ورته ددښمنی نه ډ کې هیلې دپردواوددوی د لاس پوڅوله لوری نوی اوناڅاپې نه دي. زموږدهیوادولسونوڅوځله دداډول ازموینوڅخه بریالی راوتی دی.
زه باورلرم چې هرهغه وګړۍ چې دافغاني مورشیدي رودلې وی بیله توپیره چې کیڼ اړخه، ښی اړخه، دموکرات، مجاهد، طالب اویادبل هرنوم درلوونکی به دداسې نوی چل اوفریب ښکارنه شي چې په کورکې کورګي ورته جوړشي. په دی پلمه چې سوله اوامنیت تأمینوو نو افغانستان پرولایتونواوقومونوویشي چې بل نه جبرانیدونکی ناورین زموږټکول شوی ولس ته راوړی. دګوتوپه شمیرکسان شته دی چې دبیلیدوډول ډول نارواخوبونه ویني ولې دادولس او پرګنوهیله نه ده دایوازی ددښمن ناپاکه هیله ده چې دخدای (ج) په مرسته به دابدیت دناکامی کندی ته ټیل وهل شي. پای

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار