اسدالله زړه سواند:كندهار
د كندهار امنتي چارواكو په ښار او ولسيواليو كي ۱۴ تنه د وسلو ، چاويدونكو او نشه يي توكو سره يو ځاي نيولي چي دامهال تر پښتونو لاندي دي چارواكي وايي په نوموړو كسانو كي د هغي ډلي قوماندان هم شامل دي چي په كندهار ښاري كي يي غلچكي بريدونه كول د كندهار د امني قومانداني د امنيت امر فضل احمد شيرزاد په يوه خبري ناسته كي وويل چي ددوي پوليسو په كندهار ښار او وسليواليو كي ۵ تنه چي يو يي د پاكستان هيواد تبعه دي د ۷ ميله تومنچي ، ۷۵ وسايط زيد ماينونه ، ۴ راكټ انداز ، ۴ ميله ماشين ګڼي او د ځينو جعلي كارتونو سره نيولي دي. د شيرزاد په خبره چي ۷ تنه نوري يي د زياتو تشه يي توكو سره نيولي چي دامهال تر پښتونو لاندي دي . په همدي ورځ د كندهار د ملي امنيت ريس جنرال محمد نعم مومن هغه دوه تنه چي په كندهار ښار كي يي غلچكي بريدونه تر سره كول د نيولو خبر وركړ . مومن وايي چي يادو دو كسانو د كندهار ښار د ۹ ناحيي په يوه مسجد كي يي درسونه ويل چي يو يي د هلمند ولايت اوسيدونكي او په كندهار كي د هغي اته كسيزي ډلي مشري يي په غاړه درولوده چي ترورونه به يي كول او دوهم تن بيا د زابل ولايت دي چي هغه هم په ډيرو پيښو كي لاس درلود . نيول سوي كسان هم خپل جرمونه مني او وايي چي د ملګرو له لوري تيرل ايستل سوي او هغه ملګري يي د تيرو شپږو كلونو راهسي د دولت په وړاندي وسلوال فعالتونه كوي دوي دامهال له دولته د بخښي غوښتنه كوي . كه څه هم د كندهار امنتي چارواكي د غلچكي بريدونو د مخنيوي خبره كوي خو په تيره اوني كي په رڼه ورځ ځينو امنتي پوستو ته نژدي د ملكي كسانو ترورول د چارواكو ډاډ تر سوال لاندي نسي .