Posts | Comments | E-mail /

د ګران هیواد د مشرانو د پام وړ

Posted by on Apr 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

امان الله عمر
یو رهبر له نورو اوري ځکه چې د هغوی لیوال او  پلویان دی، مشران او رهبران خپلو شاوخواو کسانو ته د اوریدلو او غوږ نیولو له لارې خپل درناوی ورښیي .
که په رښتیاه سره یو شخص د بل درناوی کوی، د هغه خبرو ته غوږ نیسي، هغه مشر یا رییس چي په رښتیا غواړی په خپله اداره کښې په کارمندانو او مامورینو اغیزه او نفوذ ولری، نوغوږ ورته یږدی .
د بیلکې په توګه کله چې څوک له مونږ سره خبرې کوی، مونږ ددې پر ځای چې خبرو ته یې ځیر شو او دقیق غوږ ورته  کیږدو، د ځان د دفاع په لټه کښی یوو چی څنګه وکړی شو خپل نظرونه ورته سم ثابت کړو.
مونږ د هغه خبرو ته پاملرنه نه کوو، ځکه مونږ په دی بوخت وو چی څنګه کولی شو قوی ځواب ورکړو.
خو که چیرته وغواړو چی له خلکو سره تړلتوب ولرو نو د اوریدو روحیه باید ولرو او د داسی زړه لرونکی شو چی:  زه هڅه کوم پوه شم چی تاسو څه ویل غواړی.)
یو ښه رهبر په ستره سینه اوری او ژبه یی په خپل کنټرول کښی وی، هغه نه غواړی چی سملاسی د یو چا خبره ورلنډه کړی او خپله شخصی کیسه پیل کړی او یا بی له دی چی مقابل لوری یی خبرې بشپړي کړی هغه مشوره، قضاوت او یا خپل شخصی نظر څرګند کړی.
مونږ ددی ټولو په خاطر خپله پاملرنه او ځیرتیا د یو بل شخص په لور ور اړو چی د هغه حیثیت او شخصیت ته ارزښت قایل یوو او هغه درک کړو.
که څوک ونه شی کړی چی هغه نور چی له دی سره خبری کوی درک کړی، په حقیقت کښی ده ورته غوږ نه وی ایښی او د مشرتابه یا رهبریت اغیزېې یی کمزوری دی،
ددی له پاره چی له چا سره همدردی ولرو او د زړه خواله ورسره وکړو، باید نه یوازې دا چی په غوږ بلکې په خپل ټول زړه او سترګو ورته غوږ ونیسو.
خو اکثره خلک په دی نیت نورو ته غوږ یږدی چی درک  یی کړی، بلکی په دی نیت ورته غوږ یږدی چی ځواب یی ورکړی.
د هغوی دی ته پام وی چی د نورو خبری د خپل لید لوری له مخې حلاجی کړی او ددې له پاره نورو ته غوږ نه یږدی چی لید لوری او نظر یی وپیژنی.
ښه رهبر هغه څوک دی چی د زده کړی لیوال وی، هغه پوهیږی چی نشی کولی ټولی قضیی ووینی او د یو مطلب ټولی بیلا بیلی زاویی په پام کښی ونیسی له همدی کبله هغه تل هڅه کوی چی ډیر څه زده کړی.
هغه پوهیږی چی د پوهی او هوښیارتابه او یا د مسایلو ټولنیز انځور تر لاسه کولو اساسی لاره داده چی نورو ته غوږ ونیسو او له هغوی څخه څه زده کړو.
هوښیار هغه دی چی اوریدونکی غوږونه لری او د اوریدو له لاری خپله پوهه زیاتوی.
ډیرې خبرې کوونکی تخم کری او غلی یا خاموش انسان یی لو کوی.( اقلیدوس
ښه غوږ نیول یاد کړو، کله کله فرصتونه ډیر په کرار راځی.
ویندویی یو مهارت او غوږ نیول یو هنر دی.
رهبران باید له خپلو غوږونو ډیر کار واخلی نه له خپلو سترګو، هغه چی مهم دی ستاسو د سترګو او دید روښانتیا او روڼتیا نه ده، بلکی ستاسو د زړونو روښانتیا یا وضاحت او د غوږونو صفایی ده.
ښه ډالی چی تاسو غواړی نورو ته یی ورکړی هغه دادی چی په پوره ځیرتیا سره د هغوی خبرو ته غوږ کیږدی.
په درنښت
سرچینه: انترنیټ

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • آسمانخراشی که هر منزل آن ۳۶۰ درجه گردش می کند
    • بعضی از کشور های اسلامی از دین و جهاد در افغانستان استفادهٔ ابزاری می کنند: شیخ صبری
    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان