Posts | Comments | E-mail /

په کندهار کې ټولو امنيتي ارګانونو ته د لومړۍ درجې چمتووالي امر وسو

Posted by on Apr 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار:- د کندهار ولایت مقام د خبر پاڼې پر اساس، په دی ولایت کې ټولو امنيتي ارګانونو ته د لومړۍ درجې چمتووالي امر وسو. خبر پاڼه زیاتوی  هغه بیړنۍ امنيتي غونډه چي نن ماځيګر د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار والي او نظامي شورا د رئیس په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي د پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندانۍ مرستيال، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال قومندان، د عامه نظم د پوليسو مرستيال او د ملي امنيت رياست مرستيال پکښي برخه اخستې وه پکښې ټولو امنيتي ارګانو ته د لومړۍ درجه احضاراتو امر وسو.

والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ټولو امنيتي ارګانونو قومندانانو ته امر وکړ چې بايد دکندهار ښار د ننه او په ټولو ولسواليو کې د ټول ګټو تاسيساتو او همداراز د ټولو اوسیدونکو د امنيت د ښه تامين په موخه دوامداره ګزمې او پلټني وکړي او دښمن په هر قيمت چي وي وځپي.

هغه وويل چي زموږ امنيتي ارګانونو همېشه د برياليتوب وروسته له زياتي بيړي کار اخستى او همدا لامل دي چي امنيتي ارګانونو ته ډېر وختونه له پيښو څخه وروسته زيات تلفات اوړي، نو له دې خاطره ډېره مهمه ده چي ددې ډول پيښو سل فيصده مخنيوى وسي او له حوصلي څخه کار واخستل سي.

والي زياته کړه چي ددغه حالت د اعلان د نظارت او تطبيق په خاطر به له نن څخه وروسته دى خپله په ښار او ولسواليو کي د ټولو سيمو نظارت خپله کوي او وخت پر وخت ددې حالت د ښه څار په موخه شپه او ورځ د مختلفو سيمو ليدنه کوي.

د نظامي شورا رئیس د ټولو امنيتي ارګانونو قومندانانو ته هم امر وکړ چي خپله دخپل اړوند پرسونل نظارت وکړي او ځان مطمئن کړي چي هر څه په سم ډول مخته روان دي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه