Posts | Comments | E-mail /

هو ! طالبان غواړي چې اسلام بدنام کړي

Posted by on Oct 26th, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په جلال آباد ښار کې د طالبانو دظلم یوه بیلګه
لیکوال:- ډاکټر  ثمین

هغه دې بیایې زموږ  ویجاړه  جونګړه لاپسې ویجاړه  کړه، هغه دې بیایې زموږ ویجاړ سړکونه راته نور هم ویجاړ کړل ، هغه دې بیایې په ارزګان کې یو ښوونکی حلال کړ، هغه دې بیایې په کندهار کې یو مخور قومی مشر ترور کړ، هغه دې بیایې یوه مکتب ته اور ورته کړ، هغه دې بیایې زموږ پرهر پرهر زړونه نور هم پرهر پرهر کړل، هغه دې بیایې یوه ماشومه انجلۍ په تیزابو باندې وریته کړه، هغه دې بیایې په هلمند کې د یوه افغان څخه یې پوزه غوڅه کړه، هغه دې بیایې په کندهار کې  د یوه افغان  غوږونه پرې  کړل، هغه دې بیایې په لغمان کې قرآن کریم شهید کړ، هغه دې بیایې په زابل کې یو  ماشوم یې  د جاسوسی په تور غر غره کړ، هغه دې بیایې په جومات کې دوه کسه شهیدان کړل، هغه دې بیایې په کندز کې  یو جومات په بمونو باندې ویجاړ کړ، هغه دې بیایی په جلال‌‌ آباد ښار کې ځانمرګې برید وکړ ، هغه دې بیایې په خوست کې  مظلوم کارګران او انجینران شهیدان کړل، هغه دې بیایې په تخار کې د مظاهره چیانو په منځ کې یې  ناتار جوړ کړ او هغه دې بیایې په کابل ښار کې مظلوم  افغانان یې په سرو  وینو کې وریت کړل.
هوکې! دا کارونه  او دا ظلمونه  یوازې او یوازې د اسلام درواغجن  پتنګان یعنی طالبان یې کوی او بس ؛ هغه طالبان چې حتی خپل لمونځ هم په اسلامی طریقه نشي ترسره کولاي.

خدایږو که   داسې ظلمونه په تاریخ کې هم چا لیدلی وې، خدایږ که  داسې د انسانیت جنازه  فرعونیانو هم اوچته کړې وې ، خدایږو که  داسې ناتار پر موږ  باندې چنګیزیانو هم نه وه جوړ کړې ، خدایږو که داسې قتل عام پرنګیانو هم په افغانستان کې نه وه کړې، خدایږو که داسې ظلم  وحشی روسانو هم پر مونږ باندې نه وه کړې، خدایږو که  داسی بربریت او وحشت اسرائیلیانو  هم پر فلسطینیانو باندې نه وه کړې، خدایږ که داسې قتل عام صربانو هم په بوسنیا هرزګوینا کې نه وه کړې؛  خو له بده مرغه چې  د  آی ایس آی بچیان یې هره ورځ پر موږ باندې کوي.

دا ظالمان، دا فرعونیان، دا پرنګیان او دا قصابان نه یوازې دا چې پر موږ باندې ظلمونه کوی، خو د اسلام د سپیڅلۍ دین د بدنامولو په موخه خپل هر ناوړه عمل ته اسلامی بڼه ورکوي. که چیرې دوی کوم ماشوم  غرغره کوی بیا وایی چې نوموړی بهرنیانو ته جاسوسی کوله، که چیرې کوم  جومات په بمونو باندې ویجاړوی بیا وایی چې  دا جومات بهرنیانو جوړ کړې وه، که چیرې دوی کوم غریب کارګر حلالوی بیا وایی چې نوموړي بهرنیانو ته کار کاوه، خو  موږ نه پوهیږو چې دوی پر کوم اساس باندې خپل هر عمل ته اسلامی بڼه ورکوئ؟ موږ پدې نه پوهیږو چې دوی څنګه او پر کوم اساس باندې د قرآن کریم سوځول ځانته روا ګڼئ؟ موږ پدې نه پوهیږو چې دوی څنګه  د جومات ویجاړولو ته جواز ورکوئ؟  اسلام خو د انسانیت اوبشریت دین دی، اسلام د مینې او سوکالۍ دین دی، اسلام د سولې او یوالۍ دین دی او دا هغه څه دی چې  په طالبانو کې حتی په مایکروسکوپ باندې هم نه لیدل کیږی. اسلام د طالبانو د ناوړه کړه وړو څخه کرکه لری، نو په کوم  دلیل دوی خپل ځانونه د اسلام پتنګان شمیرئ؟  او په کوم دلیل باندې دوی مظلوم افغانان هره ورځ وژنئ؟
هو! د دوی یو عمل هم د اسلام د سپیڅلۍ دین سره همغږی نه لري ، دوی یوازې او یوازې یوه ناوړه موخه لري او هغه د اسلام د سپیڅلې دین بدنامول دی او بس.
فرستادن/حفظ کردن

2 Responses for “هو ! طالبان غواړي چې اسلام بدنام کړي”

  1. Vote -1 Vote +1مومند says:

    سلام علیکم
    د طالبانو یو عمل هم د اسلامی لارښوونی سره سم ندی دوی چی تل د مسلمانی او د کفارو په مقابل د جهاد ادعا کوی بی ګناه افغانان تر ټولو نه ډیر وژنی او افغانانو ته تر ټولو نه زیاته تاوان رسوی، دوی زمونږ اصلی دښمنان دی، دوی زمونږ او زمونږ د هیواد د پرمختګ، خپلواکی او هوسایی ستر دښمنان دی.

    مومند

  2. Vote -1 Vote +1پیمان says:

    طالبان نه مسلمان اند و نه پشتون. تمام اعمال طالبان ضد اسلام ، ضد پشتون و ضد افغانستان است
    تمام رهبران طالبان تذکره پاکستانی دارند و در پاکستان زندگی میکنند. بعد از حوادث سال 2001 یعنی بعد از حمله امریکا ، رهبران و قومندان های طالبان ریش های شانرا تراش کرده و به چتلستان رفتند ولی بعدا وقتی دیدند که مردم از دولت کرزی نسبت موجودیت جنایتکاران شورای دزدان، جنبش ، وحدت، پرچمی ها و خلقی ها در آن و همچنان شهادت مردم بیگناه بوسیله امریکایی ها ، ناراض اند دوباره سر بلند کردند

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د خوست ولایت د سیلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
    • هند دې د پوځي مرستو بهیر ګړندی کړي
    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح