اسدالله زړه سواند:كندهار
ځايي چارواكي وايي چې ياده وداني د لښكرګاه د بولان په سيمه كې د كرهڼې مسلكي ليسې په انگړكې د انگلستان هيواد د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي مرسته د څه كم شپږسوه زره امريكايي ډالروپه لگښت جوړيږي.
په همدې حال كې ددې ليسې زده كوونكي وايي چې ددې ودانى په جوړيدوسره به يې گڼې شته ستونزې هوارې سي.
د هلمند والي محمد ګلاب منگل د چهارشنبې په ورځ ناوخته ددې بنسټ د ډبرې د ايښودوپرمهال وويل چې په دې ودانى كې ۲۸د اوسيدوخونې،۲۰تشنابونه،كتابتون،لابراتوار،خوړنتون اونورې ټولې آسانتياوې په پام كې نيول سوې دي چې د يونيم كال په موده كې به جوړه اوگټې اخيستنې ته به وسپارل سي.
دده په وينا چې په راتلونكي كې به ياده مسلكي ليسه په انستيتيوت بدله سي اود كرهڼې په برخه كې به د هرډول زده كړو زمينه پكې برابره سي.
په همدې حال كې ددې ليسې زده كوونكي وايي چې د ليليې د نشتون له امله له گڼو ستونز وسره لاس اوگريوان دي چې ځينو يې په ښاركې خونې په كرايه نيولې په داسې حال كې چې دكرايې وركولوتوان نه لري.
د دوى په وينا چې ددې ودانى په جوړيدو سره به د دوى په دې برخه كې شته ستونزې هوارې سي.