Posts | Comments | E-mail /

بالاخره د اسامه بن لادن مرګ په نړیواله سطح تائيد شو

Posted by on May 2nd, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

اسامه بن لادن په ۱۹۵۷ میلادی کال کې د محمد بن لادن په کور کې پیدا شو چې په ۵۲ خویندو وروڼو کې په اوولسم کتار کې وو.  میلیارډر محمد بن لادن  ساختمانۍ ټیکیدار وو چې په سعودي عرب کې ۸۰ فیصده سړکونه دهغه کمپنۍ جوړکړي دي، په ۱۹۶۸ کې محمد بن لادن د هیلي کاپټر په یوه حادثه کې مړشو او اسامه دپلار دمرګ نه پس دهغه کاروبار په خپلو لاسو کې واخیستوچې ویل کیږي هغه وخت یې پاڼګه میلیارډونو  ډالرو ته رسیدلې وو،دجدې په شاه عبدالعزیز پوهنتون  کې د ساختمانۍ انجینری د زدکړو پرمهال داسامه رابطه له سخت دریخه اسلامي نظر لرونکي محصلینو اواستاذانو سره وشوه او دغلته په بحثونو او مطالعه کې نوموړي دا نظر خپل کړو چې د مسلمانانو د زوال وجه صرف غربي نړۍ ده،په ۱۹۷۹ کی په افغانستان دشوروی یرغل داسامه ژوند دتل لباره بدل کړ.

استخباراتی  رپورټونه وايي امریکايي استخباراتي ادارې سي آيي اې د اسامه په شمول د شوروي اتحاد پرضد مجاهدینوته تربیت او وسلو ورکولو کې مهم  رول لوبولې دې خو ددغه جنګ وروسته په نظریاتو کې لوی بدلون  راغلی ،د ۱۹۹۱ دخلیج جنګ د اسامه نفرت د روس پرځای د امریکا لور ته ورګرځو. ددې جنګ په سلسله کې د درې لکه نه زیات امریکايي ځواکونه چې پکې ښځې هم شاملې وې سعودي عرب کې میشت شو د اسامه په نظر دا دسعودي عرب د خاورې سپکاوی وو،او هغه یې د بدل اخیستو سوګند وکړ. او په دې لړ کې یې په منځنی ختیځ کی دخپلو نطریو شمیر نور ملګری دامریکا برخلاف را غو نډ کړل.

په ۱۹۹۴ کال کې د امریکا دفشار په ترڅ کې د سعودي عرب حکومت د اسامه  تابعیت لغوه  کړ  نو ځکه په کال۱۹۹۶ کال کې نوموړی افغانستان ته ولاړ چې د جنګونو او ناآرامۍ له امله یو نا قانونه خاوره ګرځیدلې وه او څو میاشتې وروسته سخت دریځه وسله والو طالبانو  ددې هیواد پلازمینه کابل  ونیو،که څه هم پخپله یې ګرځیدل محدود شو خو په نړۍ کې له پراخه کاروبارونو نه ورته ډیر لويه ګټه راتله چې دالقاعده ډلې په تنظیم اوتربیت یې لګول شروع کړل او دنورو وسله والو ډلو سره یې هم اتحادونه وکړل،د۱۹۹۸ کال په فبرورۍ کې اسامه یوه فتوي  صادره کړه چې پکې یې ویلي وو د امریکیانو او دهغوي د ملګرو وژل په مسلمانانو باندې فرض دي،ددې فتوې نه شپږ میاشتې وروسته په کینیا او تانزانیه کې په امریکايي سفارتخانو بریدونه وشو چې پکې ۲۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰۰ ژوبل شوي وو چې پړه یې په اسامه او دهغه په ملګرو اچول کیده. او په همدې وجې د امریکا استخباراتي ادارې ایف بي آيي  نوموړی په مطلوب خلکو کې شامل کړ او پر سر یې پنځه میلیونه ډالره انعام  وټاکه،په دغه موده کې امریکا دخپلې بحري بیړۍ څخه پر اسامه باندې افغانستان کې میزایلي بریدونه وکړل خو هغه ددغه ځای نه په وتلو کې بریالې شو،دا ډول په توره بوړه کې هم د طالبانو د حکومت ړنګیدو وروسته امریکايي ځواکونو  هغه محاصره کړ خو د دغه ځای نه هم په وتلو کې  بریالۍ شو

امریکا په وار وار ویلي وو چې اسامه په پاکستان کې موجود دې خو پاکستاني چارواکو ددې تردید کړې وو. خو تیره شپه دامریکا  ولسمشر بارک اوبامه اعلان وکړ چې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آبادښار کې په خصوصي عملیاتو کې د خپلو څو تنو ملګروترڅنګه وژل شوی دی.

القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته نږدې د سي اى اې شبکې په يوه بريد کې وژل شوى دى. د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپل ولس ته په وينا کې، چې د امريکايي رسنيو له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شوه، اعلان وکړ، چې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن، چې د زرګونو کسانو په مرګ ژوبله کې ښکيل و، وژل شوى دى. هغه د ٢٠١١ کال د سپټمبر د ١١مې نیټې د قربانيانو په اړه خبرې وکړې او د عملياتو له طراحانو او په عملياتو کې له برخه اخستونکو يې مننه وکړه. اوباما وويل، چې دى به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره خبرې وکړي، چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې له امريکا سره همکاري ډېره کړي. اوباما زياته کړه، چې ترهګرۍ ضد جګړه به روانه وي. اوباما دا هم وويل، چې په دغه بريد کې د اسامه بن لادن ساتونکي ژوندي نيول شوي دي،د امريکا رسنيو اعلان وکړ، چې په دغه بريد کې ٢٠ نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. امريکايي سرچينو دا هم ويلي، چې د اسامه بن لادن مړى له دوى سره دى. په وژل شويو کسانو کې د اسامه بن لادن د زوى او يوې میرمنې يادونه هم کيږي

تیره ورځ د پاکستان ايبټ اباد ښار ته نږدې په کاکول سيمه کې د پاکستان د پوځ يوه چورلکه پر يوه کور را پرېوته، چې وروسته په سيمه کې چاودنې او ډزې هم وشوې. د سيمې خلک وايي، تر پیښې وروسته ټوله سيمه پوځيانو ونيوله او شمیر يې دومره و، چې دوى تر دې مخکې نه وو ليدلي. ددوى په وينا، پوځيانو په سيمه کې ملکي کسان نه پرېښودل او ټوله سيمه يې محاصره کړې وه. کارپوهان وايي، ډېر امکان دى، چې اسامه بن لادن په همدې کاکول سيمه کې وژل شوى وي،د القاعدې مشر اسامه بن لادن د امريکا لپاره تر ټولو مطلوب کس و او له ډېر مودې راهيسې په پاکستان کې پټ و

د القاعده شبكې مشر اسامه بن لادن په ۲۰۰۱ كال د ننګرهار له تورې بوړې غړنۍ سيمې نه په داسې حال كې وتښتید، چې دا سيمه امريكايي او برېټانيايي پوځيانو كلابند كړې وه. هغه د وزيرستان يوه قومي مشر تر پولې واړاوه. د برېټانيا ګارډين ورځپاڼه د ګوانتانامو له زندانيانو نه د ترلاسه شويو اطلاعاتو پر بنسټ وايي، چې اسامه بن لادن د وزيرستان د يوه جنګيالي مشر مولوي نورمحمد په مرستې له تورې بوړې ووت. ورځپاڼه وايي، د مولوي نورمحمد په اړه دقيق معلومات نشته، چې څوك دى، خو ويل کيږي مولوي هغه په وزيرستان كې ستر ديني عالم و، چې د پاكستان او د سيمې د خلكو له خورا پراخ ملاتړ برخمن و. هغه تیر كال په خپله مدسه كې يوه ځانمرګي بريد كوونكي وواژه. د مولوي نورمحمد په روغتون كې تر څو كله وړاندې پورې عرب، چيچنيايي او نور د القاعدې جنګيالي وو، چې هم يې درملنه كیده او هم میلمه پالنه. خو ګارډين وايي، مولوي نورمحمد ښايي هغه كس وي، چې په ۲۰۱۰ كال په ميرانشاه كې وسله والو وواژه

د سرچينې په وينا، مولوي نورمحمد د القاعدې له يوه سيمه ييز قوماندان ابو تراب سره تر كتنې وروسته ۴۰ او۵۰ جنګيالي چمتو كړل، چې اسامه بن لادن او د هغه مرستيال ايمن الظواهري يې خوندي ځايونو ته ولیږدول. ګارډين وايي، اسامه د افغانستان له شمالي ولايتونو جلال اباد ته لاړ او د اول ګل په كور كې تر شپې وروسته له ايمن الظواهري سره يوځاى په اس كونړ ته وخوځېد او هلته ۱۰ مياشتې پاتې شو. ايتلافي ځواكونه د كابل تر نېول كېدو ۱۰ ورځې وروسته تورې بوړې ته ورسیدل، خو اسامه يې په ليكو كې غايب شو. بن لادن د تګ پرمهال له خپل ملګري عبدالهادي عراقي نه اووه زره ډالر په پور اخستي و، چې يو كال وروسته يې بیرته ور كړل،

ګاردين د دغو اسنادو پر بنسټ وايي، چې اسامه بن لادن په كابل، كندهار، خوست او جلال اباد كې اوسیدی

د امريكا د بريد پرمهال هغه په كابل كې د يوې ناستې مشري كوله، چې څه ډول مقابله وكړي. هغه په جلال اباد كې د سيمه ييزو جنګياليو د ملاتړ په خاطر ۱۰۰ زره ډالر ولګول او، چې وزيرستان ته لاړ هلته يې هم په سلګونو زره ډالره سيمه ييزو قوماندانانو او قومي مشرانو ته وركړل

د اسامه د تیښتې پرمهال د هغه كورنۍ په كندهار كې وه، چې هغه هم وروسته له سيمې غايبه شوه. ويل كيږي د هغه درې میرمنې د هغه د شخصي موټرچلوونكي سالم احمد سالم په مرسته پاكستان ته يووړل شوې، خو دى په بېرته ګرځېدو كې د امريكايي ځواكونو منګولو ته ورغى. اسناد وايي، الظواهري او د القاعدې نور مشران تر يوه وخته د پاكستان په ښارونو كې پټیدل، خو په راولپنډي كې د خالد شيخ محمد تر نيول كیدو وروسته هغه د جنوبي وزيرستان شكي سيمې ته لاړ. په دې سيمه كې د القاعدې مشر او ګڼ نور كسان پټ شوي وو

د نړۍ د بیلابیلو هیوادنو او سازمانونو رهبرانو د اسامه د بن لادن د وژل کېدو د خبر هرکلۍ کړی دی، خو خبر  داری ورکړی چی له تروریزم سره جګړه به بیا هم دوام ولری د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ویلي، چې د بن لادن وژل کیدل د ناټو او هغو ټولو هیوادونو لپاره یو ستره لاس ته راوړنه ده چې له تروریزم سره په جګړه کې یې برخه درلوده،ښاغلي راسموسن وویل، چې له تروریزم سره مبارزه به دوام وکړي او ناټو تړون به په افغانستان کې خپل ماموریت جاري وساتي ترڅو دا هېواد یو وار بیا د افرطیت په ځاله بدل نه شي

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون نن په دې اړه په خپله وینا کې وویل، چې له دې سره هغه خطر ختم بریښې چې د تروریزم او افراطیت له پلوه راته متوجه وو، کامیرون وویل دا یو ډیر ستر ګام دی چې واخیستل شو،

زه د امریکا ځواکونو ته چې داسې د زړه ورتیا کار یې وکړ مبارکي ورکوم، زه له جمهور ریس اوباما څخه د دې لپاره مننه کوم او زه فکر کوم دا هغه ګړۍ ده چې موږ له هغو خلکو مننه وکړو چې شپه او ورځ یې کار کاوه تر څو موږ د تروریزم له خطر څخه خوندي کړي

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویلي، چې د اسامه وژل کیدو له تروریزم سره په جنګ کې د پاکستاني لوري د تعهد څرګند ونه کوی خو په عین حال کې د هند حکومت د دې خبر د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د پاکستان دننه په (زړه ) کې د اسامه وژل کېدل دا څرګندوي چې پاکستان د تروریستانو لپاره خوندي ځای دی

په روسیه کې چارواکو ویلي، چې دا هیواد د نړېوال تروریزم د لومړي قرباني په حیث د اسامه بن لادن د وژل کېدو هرکلۍ کوي،

کیدو هر کلی کوی د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د حکومت ، پوځ او امریکا په ضد به حملې وکړې،په فلسطین کې د حماس د وسله والې ډلې قوماندانانو هغه د سپيڅلي عرب جنګیالي خطاب کړی او دا پيښه یې غندلې ده

ولسمشر کرزي اسامه بن لادن نه یوازې په افغانستان کې د زرګونو کسانو قاتل وباله، بلکې په وینا يي د القاعده ډلې دغه مشرد نړۍ په نورو اسلامي هېوادونو کې يي هم ډېر مسلمانان وژلي دي،ښاغلي کرزي له وسلوالو طالبانو او هغو کسانو، چې د اسامه بن لادن لار تعقیبوي، وغوښتل ، چې د بن لادن د وژل کیدو له پیښې پند واخلي او له تروریستي اعمالو لاس پرسر شي، نوموړي همدا راز وویل،

ایا له اوسامه سره ښکارېدل، چې د اېبټ اباد په عسکري قشلو کې پټ شي او هلته بیا ووژل شي، که په عزت په خپل کور او یا هم په بل اسلامي هیواد کې وي او هلته يي د اسلام لپاره خدمت کړی وی،نو پر طالبانو غږ کوم، چې د اېبټ اباد له پرونې پیښې دې عبرت واخلي او د خپل هېواد له ورانې دې لاس واخلي، هیله مند یم، چې که تر اوسه يي عبرت نه دی اخیستی، نو اوس دې پوه شي، چې د خپل ملت پر وړاندې دې نه جنګیږي او د مسلمان له ۱۲ کلن ماشوم څخه دې ځانمرګی نه جوړوي،

یوشمیر افغان کارپوهان هم په دې باور دي، چې د اوسامه وژنې هغه ادعاوې لا پخې کړې چې وايي، د ترهګرو مرکزونه په باکستان کی دې پاکستان په وار- وار په دې تورن شوی، چې د القاعدې ډلې په ګډون له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

ډلو ملا تړ کړې ،دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستان ویلي، چې د تروریزم پر وړاندې به په جدي او صادقانه توګه مبارزه وکړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې میرمن هليري کلنټن د دوشنبې په مازيګر په يوه کنفرانس کې وويل، چې امريکا به په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو پر خلاف خپلې جګړې ته ادامه ورکړي. نوموړې وويل چې د اسامه تر وژنې وروسته به يې جګړه د وسلوالو خلاف  وی ،هغی زیاته ګړه  چی موږ به د افغان حکومت د غښتلتيا په برخه کې کار کوو او د عامو افغانانو ملاتړ به کوو.

د قبايلي طالبانو وياند احسان الله احسان رسنيو ته ويلي چي د بن لادن په مړينه به دوى نور هم پياوړي سي او خپلو ارمانونو ته د رسېدو دپاره به هڅي ګړندۍ کړي،

نوموړي ويلي چي د هغه غچ به ضرور له پاکستان څخه واخلي او په دې هيواد کي به خپلو حملو ته نور هم زور ورکړی دپاره به هڅی

احسان الله احسان قبايلي خبريال دلاورخان وزير ته په تليفون کي ويلي چي دوى به پر پاکستاني چارواکو، پوځ او پوليسو او قبايلي مشرانو باندي حملو ته زور ورکړي او ډېر ژر به د غربيانو دغه خوشحالي په غم واړوي

د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې د بن ﻻدن مړی لومړی افغانستان ته راوړل شوی او وروسته بيا  په سمندرکې ښخ شوی دی

شنونکي وايي، چې د سياسي موخو له امله د بن ﻻدن مړی سمندر ته وړل شوی

امریکايي چارواکي وايي دبن لادن جسد په بحر کې ښخ شوی دی. د امريکا حکومت وايي، چې د عدلي طب تر څېړنو وروسته دا مالومه شوه، چې وژل شوی کس اسامه بن ﻻدن دی. ځينې شنونکي په دې اند دي، چې امريکا ويره درلوده، چې د نوموړي زيارت ته به خلک ډېر ورځي او په يوه عبادتځي به بدل شي. ځينې بيا دا خبره هم کوي، چې هیڅ هېواد به د نوموړي د مړي د منلو لپاره حاضر نشي.پای

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • پروژه استخراج نفت دریای آمو متوقف شد
    • احتمالا خانم دایانا توسط نیروهای خاص انگلستان به قتل رسیده است: روزنامهٔ میر ور
    • تلاش طالبان برای گشایش دفاتر این گروه در ترکیه و عربستان
    • لوی څارنوال افغانستان از وظیفه اش برکنار شد
    • ترور یک تن از مشران قومی ولایت غزنی توسط گروه طالبان
    • د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدیر ووژل شو
    • القاعده قصد بم گذاری در شبکه ها ریل و تونل های اروپا را دارد: ررونامهٔ بیلد
    • غوث زلمی کیست؟
    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام