کابل:- د جمهوری ریاست د خبر پاڼې پر اساس، جمهوررییس حامدکرزي، نن مازیګر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ښاغلي مارک ګروسمن او ملګري پلاوي سره یې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل. خبر پاڼه زیاتوی چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې د حالاتو، د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ د اړيکو او د افغانستان امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو، د سولې د بهير او له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنیتي مسوولیتونو د سپارلو دبهیر په اړوند خبرې وکړې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د سیمې یو شمیر هیوادونو ته د خپلو سفرونو په باب د هیواد جمهورريیس ته معلومات ورکړل. دغه راز حامدکرزي افغانستان ته د یوسف رضا ګیلاني په مشرۍ د پاکستاني دهيئت د سفر او له افغان لوري سره د هغوی د خبرو اترو په باب معلومات ورکړل. دواړو لورو په دې کتنه کې د سولې په ټینګښت کې د پاکستان رول مهم وباله او د دغه هیواد د همکارۍ په پراختیا باندې یې ټینګار وکړ. د افغانستان لپاره د امریکا استازي یوځل بیا په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان او په دې اړوند یې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ځرګند کړ.
حامدکرزي په دې کتنه کې په دې باندې ټینګار وکړ چې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته په ښه توګه دامنیتي مسوولیتونو د سپارلو د بهیر ترسره کیدل او د امریکا له لوري د سولې له بهیر څخه ملاتړ د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګښت لپاره مهم ګامونه دي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي. په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او دجمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر ریيس عبدالکریم خرم هم ګډون کړی و.