کابل:- افغانستان د ملي امنيت سرچينه وايي چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمد عمر د کويټې او شمالي وزيرستان پر لاره وژل شوى دى.د ملي امنيت يوې سرچينې چې دنوم له څرګندلو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ٢مه، رسنيو ته وويل چې د ملا عمر د وژلو پیښه، په تیرو لنډو ورځو کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې د پاکستان استخباراتي ادارې اى اېس اى د خپل پخواني مشر جنرال حميد ګل په وسيله غوښتل چې ملا عمر له کويټې څخه شمالي وزيرستان ته انتقال کړي.
د ملي امنيت دغې سرچينې وويل چې ملا عمر شمالي وزيرستان ته په لاره د اى اېس اى او سراج الدين حقاني ډلې لخوا وژل شوى دى.
يادې شوې سرچينې زياته کړه چې پاکستان غوښتل ملا عمر د افغانستان پولې ته څیرمه په کومه سيمه کې ووژني، څو نړيوالو ته وښيي، چې ملا عمر دپاکستان په ښاري سيمو کې نه اوسیده.
د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د غويي په ١٢مه، د القاعدې د مشر اسامه بن لادن لادن له وژل کیدو وروسته پاکستان د امريکا او نړيوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې راغلى دى.
د ملي امنيت ياده شوې سرچينه وايي چې دافغانستان پولو ته په نږدې سيمه کې د ملا عمر له وژل کیدو سره پاکستان غوښتل نړۍ ته وښيي، چې ترهګر يواځې ددوى په هیواد کې نه بلکې په افغانستان او د دواړو هیوادونو په ګډه پوله کې میشت دي.
تر اوسه رسمي سرچينو دملا عمر د وژل کیدو په اړه څه نه دي ويلي.د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون په يوه مرکه کې ويلي وو، چې که پاکستان کې د القاعدې د کوم مشر يا ملا عمر د شتون په اړه يې معلومات ترلاسه کړل، نو يو ځل بيا به په دغه هیواد کې خپلسري عمليات ترسره کړي.
the news seem to be correct.