اسعد آباد:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس ، نن غرمه په کونړ ولایت کې د دولت مخالفینو یو واده په ویر او ماتم باندې بدل کړ. خبر زیاتوی د يو واده يوولس تنه ګډون کوونکې نن ددولت دوسله والو مخالفينو له خوا دتوغول شوي هاوان له امله دکونړ ولايت دوټه پوري په ولسوالۍ کې ټپيان شول.
خبر زیاتوی چې په دغو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شته او هغه وخت ټپيان شول چې ددوي دسپرلۍ په موټر باندې دهاوان ګولۍ ولګيده. . ټپيان ددرملنې په خاطر داسعداباد روغتون ته ليږدول شوي دي.
فرستادن/حفظ کردن