Posts | Comments | E-mail /

د سولې عالي شورا پلاوي د هلمند په ميشتوقومونود سولې ږغ وكړ

Posted by اسدالله زړه سواند on Mar 31st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

اسدالله زړه سواند:كندهار

دغه پلاوى د سه شنبې په ورځ دې ولايت ته راغلى و اود چهارشنبې په ورځ يې ددې ولايت له سلگونوقومي مشرانواومخوروسره د يوې غونډې په ترڅ كې وليدل اود ټولوقومونوله استازوڅخه يې وغوښتل چې د سولې په برخه كې له عالي شورا سره همكاري وكړي.

په دغه غونډه كې د سولې د عالي شوراغړي اوددې شورا دعامه پوهاوي اوتبليغاتوريس قاضي محمد امين وقاد د خپلې وينا پرمهال په هلمند كې رامنځ ته شوي پرمختگونه د هيواد په كچه بې ساري وبلل اوزياته يې كړه د پام وړنورپرمختگونه به هم د سولې د ټينگښت په پايله كې رامنځ ته كيږي.

وقاد وايي

په ډزباندې مسايل حل نه شول راځى د سولې لاره خپله كړوپه دې خبره هم انسان كافر كيږي هم مسلمان كيږي په دې ژبه باندې هم سوله راځي هم جگړه خودا كارزموږلپاره نه تاسې لپاره يې لازم نه بولوچې د اسلام غږ د خلكوپه وينووليكل شي.

نوموړي وويل چې هلمند د هيواد په كچه پراخه كرهڼيزولايت اوپريمانه  اوبه لري خوهغه وخت له دې څخه پوره گټه پورته كولى شوچې په هيواد كې سوله ټينگه كړو.

په همدې حال كې په مشرانوجرگه كې دهلمند د خلكواستازى اود سولې د عالي شوراغړى ملاشيرمحمد آخند زاده ډاډ څرگندوي اووايي چې د سولې پروسه به په دې ولايت كې ترډيره بريالى وي اوپه زياته كچه د دولت مخالفين به له دولت سره يوځاى شي.

شيرمحمد وايي

زه ورته اميد واريم خصوصا ورته په هلمند كې اميد واريم ځكه چې د ټولوقومونوخلك راغلي دي اودا يوه ښه هڅه ده اوزه ورته اميد واره يم چې الله پاك به موږته په دې برخه كې توفيق راكړي.

نوموړي وويل چې د هلمند اوسيدونكي د جگړې پلوي نه دي اوټول سوله غواړي خويوازې يوه حركت ته اړتيا ليدل كيږي چې په دې برخه كې پيل شي.

د يادونې وړده چې د سولې د عالي شورا نوموړي پلاوي د سه شنبې په ورځ په كندهاركې له گڼوقومي مشرانوسره هم په اړوندوموضوعاتوخبرې كړې وې.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده
    • سپینه ماڼۍ او له حقایقو تور انځور
    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور