Posts | Comments | E-mail /

پښتانه یوازې او یوازې سوله غواړي: پښتو امن کنفرانس

Posted by on Apr 30th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

پیښور:-پښتو  نړیوال امن كنفرانس په خيبر پښتونخوا كې د زرګونو پښتنو سياستوالو، فرهنګيانو او فرهنګپالو په ګډون جوړ شو. پښتو نړیوال امن كنفرانس چې د پښتو عالمي كانګرس او خيبر پښتونخوا د سياستوالو، فرهنګيالو او فرهنګپالو په كوربه توب د جمعې پر ورځ د خيبر پښتونخوا په نشترهال كې پرانستل شو. د ډيورنډ د پولې دواړو غاړو ته د زرګونو سياستوالو او فرهنګيانو په ګډون سربیره له اروپايي هېوادونو څخه راغليو پښتنو هم پكې برخه اخيستې وه.

په پيل كې د خيبر پښتونخوا وزير اعلی امير حيدر خان هوتي ددغه كنفرانس له لارې پر نړیوالو غږ وكړ، چې د لر او بر پښتانه امن غوښتونكي دي، ددې خاوره دې د ترهګرۍ لپاره نه كارېږي.

” هغه مهال چې د افغانستان پر ځمكه د جګړې اور بل شو، نودوى غلي پاتې شول داسې يې نه انګیرل چې د جګړې د اور دغه لمبې بۀ وغځیږي او د خيبر پښتونخوا سيمې به لاندې كړي. كله چې دا اور وزيرستان ته راوغځیده نو دوى بيا داسې نه انګیرل چې دغه لمبې به خيبر پښتونخوا ته راوغځیږي. “

ښاغلی هوتي همدرانګه وايي دوى هغه مهال پر خپلو دغو غلطيو پوه شول چې د جنګ لمبو خيبر پښتونخوا سيمه وسیځله.

” كه دوى هغه مهال د افغانستان د جنګ لمبې مړې كړې واى، نن به د دوى سيمه د جنګ په لمبو كې نه سوزېدله.”

هوتي دا هم وويل له ابآسيند پورې غاړه دې هم پر دې پوه شي چې د جنګ لمبې د دوى پر ځمكه هم بلې شوي چې يواځينى عامل په سيمه كې د جنګ پر وړاندې د دوى غلطي او خاموشي بلل كیداى شي.

وزیر اعلی هوتي همدارنګه وویل پاكستان دې ترې غلطۍ نه تكراروي، ګنې د جنګ لمبې به دا ټوله سيمه ونيسي.

هوتي پر دنياوالو غږ وكړ چې دوى پر خپله ځمكه امن غواړي، پښتانه ترهګر نه دي او نه د ترهګرۍ پلويان دي.

ده ووويل مړه م دوى شول او پړه هم دوى. په جګړه كې زيان هم دوى وليد او ترهګر هم دوى بلل كیږي. ” د افغانستان په باب پرېكړه بۀ افغانان او قبايلي سيمو كې به د خپلو سيمو نماېنده ګي پخپله قبايل كوي. بهرنيان نشي كولاى چې د دوى په پرېكړو كې مداخله وكړي. “

ده د خپلو خبرو په ترڅ كې دا هم په ډاګه كړه، چې يو مهال دلته د مورنۍ ژبې پښتو سره چلند سم نه وو، خو اوس دوى پر دې بريالي شوي چې نصاب په خپلې مورنۍ ژبې وليكي.

ددغه كنفرانس يو بل ويناوال او د پښتنو سياسي مشر افضل خان لالا يويشتمه پېړۍ د پرمختګ پېړۍ وګڼله او پر پښتنو يې غږ وكړ، چې دا د جنګ پېړۍ نه ده، نور بايد دلته د جنګ پرځاى د پرمختګ فرهنګ دود شي. دنياوالو ته بايد دا وښودل شي چې دوى سوله خوښوونكي او د امن خلك دي. پرمختګ غواړي، نه جنګ. ده ددغه عالمي امن كنفرانس جوړول په اوسنيو شرايطو كې يو مهم بنسټ وباله او ويې ويل: د افغان ملت د بېدارۍ لپاره د دا ډ،ل كنفرانسونو جوړول يو نيك او ګټور ګام دى.

” د داسې كنفرانسونو له لارې د سيمې په كچه ستونزې هواریږي.”

دې كنفرانس ته د افغانستان نه راغلي ليكوال او اديب حبيب الله رفيع د سيمې لپاره د دا ډول كنفرانسونو جوړول له څو لحاظۀ ګټور وبآله. دده په وينا ددغه كنفرانس له لارې به په سيمه كې د جنګ پرځاى د امن او ثبات فرهنګ وغوړېږي.

د پښتو عالمي كانګرس سكرتر عبدالواحد ددغه كنفرانس د جوړېدو هدف دا وباله، چې لر او بر پښتانه سره كېنوي او يو تر بله د امن د فضا په رامنځته كیدو خبرې وكړي.

د كنفرانس د تالار پر دېوالونو هغه شعارونه رازړېدلي وو، چې پكې د امن، پرمختګ او يووالي پېغام نښغتى وو. د دريځ پر سر او غاړو ته د پښتنو مشرانو او مبآرزينو لوى لوى عكسونه رازړېدلي وو. ددغه كنفرانس د غونډْ له تالاره بۀر د كتابونو نندارتونونه او ټنګ ټكور پروګرامونه برابر شوي وو، چې يوه پښتني فضا يې رامنځته كړې وه.

تر دې وړاندې پښتو نړېوال كنفرانس په په كابل او تر هغې وړاندې په كوټه، ټل او دوه ځلې په پیښور كې جوړ شو، خو دغه كنفرانس له هغو سره په دې توپير لاره، چې په دې كې د امن پیغام نغښتى و.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • آسمانخراشی که هر منزل آن ۳۶۰ درجه گردش می کند
    • بعضی از کشور های اسلامی از دین و جهاد در افغانستان استفادهٔ ابزاری می کنند: شیخ صبری
    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان