هلمند :- د استناف محكمې لپاره نوې ودانۍ جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل سوه
د هلمند ځايي چارواكي وايي چې ياده ودانۍ د دوه كلونوپه موده كې د امريكا د نړيوالي پرمختيايي ادارې په مالي مرسته په دوه پوړه كې په پاخه او اساسي ډول چې ټولې آسانتياوې پكې په پام كې نېول سوي دي جوړه سوې ده.
د هلمند والي محمدگلاب منگل ددې ودانى د پرانېستلو د مراسموپرمهال خبريالانوته وويل چې ياده ودانۍ په دوه پوړه كې چې ۱۹اداري خوني دوه تالارونه اويود غونډوسالون لري د امريكا دنړيوالۍ پرمختيايي ادارې په مالي مرسته د څه كم نهه سوه زره امريكايي ډالروپه لگښت جوړه اوگټې اخېستني ته وسپارل وه.
داپه داسې حال كې ده چې د هلمند ځينې اوسيدونكي وايي چې دا مهال هم د هلمند په قضايي ادارو كې اداري فساد شتون لري او وايي چې د ولسمشرد فرمان له مخي يې داسې كسان له بند څخه آزاد كړي چې د بند موده يې ډيره اودرى هغه كسان يې هم خوشي كړي چې تېركال د امنيتي ارگانونو لخوا د ځانمرگوبريد كوونكوله واسكټونوسره يوځاى نېول سوي وو.
خود هلمند والي په يادو اداروكې د اداري فساد شتون نه تاييد اونه هم ردوي اووايي چې د دوى هڅه داده چې په هره برخه كې د ناقانونه كړنومخه په كلكه ونېسي.