Posts | Comments | E-mail /

د ستراتيژيکو اړيکو په سند کې د افغانستان خپلواکي مهم شرط ګڼل شوى

Posted by on May 5th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل (پژواک): له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو لپاره مهم  شرطونه دادي چې افغانستان به په ټولو برخو کې خپلواک وي او امريکا به له افغان ځواکونو سره د روزنې او تجهيز په برخه کې په هیواد کې د امنيتي ستونزو تر له منځه تلو مرستې کوي.

دغه څرګندونې د ملي امنيت د  شورا سلاکار رنګين دادفر سپنتا، د ولسي جرګې په نننۍ هغې غونډه کې وکړې، چې ده او د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د يادو ستراتيژيکو اړيکو په اړه په کې معلومات ورکول.

څه موده مخکې د امريکا متحده ايالتونو، له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو سند افغان حکومت ته وړاندې کړ.

افغان ولسمشر کرزي ويلي، چې په افغانستان کې د امنيت ټينګښت د دې اړيکو لپاره د افغانستان تر ټولو مهم شرط دى او دغه اړيکې به د ګاونډيو هېوادونو لپاره زيان ونه لري.

دغه راز ده ويلي، چې په دې اړه بايد د افغانستان خلک تصميم ونيسي او ژر به په عنعنوي لويه جرګه کې پرې بحث وشي.

سپنتا د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې وويل، چې پر ياد شوي سند له يوې مياشتې راهيسې کار روان دى او افغانستان به ياد شوى سند سبا د امريکا متحده ايالاتو ته وسپاري.

د ده د معلوماتو له مخې، د افغانستان د اقتصادي برخې پياوړي کول، د نړيوالو مرستو ٨٠ سلنه د افغان حکومت له لارې لګول او افغانستان ته د سيمه ييزو همکاريو لارې چارې برابرول هم، له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو لپاره د افغانستان له شرطونو څخه دي.

دغه راز دى وايي، چې امريکا بايد له افغانستان سره په بېلابېلو ټولنيزو برخو کې مرستې وکړي او د دواړو هیوادونو پارلمانونو او خلکو ترمنځ هم بايد اړيکې موجودې وي.

سپنتا زياته کړه، چې د افغانستان له خوا امريکا ته د ستراتيژيکو اړيکو په وړاندې کېدونکي کې سند کې دا هم راغلي، چې افغانستان بايد په ټولو سياسي، اجتماعي، دفاعي، اقتصادي او د زندانونو په برخه کې خپلواک وي.

د ده په وينا، په دې سند کې ټينګار شوى، چې د شکمنو افغانانو نيونه او د کورونو د تلاشۍ چارې بايد د افغان ځواکونو له لوري ترسره شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، امريکا ويلي، چې په روان کال کې به ١١ ميليارده او په راتلونکو دوو کلونو کې به ١٣، ١٣ميليارده ډالره د افغان ځواکونو د روزنې او تجهيز په برخه کې ولګوي.

سپنتا وايي، چې افغانستان غواړي له “ترهګرۍ”سره د مبارزې، د قانون د حاکميت او د اقتصادي برخې د پياوړتيا لپاره قوي متحدين ولري.

دى زياتوي: ((په ضعيف سياست سره دې هيلو ته نه شو رسیدلى.))

همداراز سپنتا وويل، چې په افغانستان کې د امريکا د ايمي پوځي اډو په اړه تراوسه امريکايي چارواکو په ليکلې بڼه، افغان چارواکو ته څه نه دي ويلي؛ خو په شفاهي ډول يې په ځينو ګډو غونډو کې يادونه شوې ده.

هغه وايي، چې په دې برخه کې هم افغان حکومت ځينې شرطونه لري.

د سپنتا په وينا، د امريکا دايمي پوځي اډو شتون بايد ملي شورا تصويب کړي او له يادو اډو څخه بايد د افغانستان له خاورې د هیڅ هیواد پر ضد ګټه وانه خيستل شي.

هغه وايي، چې په افغانستان کې د امريکا دايمي پوځي اډو د جوړېدو په برخه کې د چين، هند، پاکستان او روسيې په ګډون ځينو نورو هیواونو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د شکونو د لرې کولو په موخه به افغانستان په نږدې راتلونکي کې له ګاونډيو هیوادونو سره يوه غونډه جوړه کړي.

همداراز د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د ولسي جرګې په ناسته کې وويل، چې له امريکا سره د افغانستان له ستراتيژيکو همکاريو څخه موخه دا ده، چې په هېواد کې سوله راشي، نه دا چې هیواد نور هم ناارامه شي.

هغه هم وايي، چې له ياد ستراتيژيک تړون څخه موخه د افغانستان د اقتصادي، سياسي او امنيتي برخې پياوړتيا ده.

ده زياته کړه: ((موږ هڅه کوو، چې په دې برخه کې ګاونډيو هیوادونو ته هم قناعت ورکړو.))

د ملي امنيت د شورا سلاکار، له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو په اړه د جوړېدونکې عنعنوي لويې جرګې د جوړېدو په تړاو وويل، چې د دې جرګې په اړه ناسم پوهاوى شوى دى.

د ده د څرګندونو له مخې، دغه جرګه هغه جرګه نه ده، چې په اساسي قانون کې يې څرنګوالى ټاکل شوى دى.

دى وايي، چې عنعنوي جرګه به افغان حکومت ته مشوره ورکوي.

سپنتا زياتوي: ((د تاريخ په اوږدو کې دغه شان جرګې جوړې شوي او بيا به هم جوړېږي.))

تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړيو ويلي وو، چې لويه جرګه بايد د اساسي قانون مطابق جوړه شي او عنعنوي جرګه قانوني بڼه نه لري.

د اساسي قانون په يوسلو لسمه ماده کې راغلي، چې لويه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دى او د ملي شورى له غړيو او د ولايتونو او ولسواليو د جرګو له رييسانو جوړېږي.

د همدې مادې له مخې، وزيران، د سترې محكمې رييس او غړي كولاى شي د لويې جرګې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، ګډون وكړي.

د امنيت شورا سلاکار او د بهرنيو چارو وزير د ولسي جرګې د يو شمېر غړيو له نيوکو او پوښتنو سره هم مخ شول.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا استازي محمد اقبال صافي وويل، چې که  ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې ونه مني، بيا به څه کیږي؟

همداراز په دغې جرګه کې د بغلان استازي عبيدالله رامين وويل، څه تضمين موجود دى، چې د يادو اړيکو په تړاو د افغانستان شرطونه به يواځې د کاغذ پرمخ نه پاتې کیږي؟

په ولسي جرګه کې د هرات استازي محمدرفيق شهير بيا وايي، چې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو په برخه کې بايد د ګاونډيو هېوادونو هیڅ پروا ونه ساتل شي.

هغه زياتوي: ((همدوى موږ مجبور کړو، ترڅو د نړۍ له ابر قدرت نه غوښتنه وکړو، چې د اوږدې مودې لپاره دلته پاتې شي، ځکه هره ورځ ځانمرګي او نور ترهګر رالیږي.))

تر ډېرو اوږدو بحثونو او پوښتنو وروسته د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې له پارلماني عرف سره سم به ياد شوي چارواکي د ولسي جرګې د غړيو ځوابونه په ليکلي بڼه جرګې ته وړاندې کړي.

د ملي امنيت د شورا سلاکار په نننۍ غونډه کې وويل، چې د روان زېږديز کال د ديسمبر د  مياشتې په څلورمه به د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس جوړ شي.

هغه وايي، چې د دې کنفرانس مشري به افغانان کوي او اجنډا به يې هم د افغانانو له خوا جوړېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه کنفرانس کې به په افغانستان کې د سولې په راوستو او سيمه ييزو همکاريو خبرې وشي.

هغه وايي، چې په دغه کنفرانس کې به افغان لورى له نړيوالې ټولنې وغواړي، چې له ٢٠١٤ کال وروسته د لسو کلونو لپاره له افغانستان سره څه ډول او په کومو برخو کې  مرستې وکړي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نشست مونیخ با صدور یک اعلامیه پایان یافت
    • مدرسهٔ گنج پیشاور تحت تحریم های اقتصادی امریکا قرار گرفت
    • اختطاف دو خارجی در ولایت بامیان
    • طالبان این بار موتر امبولانس اجساد سربربازان اردو را هدف قرار دادند
    • صدر اعظم ترکیه کشورهای اسلامی و خلیجی را به “برادران حضرت یوسف” تشبیه کرد
    • سرمنشی ملل متحد طی یک تماس تیلفونی با حامد کرزی در مورد سفر اخیرش به پاکستان معلومات داد
    • زه د افغانستان په بیلابیلو برخوکې د الهام بښونکو پرمختګونو شاهد یم: بارک اوباما
    • دفوټبال داتلانو دملي بريا په وياړ دخوست والي د مبارکۍ پيغام
    • د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې د لويې او تاريخي بريا په وياړ د پکتيکا والي محب الله صميم د مبارکۍ پيغام!
    • د تسلیت پیغام