Posts | Comments | E-mail /

د کابل –جلال اباد د لويې لارې د ورېښمو تنګي په سيمه کې د وسلوالوطالبانو او ملي اردو ځواکونو ترمنځ نښته

Posted by on Apr 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

جلال اباد (پژواک): د کابل –جلال اباد د لويې لارې د ورېښمو تنګي په سيمه کې د وسلوالوطالبانو او ملي اردو ځواکونو ترمنځ په نښته کې ١١ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ملي اردو څلور سرتیري ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رارسیدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې تیره ورځ د ملي اردو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د ورېښمو تنګي په سيمه کې نښته شوې ده.

خبرپاڼې زياته کړې، چې په دې نښته کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي، شپږ ټپيان دي او دوه نور يې له يو ميل کلاشينکوف، يو ميل پيکا او يو ميل راکټ سره يوځاى نيول شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د وژل شويو کسانو مړي په سيمه کې پاتې دي، چې يو يې بهرنى وګړى دى.

د سرچينې په وينا، چې په ياده نښته کې د ملي اردو د ٢٠١ سیلاب قول اردو څلور سرتیري ټپيان شوي دي.

د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين پژواک ته وويل، چې پرون سهار شاوخوا ٩بجې د تنګي په سيمه کې د ملي اردو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته پيل شوه،چې د مازيګر تر پنځو بجو پورې يې دوام وکړ.

د نوموړي په وينا، چې په دې نښته کې يو وسلوالو طالب وژل شوى او درې نور په ټپي حالت کې له درې ميله کلاشينکوپونو سره نيول شوي دي.

حقبين زياته کړه، چې د ملي اردو درې سرتیري هم ټپيان شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په پرونۍ نښته کې يې د بهرنيو ځواکونو يو ټانګ له منځه وړى، چې په کې سپاره دوه بهرني سرتېري وژل شوي او درې ټپيان دي.

نوموړى ادعا کوي، چې په ياده نښته کې يې ناټو ځواکونو ته دوه تیل وړونکي ټانکر او درې اکمالاتي موټر سوځولي او خپلو طالبانو ته د ورپیښې مرګ ژوبلې خبره ردوي.

د يادونې ده، چې د تورخم په ګمرک کې هم تیر ماښام د وسلوالو طالبانو له خوا د تېلو په يوه ټانکر کې بم چاودنه وشوه، چې له امله يې ٨ نور موټر هم وسوځېدل.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار