Posts | Comments | E-mail /

دکرزی ورور باید ټولي پیسې دوباره تحویل کړئ

Posted by on Apr 30th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

ژباړن: ابراهیم نعیمی

په یوه مشهوره ډنمارکی ورځپاڼه کې دافغانستان دولسمشرحامدکرزی دووروراودځینونورو زورواکانوپه تړاودکابل بانک دډیوالی کیدو موضوع څیړل شوی ده چی ستاسوپاملرنه یی ژباړنې ته راګرځوم:

Politiken Lørdag d.23.april.2011

دکرزی ورورباید ټولي پیسې دوباره تحویل کړئ

دافغانستان جمهوررییس تلاښ کوی چی دهیوادبانکونوته دخلکوباورپه داسی حال کی پیاوړي کړي چی دکابل بانک څخه غیری قانوني پوراخیستل رسواشوه. یوکوچنی ګروپ دولسمشرد ورورپه ګډون باید (۲،۵)میلیارده کرونه (یوډالرتقریباً پنځه کرونه کیږې) بیرته تحویل کړي

ولسمشرحامدکرزی خپل وروراونوروسهم دارانوته یوه میاشت وخت ورکړیدي چي دوي بایدڅه دپاسه نیم میلیاردهغه ډالرونه چې پورول یی راجسترشوی نه وه، دوباره تحویل کړی
دادولسمشرهغه تلاښ اوهڅې دې چی غواړی په هیوادکي دادارې فساد دجنجاله ډکه وروستي موضوع خاموشه کړې.
محمودکرزی دبانک دهغومشتریانوپه ډله کې دې چې په پټه یې (۹۰۰) میلیونه ډالره پور کړی وو. یوه برخه دغه پیسې یی په ډوبی کې دلوکسوودانیوپه رانیولولګولی دي.
دولسمشرورورادعاکوی چې نوموړی اخیسته شوی پوردوباره تحویل کړی دی اوتیاری یی ښودلی دی چی ددی موضوع دڅیړنې په صورت کې به مرسته وکړې.
تیرکال په منی (خزان) کی ددغه غیری قانوني پوراخیستنې خبره لوڅه شوه. نوموړی بانک هره میاشت ددولتي کارکوونکومعاشونه ورکول، نوځکه دولت پریکړه وکړه چې دابانک د ډیوالی کیدوڅخه په دی ډول وژغوره چې ملی یی کړی. داسی دولت چی ډیرلږامکانات  لری اودولت همدااوس ډیرپوړوړی دی ولی داسی یوه لویه لویدلی ټوټه یې رانیوله اوداسی یوډارن خبر خپورشوچی ولسمشرکرزی خپل نژدي کسان دپورورکولوڅخه خلاصوي. داسعارونړیوال بنسټ ای ایم ایف د افغانستان حکومت تهدیدکړی چي دوي به دبیارغونې لپاره خپلې مرستې په ټپه ودروې. انګلیستان اونورومرستندویه هیوادونود پيسو ورکول ترهغه وخته معطل  کړه، ترڅوچي دولت په موضوع کی مداخله کوی.
تیره پنجشنبه (۲۱ / ۴ / ۲۰۱۱ زکال) دولت اعلان کړه چی دوی غواړی نوموړی بانک په ښه اوخراب بانک باندی دهغه قرادادله مخې وویشی چې تیره اونی په واشنګټن کی موافقه ورباندی وشوه.
دافغانستان دمرکزی بانک دریس ښاغلی عبدالقدیرفطرت دویناله مخی به دبانک شخصي مشتریان د درومیاشتوپه درشل کي په دغودو(ښه اوخراب) څانګوکی وویشل شي. داوازوله مخې چارټر ایچ سی بی ایس او  برکلی دعلاقه مندانوپه ډله کې دې.               ښاغلی عبدالقدیرفطرت وایی: ټول هغه پورونه چې دبانک دمقرراتوسره په تضادکی ورکړه شوی دی، دوباره به مرکزی بانک ته تحویل شی، په دغه ډول دکابل بانک پورونه به ورکړه شې. دمرکزی بانک مشرداهم په ډاګه کړل چی (۱۹) ځانګړې دفساددوسیې به وڅیړل شی اوشکمن کسان به ترقانونی تعقیب لاندی ونیول شی. دامریکی غوښتنه هم داده چی په فسادککړکسان بایدترعدلی تقیب لاندی ونیول شی، ځکه داچاره ددی باعث ګرځی چی دافغانستان مالی سکتوردوباره باورترلاسه کړې.
دزندانی کیدوتهدیدداسې اندیښنې رامنځته کولای شی چی دبانک دوباره فعالیت احیاء کول به ستونزمن شې. انګلیستان په نظرکی لري چی دخپلومحاسیبینوپه مرسته دبانک فعالیتونه وڅیړي، سره ددي چی دځینوسرچینوپه حواله محاله به وې چې دغبن شووپیسولویه برخه به بیرته بانک ته تحویل شی.
دمرکزی بانک ریس ښاغلی فطرت داسی اټکل کوی چی: تقریباً(۲۴۰) میلیونه کرونه به بانک ته تحویل شي، د(۶۵۵) میلیونوکرونوپه ارزښت وداني ضبط شوی اویا به داچاره ژرترژره ترسره شې. مګروروستې پیسې چې (۱،۷۷) میلیارده کرونه دې، دتحویلي فورمولیټی وعده (بې باوره وعده) یې شوې ده.
دکابل بانک دجوړیدني لنډه تاریخچه
دکابل بانک په (۲۰۰۴زکال) دشیرخان فرنود په واسطه چی دنړیوال (د پوکر سرییسز)[1] په قمار(بازی) اخته کس دی، جوړشواودولسمشروروریی دغټوسهمدارنودډلې څخه وو.
محمودکرزی وایی: ماټوله خپل پوردوباره تحویل کړی دی اونورسهم لرونکي بیله شیرخان فرنود څخه عینی خبره کوی. سره ددی چی دبانک ویشل پردووبرخود(آي ایم ایف ) له لوری په ښه راغلاست ومنل شو. ولی بیاهم داباوری نه ده چی داسعاروبنسټ دی په دی قانع شی چې خپلومرستوته دبیارغونې په برخه کې دوام ورکړی.
د آی ایم ایف دمرستودوام دډیرومرستندویوهیوادونولپاره دارزښته نه ډکه موضوع ده. پای
نوټ : زماپورته ژباړنه په ټول ډول دموضوع په بهرنیوانګیزواواغیزوپوری تړاو لری. زمادژباړنې څخه پوهیدلای شوچی دهیوادپه دننه کی اداری فسادڅومره ناوړه اغیزه دهیواد دبیارغونې پرچارولرې اودنړیوالواراده دمرستوپه ورکولوکې کمزوره کوې.
ولی دهیوادپه دننه کې هم دسیاستوالواودولسی جرګې دغړوپه منځ دموضوع په تړاواندیښنې اواعتراضونه پورته شوی دی. په (۲۷ / ۴ / ۲۰۱۱ زکال) نیټه د افغانستان دولسي جرګې په غونډه کې دافغانستان بانک لوی ریس ښاغلی عبدالقدیرفطرت دموضوع په اړوندوویل چی: دکابل بانک په موضوع کی ډیر قوي زورواکان شامل دی چی مادټولوخطراتوپه منلوسره ددوي دعلنې محکمې غوښتنه کړې ده. مسعودموسی غازی دکابل بانک ریس وایی چی په ټول ډول دبانک څخه (۹۱۲) میلیونه ډالره ورکې دې. چی په دی ترځ کی دځینو نومونویادونه په دی ډول وکړه : شیرخان فرنود (۵۰۴) میلیونه، محمودکرزی (۲۲) میلیونه ، داودنعیم (۹) میلویونه ،خلیل الله فروزی (۶۶،۹) میلیونه، محمدحسین فهیم (۷۸) میلیونه، ګلبهارحبیبی (۳۹،۷) میلیونه، عبدالغفارداوی (۳۷) میلیونه، دهیوادوال شرکت مشرحاجی محمدابراهیم(۱۵) میلیونه، صوفی نثار(۱۴) میلیونه، اوطاهرظاهر (۱۱) میلیونه امریکایی ډالره په غیري قانوني ډول ترلاسه کړی دی.
دولسی جرګې غړې شکریه بارکزې وایی چې په دی موضوع کی (۱۳۳) تنه د ولسي جرګې غړي اویوشمیروزیران هم ښکیل دی. هیڅوک بایدمثتثنی ونه ګڼل شی اودټولولست بشپړاوولسي جرګې ته وسپارل شی.
ولی دکابل بانک ریس وایی چی دداسی لست بشپړول تراوسه تروخت نه مخکی دی.
ددی موضوع کورنی اړخ دښاغلی سلام خان په لیکنه کې ژورڅیړل شوی دی چی تاسویی په لاندې  ویبپاڼه کې لوستلاي شي.

www.nahimi.dk/pashto


[1] – دایوډول نړیواله بازی ده چی اوس ډیره مشهورشوی ده په دغه قمارکی دپیسوګټل اوبایلل په لوړه کچه صورت نیسی. په نړیواله کچه ددی قمارسیالی په ځانګړی ډول په انریکا کی ترسره کیږی.

 

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “دکرزی ورور باید ټولي پیسې دوباره تحویل کړئ”

  1. Vote -1 Vote +1سلام خان says:

    محمود کرزی وایی زه د کابل بانک هیڅ پوروړی نه یم
    د کابل بانک یو شمېرسهم لرونکي چې د یاد بانک د پورونو په نه ورکړه تورن دي وایي چې که پخوا یي له کابل بانک څخه پورونه اخیستي و، هغه یي د ټکټانې له فیصدئ سره ادا کړي او اوس مهال د دې بانک پوروړي نه دي
    ملي پانګوال محمود کرزی چې د کابل بانک له عمده سهم لرونکو څخه دی، د مرکزي بانک ريیس عبدالقدیر فطرت پرې تور لګولی چې د کابل بانک دوه ویشت میلیونه ډالره پور یي تر اوسه نه دی ورکړی،
    محمود کرزی د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل چې ده خپل ټول پورونه، په ټاکلی وخت، کابل بانک ته ورکړی دی ده دا هم وویل، چې اصلي خبره د بانک د خرڅون خبره ده، نه داسې خورې ورې موضوعګانې چې اوس مهال پرې بحثونه کیږي،ما د کابل څخه درې کاله دمخه درې ځلي پور اخیستی و او درې واړه پورونه مې پر ټاکلي وخت له ټکټانې سره ور ادا کړي دي،د ټولو د بیرته ورکړې اسناد پراته دي، دا موضوعګانې څیړنو ته ضرورت لري، باید ژرتر ژره پیل شي چې کابل بانک چا ړنګ کړ، زه په دې ګیله مند شوم چې زه د کابل بانک هیڅ پوروړی نه یم او د پوروړو په لست کې مې نوم ذکر شوی دی
    د تیرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د مرکزي بانک او د کابل بانک نوی رییس ، د مالیي وزارت له یو شمېر چارواکو سره په ګډه د ولسي جرګې په غونډه کې د کابل بانک د ځینو لویو سهم لرونکو نومونه واخیستل چې د یاد ،په دې نومونو کې د ولسمشر د ورور محمود کرزي په نوم سربیره ، بانک پوروړی دي
    د ولسمشر کرزي د لومړي مرستیال مارشال فهیم د ورور نوم هم ذکرشوی د ی،عبدالغفار داوي یوبل پانګوال دی چې ویل کیږي، له کابل بانک څخه اوه دیرش میلیونه ډالره پوروړی دی،ده ازادۍ رادیو ته وویل چې له وروستیو درې کالو راهیسي له کابل بانک سره هیڅ ډول مالي اړیکي نه لري او د یاد بانک پوروړی هم نه دی،
    زه د کابل بانک سهم لرونکی نه یم او نه ترې پوروړی یم او خواشینی یم چې د مرکزي بانک چارواکي زما نوم د کابل بانک په پورو ړو کی اخلی د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وایي، چې له کابل بانک څخه د سهم لرونکي په ذریعه، په مجموعي توګه شاوخوا نهه سوه او شل میلیونه ډالره د پورونو په نوم ایستل شوي دي
    د مرکزي بانک ريیس عبدالقدیر فطرت دا هم وویل، چې که د کابل بانک پوروړي د دوي حسابونه تصفیه نه کړي باید له هېواد څخه بهر تګ ته، پرې نه ښودل شي،چا چې له کابل بانک څخه پورونه اخیستي، ودانۍ او ښار ګوټي پرې جوړوي، د ځینو ښارګوټو ضمانتونه مو اخیستي، د دوستي او استقلال په نوم د خلیل فیروزی ښار ګوټی او د حسین فهیم د سروزرو د خرڅولو مارکیټ د تضمین لاندې دی،له ټولو هیله ده، چې د دوي تضمینونه پاخه کړي، په دې برخه کې د څارنوالۍ او نورو دولتي ارګانونو همکاري غواړو،د کابل بانک په هکله دا هم ویل کیږي، چې له سلو څخه زیاتو خلکو ترې پورونه اخیستي چې د دولت لوړ پوړي چارواکي او د ولسي جرګې یو شمېرغړي په کې شامل دي،دا هم ویل کیږي چې د کابل بانک په پورونو په بهرنیوملکونواو په تیره په عربي متحدو اماراتو کې ځمکې او ودانۍ اخیستل شوي دي

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور
    • مصری شهزاده او افغانه شهزادګۍ واده کوي
    • کشتار و حذف راه‌حل نیست
    • در خشونت های دیروزی مصر بیش از ۲۰۰ تن کشته شدند: الجزیره
    • آسمانخراشی که هر منزل آن ۳۶۰ درجه گردش می کند