Posts | Comments | E-mail /

سوداګر د حيرتان-مزار اوسپنې پټلۍ د ژر پرانیستلو غوښتونکي دي

Posted by on Mar 31st, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

مزارشريف (پژواک ): سوداګر د حيرتان –مزار شريف د اوسپنې پټلۍ د سوداګرۍ په پراختيا او اقتصادي وده کې مهمه بولي او د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه يې کوي.

د اوسپنې دغه پټلۍ ٧٥ کيلومتره اوږدوالى لري او د بلخ ولايت د حيرتانو له بندري ښارګوټي نه پيل او د مزار شريف هوايي ډګر ته رسیږي.

د اوسپنې پټلۍ کار د اسيا پراختيايي بانک د  ١٢٩ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د يوه کال په موده کې بشپړ شوى دى.

حيرتان د هیواد په شمال کې يو مهم سوداګريز بندر دى او د ازبکستان په سرحد کې پروت دى، چې افغانستان له منځنۍ اسيا سره نښلوي. ويل کېږي، چې ٧٥ سلنه نفتي مواد د حيرتانو له لارې هیواد ته راوړل کېږي.

د بلخ باستان د نفتي شرکت مسوول پير محمد وويل، چې د دې پټلۍ په پرانیستلو سره نه يواځې دا چې د سوداګريزو مالونو په لیږد کې چټکيا رامنځته کیږي، بلکې د مالونو د لېږد په لګښت کې هم کموالى رامنځته کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې اوس د حيرتانو له بندر نه يو ټُن تېل تر مزار شريف ښار پورې د موټر له لارې په ٢٠ ډالرو او يو ټُن خوراکي او ودانيز توکي په ١٢ ډالرو لیږدول کېږي، خو په دې لګښت کې به د اوسپنې پټلۍ له پرانېستلو وروسته د پام وړ کموالى راشي.

دغه سوداګر زياتوي، چې دا مهال د حيرتانو په بندر کې له لايحې سره سم سوداګريز مالونه د ١٢ ساعتونو لپاره تم کېږي، خو ځينې وختونه د ٢٤ ساعتونو او يا زيات وخت لپاره پاتې کېږي، چې ګمرکي مراحل يې بشپړ شي.

له بلې خوا يو اندازه مالونه په کشتيو کې حيرتانو ته راوړل کیږي او په موټرو کې بارېږي، چې په دې کار هم يو اندازه وخت لګیږي.

همدارنګه کله کله د حيرتان –مزار شريف په لاره باروړونکي موټر له تخنيکي عوارضو سره مخ کیږي، چې دا هم وخت ضايع کوي.

خو دغه سوداګر وايي، چې ټولې دغه ستونزې د اوسپنې پټلۍ له لارې هوارېږي او د سوداګرو مالونه يواځې د حيرتانو په بندر کې چک کیږي او نیغ په نیغه مزار شريف ته راوړل کېږي.

د حيرتانو د ښارګوټي رييس قاضي نجيب الله وايي، چې د اوسپنې د دې پټلۍ کار بشپړ شوى او دا په حکومتي چارواکو پورې اړه لري، چې څه وخت يې پرانیزي.

خو د فوايد عامې وزارت مالي او اداري مرستيال انجنير احمد شاه وحيد وايي، چې ټاکل شوې ده د فوايد عامې او د اسيا د پراختيايي بانک له خوا يو ګډ پلاوى د روان کال د اپريل د مياشتې په ١٥مه، ازبکستان ته ولاړ شي او د اوسپنې پټلۍ کار د پيل تړون لاسليک کړي.

هغه زياته کړه، چې دغه پټلۍ داسې يوې ډلې ته اړتيا لري، چې څارنه ترې وکړي.

انجنير وحيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پټلۍ به په اقتصادي برخه کې ستر تحول وي، خو د پروژې د پرانیستو کره نیټه يې په ډاګه نه کړه.

همدارنګه د فوايد عامې وزير انجنير عبدالقدوس حميدي، چې تېر کال د لړم په مياشت کې د يوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللى و، ويلي و، چې د سفر يوه موخه يې د پټلۍ د ساتنې او د اړتيا پر مهال د بيارغونې په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې اترې وې.

خو په مزار شريف کې د افغان ترانس شرکت مسوول ذبيح الله وويل، چې که  سوداګريز توکي په رېل کې ولېږدول شي، نو سوداګريز فعاليتونه به کمرنګه او د اوس په پرتله شپیته په سلو کې کم شي.

هغه وويل: “په حيرتانو کې د مالونو د زيات حجم له امله ګڼه ګوڼه پيدا کیږي او د اوسپنې پټلۍ ژر نه بې کاره کېږي، چې مالونه په خپل وخت مزار ته ولېږدوي.”

نوموړي زياته کړه چې د سوداګرو ترمنځ اوازې دي، چې د اوسپنې پټلۍ د پرانېستلو په صورت کې به افغان سوداګر تر دوه يا درې کلونو پورې د مالونو د لیږدولو اجازه ونه لري او په دې موده کې به ايساف ځواکونه خپل مالونه له منځنۍ اسيا نه مزار ته ولیږدوي.

دى وايي: “که چېرې داسې وي، نو د اوسپنې پټلۍ به افغان سوداګرو ته هیڅ ګټه ونه لري.”

د حيرتان د ښارګوټي مشروايي، دا سمه ده، چې په لومړي سر کې د ايساف توکي د مزار هوايي ډګر ته لیږدول کېږي، ځکه افغان سوداګرو تر دې دمه زېرمه نه ده جوړه کړې.

خو هغه د دې ترڅنګ، چې له افغان سوداګرو څخه يې وغوښتل، څو خپل توکي د مزارشريف هوايى ډګر ته څېرمه زېرمه کړي، زياته يې کړه: ((که افغان سوداګر په هماغه وخت کې له اورګاډي څخه خپل مالونه ښکته کوي او په موټرو کې يې ولېږدوي، نو کومه ستونزه نشته.))

دحېرتان د ښارګوټي رييس وايي، چې هره ورځ د حيرتان له لارې د ايساف له ٢٠٠ څخه تر ٣٠٠ پورې کانټينرونه او د افغان سوداګرو له ٥٠ نه ٦٠ پورې واګونونه، د موټرو په واسطه لېږدول کېږي.

د هېواد په کچه، دا د اورګاډي دويمه پټلۍ ګڼل کیږي.

د ٦١کيلومترو په اوږدوالي د اورګاډي يو بله پټلۍ، د ايران له ګډې پولې څخه د هرات ولايت تر غوريان ولسوالۍ پورې، د ٧٥ميليونو ډالرو په لګښت د ايران په وړيا مرسته  تر کار لاندې ده.

په دويم پړاو کې به دغه پټلۍ د نږدې  ٦٠ کيلومټرو په اوږدوالي، له غوريان څخه د هرات تر ښار پورې وغځیږي.

چارواکي وايي، چې د دې سترې پروژې په بشپړېدو سره به ترانسپورتي او سوداګريزې اړينې اسانتياوې رامنځ ته شي، د افغانستان او ايران سوداګرۍ به لاپسې وغوړېږي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده