Posts | Comments | E-mail /

اوباما ویلی چې نړۍ به بی له اسامه امنتره وی: لومړۍ برخه

Posted by on May 13th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

منصور احمدزی

امنیت ذاتی غو ښتنه دهر انسان ده او دانسان له ژوند سره نه شلیدونکی اړیکی لری  چه له فرد څخه نیولی بیا تر نړی پوری ټول امنیت ته اړمند دی یا په بل عبارت سره که ووایو چه هر زنده جان په نړی کی که وړوکی دی یا غټ  ظالم دی که مظلوم  دامنیت په لټه کی دی او دژوند لپاره جونګړه لټوی .

داو باما هغی نطریی چه ویلی یی دی چه نړی بی له اسامه به امنتره وی دا منومګر که په خواکی دامریکی جنګی ماشین چه دڅو امریکا یی میلونرانو او یا ځینی متعصبو مذهبی سر مایه دارو کړیو دګټو لپاره دنړی په ګوټ ګوټ کی په وینو تویولوبو خت دی ودروی نړی به نوره هم دامن ځای شی .

په لمړی سر کی به دلته دامریکی  او پاکستانی چار واکو ضد اونقیض څرګندونی را واخلو .

اصف زرداری  دپاکستان جمهور ریس چه په نړی واله کچه یی د(۱۰٪)په نوم شهرت موندلی دی او تیر ژوند یی هم په جنایی جرمونو تردی چه زندانی  شوی هم دی هغه دیوی غربی راډیوله قوله چه ویلی  دی  داسامه دپټن ځای په هکله مونږ هیڅ معلومات نه درلوده او نه مو پدی عملیاتو کی ګډون درلوده  مګر په خواکی یی وزارت خارجه ویلی چه دتیر اپریل تر نیمایی پوری  یی دامریکی او نورو دوستو هیوادو سره  دایبټ اباد او شاوخواسیمو کی دبهرنیانو د تګ اوراتګ په اړه پټ معلومات شریک کړی وه چه دهمدی معلوماتو پر بنسټ د امریکی  سی آی ای د اسامه تر کوره ورسید ل  چه پدی هکله اوباما دپاکستانی چار واکو همکاری ته اشاره وکړه او هم هیلری کلنټن دامریکی خارجه وزیری دپا کستان همکاری پدی برخه کی منلی دی  اوس دلته داثابتیږی چه زرداری مظلوم له هیڅ نه خبر ندی سمبول په شان ناست دی او په شوکو لګیا دی  لکه دکرزی اداره چه هیواد کی هرڅه پیښیږی د وی به دتروریزم سازوهی که دانه وی بیا په څو نورو کلمو هم  پو هیږی لکه دیموکراسی  دښځو حقوق  ازادی بیان تر نامه لا ندی ملت ته فریب ورکوی اوخپله او  د پری را ټولی مافیا سره په ګډه هر څه یی په هیواد کی لوټ کړه او دبانکونو  چور هم پای ته ورسیده  .

او با ما  په خپله وینا کی دا هم ویلی دی چه امریکه څه وغواړی هغه کولای شی    جان برنن په سپینه ماڼی کی دتروریزم  ضدمبارزی مشرویلی چه د پاکستانی کړیو حمایه داسامه سره  وه چه هغه په ایبټ اباد کی    ژوند اختیار کړی وه  او دسی آی ای مشر ویلی چه موږ ځکه پآکستان ته ددی عملیا تو په هکله څه نه وه ویلی چه  پر پاکستان بد ګومانه وه .

دلته چه له سیمی څخه تصویری رسنیو او یاهم نورو کسانو څر ګندونی کړیدی  په لمړی سرکی ویلی دی چه دا نا ممکنه دی چه اسامه پدی ځای کی وه دو هم ویلی چه دا ټوله یوه شو شا دی دریم دسیمی او سیدونکو ویلی دی چه له عملیاتو څخه یو سا عت مخکی دپاکستان فوځی کسان کورو ته ور غلی او ورته  ویلی دی چه له کورو څخه را بهر نشۍ  او څراغونه مو هم ونه لګوی .

له یوه لوری داسی معلومیږی چه دا فلمی ډرامی دی اودواړه هیوادونه غواړی چه دخپلو ملتونوا ونړی والو څخه حقا یق پټ وساتی  دبل لوری امریکه نړی ته په ډاګه کوی چه موږ هر څه وغواړو په خپل سر      دنړی په هر ګوټ کی تر سره کولای شو تردی چه پا کستان یو اتومی طاقت دی موږ یی په خپل سر قلمرو ته داخلیږو  پاکستان خپل دخالت ځکه پټوی چه دالقا عده  اوطالبانود راتلونکوحملو ځخه ځان وژغوری .

هغه عکسونه چه دګران افغانستان لخوا خپاره شویدی چه دوه تنه دوینو په حمام کی  لمبیږی دپاکستان اد عا ګانی ردوی  چه وایی موږ په عملیاتو کی  برخه ندی  اخیستی عکسونه یی  څرنګه اخستل او بیا یی په  رویتر پلورل .

دبریتا نیا صدراعظم اود فرانسی   خارجه وزیر د پاکستان څخه داسا مه مو دجودیت په هکله   دمعلو ماتو غوښتنه کړی مګر بیا دچین هیواد دامریکی داعمل ښکاره دبل هیواد په حریم تیری ګڼی  لدی څخه  څرګندیږی چه پاکستان دچین رښتینی هم پیما نه دی او دبل لوری دامریکی دا یکه تازی نوره نشی زغملای .

د لته یوه بله مسله هم روښانه کیږی چه هغه داسامه دنیولو یا وژلو لپاره لس کاله دامریکی سل زره عسکر دنا تو او نو رو هیوادو پنځوس زره عسکر  په میلیاردونو ډالرو لګول دپر مختللی تکنا لو ژی له لرلو سره څه لاسته راوړنی لری او  که مطلب یی د تروریزم څخه وی ملا تړدۍ   مثال داسرایلو ترورستانو دامریکی  جرمنی  فرانسی   انګلستان  استرالیا  او ځینی نورو هیوادو له پاسپورتونو څخه په ګټه اخستلوسره  عربی هیوادو کی وژنی کوی او بل مثال یی د ډاکتر (اوریلانډ ) چه په یوه کیوبایی ملکی الوتکه کی یی بمب ګذار ی کړی وه چه (۷۳ )تنه ملکی بی ګناه وګړی پکی ووژل شول نن ورځ یی نوموړی په خپله غیږ کی ساتلی دی چه دکیوبا حکومت د هغه دتسلیمیدو غو ښتنه کوی مګرامریکه وایی هغه  د فیدل کاسترو مخالف دی او د(۷۳) انسانانو ژوند ی دخپلونا مشروع ګټو قربانی کړ .

دامریکی خارجه وزیری اغلی کلنټن ویلی دی چه دتروریزم په ضد جګړه به دوام لری مطلب یی دافغانستان اشغال  او داسلامی نړی په ضد جګړه به روانه وی .

داو باما له واک ته رسیدو دمخه امریکی افغانستان کی (۳۴۰۰۰) زره عسکر درلودل مګر نن یی دعسکرو شمیره له سل زروڅخه  اوښتی دی داچه دقرار دادیانو  امنیتی کمپنیو اونورو ادارو شمیره یی څوته رسیدلی دی نامعلومه او کرزی یی دامنیتی کمپنیو په تړلو کی پاته راغی چه په خواکی  دنا تو غړو او نورو هیوادو دعسکرو شمیره هم له (۵۰) زرو څخه اوړی په افغانستان کی غوبل جوړ هرڅه یی چه زړه غواړی که وژنی دی او که زندانونه  دژنیو دکنوا نسیون د(۳۳) مادی څخه په ښکاره تیری یعنی ویل شویدی چه  ډله ایزی وژنی دانسانیت  په وړاندی جرم دی چه افغا نستان کی دا ماده هره ورځ تر پښو لاندی کیږی  ماشومان په ډله ایزه توګه شهیدانیږی کلی او بانډی دخاورو سره برابر یږی لکه دفراه  قندهار کنړ  پکتیا  کی یی سلامت کلی  دانسانانو سره دخاورولا ندی  کړل .

اوبا ما داسامه دمړینی څخه وروسته په خپلو څرګندونو کی وویل چه زموږ جګړه داسلام پر ضد ندی مګر موږ یو متل لرو چه وایی (شرعه حاضر ګوری ) جورج بوش دامریکی تیر ولسمشر په(۲۰۰۱)کال سپتامبر

کی وویل چه له نن څخه د امریکا ملت جګړه دمسلما نانو په ضد پیل کړه یو ځل نه بلکه تکرار یی وویل چه پدی کی کوم شک نشته .

په(۲۰۰۶) کال په یوه نظرپو ښتنه کی چه مصر اندونیزیا  مراکش او پاکستان چه دریمه برخه نفوس داسلامی نړی جوړوی  کی تر سره شوی وه خلک په غوڅ اکثریت پدی نظر وه چه امریکی داسلامی نړی دتباهی لپاره ملا تړلی دی او د حملو پلوی پر امریکایی اهدا فوباندی  کوله .

نوربیا

اخځا یونه : مختلف

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • “استاده ستا حافظه خرابه شوې که نظریه؟”
    • دکورنيو چارو وزير ديولوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دخوست ولايت څخه ليدنه وکړه
    • افغانستان پاکستان را شکست داد
    • دکورنيو چارو وزير:په خوست کې ښې رهبرۍ او ولسي همکاري امنيتي حالت ډاډمن کړى دى
    • -جبهه جدید تحت نام”اعتماد ملی افغانستان” اعلام موجودیت کرد
    • احتمال آزاد شدن حسنی مبارک ظرف ۴۸ ساعت آینده
    • نواز شریف خواستار آغاز مذاکرات رسمی با شورشیان طالبان شد
    • باشندگان چهار ولسوالی ننگرهار مجبور به ترک خانه های خود شده اند
    • عصر درخشان امانی، درسی برای نسل امروز افغانستان
    • بار دیگر کشتی ۱۰۵ نفری مهاجرین غیر قانونی در آب های استرالیا غرق شد