Posts | Comments | E-mail /

په کورنيو چارو او د ملي دفاع په وزارتونو کې د ملی امنیت د دفترونو پرانیستل

Posted by on Apr 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د ملي امنيت  ویاند  د وسله والو طالبانو وروستي بريدونه دهغوى دکمزورتيا نښه نښانه وبلله او دهغوى د احتمالي بريدونو د مخنيوي په خاطر دکورنيو چارو اودملي دفاع په وزارتونوکې ددغه رياست ددفترونو دجوړولو خبر ورکړ . دملي امنيت دلوى رياست ويندوى لطف الله مشعل نن په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل ددولت څلور مهمې او اساسي پروژې ددې سبب شوي چې طالبان او هغوي بهرني پلويان ددغو پروژو دتطبيق دمخنيوي په باب او ددولت دکمزورتيا دښودلو په خاطر په دغه شان بريدونو لاس پورې کړي .

ده دامنيتي ځواکونو بريالي عمليات اودهيواد په جنوبي او ختيځو ولايتونو په تيره بيا په هلمند اوکندهار کې دطالبانو ماتې ، افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير ، دسولې دبهير اغيزمنتوب او له دغه بهير سره دسل ګونو طالبانو پيوستون او دافغانستان او امريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ ستراتيژيک تړون دطالبانو دتحرکاتو مهم عوامل وبلل . مشعل زياته کړه ددغه هيواد ارګانونو دهغوى دبريدونو دشنډولو لپاره منظم پلانونه ترلاس لاندې لري او هيله لري چې دحالاتو دګدوډلو لپاره دهغوى دهرډول هلوځلو مخه ونيوله شي .

دملي امنيت دلوى رياست ويندوى څرګنده کړه دکورنيو چارو وزارت په خپل تشکيل کې دملي امنيت لپاره يو رياست جوړ کړي او دملي دفاع وزارت هم دجلب او جذب په برخه کې دملي امنيت رياست ته يو دفتر ورکړي چې دملي اردو ليکوته ددښمنانو دنفوذ او ننوتلو مخه ونيسي . مشعل وويل هعوي دکندهار له جيل څخه دبنديانو له تيښتې څخه مخکې اطلاعات ترلاسه کړي وو او دجيل له چارواکو سره يې شريک کړي و خو په دې برخه کې دهغوي له خوابې پروايي شوي او دپيښې جزئيات به دموظف هئيت له څيړنې وروسته روښانه شي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار