کندهار:- د کندهار ولايت مقام د كندهار ټول پر دين مين اولس ته خبر وركوي چې د هيواد د لوى او ستر جهادي شخصيت او د ټولنې د لوى خدمتګار او د كندهار د امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد چې د جمعې په ورځ د خپلې پاكي او سپيڅلې دندې پر مهال د هيواد او خلكو د ښمنانو له لوري په يوه شرموونكي بريد كي په شهادت ورسيدى جنازه د شنبې په ورځ د ماپښين پر دريو بجو خاورته سپارل كيږي او فاتحه يي د يكشنبې او دوشنبې په ورځو كې د خرقې مطهرې په جامع كې اخستل كيږي .
ټول پر دين مين ولس دي خبر وي