Posts | Comments | E-mail /

بالا خره دسیاسی جوړ جاړې په نتیجه کې دولسي جرګې رییس وټاکل شو

Posted by on Feb 28th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

رئیس د ټاکلو پر سر په ولسي جرګې کې له اونیو شخړو اوبحثونو وروسته یوه ځانګړي کمیسیون د حل لارې په توګه له ازبک تروکمن قوم څخه د یوه کاندید د معرفي کولو وړاندې هم کړی و، چې په ولسي جرګې کې ازبک وکیلانو له سلا مشورو وروسته ښاغلي ابراهیمي د رایې اخیستنې لپاره ور وپیژنده،که ځه هم نوموړی دوکیلانو درایو په اکثریت دولسی جرګی رئیس وټاکل شو خوبیاهم نوموړی تر ډیره حده دیوه سیاسی جوړ جاړی په نتجه کی دغه چانس تر لاسه کړې او نوموړی چوکی یی خپله کړه، د دو زورواکو تر منځ داختلاف له وجه دریم کس خپل هدف تر لاسه کړې په هر صورت دا چی دی سریال ته دپا ي ټکی کسښودل شو تر ټولو په زړه پوری او دلچسپه خبره ده.

د ولسي جرګې نوی رئیس ښاغلی عبدالروف ابراهیمي د کندز ولایت وکیل دی او د ولسي جرګې د ریاست لپاره په تیرو څو دورو انتخاباتو او شخړو کې دومره مطرح هم نه و، خو له ولسي جرګې څخه د اکثریت باندې رایې له ترلاسه کولو داسې څرګنده شوه چې د شخړې اصلي خواوې چې عبدالرب رسول سیاف او یونس قانوني بلل کیږي، له پخوا په نوموړي هوکړه کړې وه.ځکه له لویه سر د رایو له کارولو داسی ځرګند یده چی لا دمخه دپردی تر شاه په دی باب مشوری تر سره شوي وو، غونډې ته په خبرو کې دغو دواړو وکیلانو له ښاغلي ابراهیمي نه ملاتړ هم اعلان کړ.

د جرګې ځینو ازبک ټباره وکیلانو هم بي بي سي ته وویل چې کله د پردې تر شا ازبکانو ته د جرګې د مشرتابه پر پرېښودو سلا وشوه نو په جرګه کې ۱۹ ازبک وکیلان خپل منځي انتخاباتو کښیناستل چې په دې کې د څلورو کاندیدانو له منځه ښاغلی ابراهيمي وټاکل شو ځنو همدغو ازبک ټباره وکیلانو بي بي سي ته دا هم وویل چې د ښاغلي ابراهيمي د ملاتړ د حاصلولو لپاره د شمال پخواني  ځواکمن سیمه ییز قومندان او د ملي جنبش مشر جنرال عبدالرشید دوست هم څو ځله له ښاغلیو سیاف، قانوني او هزاره مشر محمد محقق سره د تیلې فون له لارې تماسونه نیولي وو

پخپله وکیلان هم دا خبره نه پټوي چې د جرګې د مشر د ټاکلو پر سر له تیرې یوې میاشتې راهیسې روان جنجال نور د ستړیا له پولې هم وراوښتی وواو سیالې غاړې دې پایلې ته رسیدلې وې چې د لومړنیو دوه وتلو سیالانو پښتون ټباره عبدالرب رسول سیاف او تاجک ټباره محمد یونوس قانوني له چورلټه شاته کېدو او له دریم لږکي قام ازبکو نه د نوي کاندید له رامخې ته کېدو پرته دغه ستونزه نه شي اوارېدای

تر ټاکل کیدووروسته ښاغلی ابراهيمي په خپله لومړۍ وينا کې د ولسي جرګې له ټولو غړيو څخه غوښتنه وکړه، چې د رياست د چارو د پرمخ بيولو په برخه کې دې له ده سره کافي مرسته وکړي هغه وویل زه ددی څو کی لایق نه وم،خوتاسی وکیلانو چی پرما اعتبار وکړی نومرسته به راسره هرو مرو کوئ ،نوموړی همداراز په خپل لمړنی وینا کی ویلی دې چی دولسی جرګی ټول غړی باید دقوانینو دتصویب پرمهال در اصله په نظر کی ونیسې د ابراهيمي په وينا، چې ولسي جرګه بايد هغه قوانين تصويب کړي، چې د اسلامي اساساتو، احکامو او اصولو تر څنګ د اساسي قانون او د نړيوالو معيارونو خلاف نه وي

داسې مهال د ولسي جرګې مشر د علني رايو له لارې ټاکل کېږي، چې د دې جرګې د داخلي دندو د اصولو په اتمه ماده کې ويل شوي، چې د جرګې رييس د ازادو، مستقيمو او سري رايو له لارې ټاکل کېږي داړوندی موضوع په باب دولسی جرګی ځینی غړی لکه دپکتیکا دولایت وکیل ښاغلی نادرخان کټوازی ویلی دی چی دولسی جرګی دمشر په ټاکنو کی کومه ستونزه نه وو

بل لور ته په دغه جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست، چې د ولسي جرګې په تېره او اوسنۍ دوره کې يو ځلې هم مثبته رايه نه وه کارولې، نن يي شين (موافق) کارت پورته کړ نوموړی ورسنیو ته ویلی دی چی ما نن څکه مثبته رایه وکاروله چی ټول په دی پوه شی چی اوس هم د افغانانو تر منځ اتحاد او اتفاق دتیر په شان موجود دې

د يادونې ده، چې د ولسي جرګې نوى ټاکل شوى مشر حاجي عبدالرووف ابراهيمي په تېر کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي قوماندان او بيا د ملي جنبش ګوند غړى شواو په کندوز کی دطالبانو دوخت همکار وو.

ابراهيمي دحاجی شیرخان زوی دې چی په ۱۳۳۹  ه ش کال کی زیږدلی دی دکندوز د امام صاحب د ولسوالۍ اوسېدونکى او د تخار د پخواني والي عبداللطيف ابراهيمي ورور دى،ابراهمی په تیر کی ځه موده دکندوز ولایت دسرحدی ځوا کونو دقومندان په توګه هم دنده سرته رسولی ده

نوموړى په تېره دوره کې هم د ولسي جرګې غړى و.ابراهيمي، چې د شمال زون يو مشهور جهادي قوماندان دى د زده کړې کچه يې تر دوولسم ټولګي پورې ده او د ا مهال په کابل پوهنتون کی دژبی او ادبیاتو په پوهنځی کی په زده کړو بوخت دې

هغه چې په خپل قوم کې نفوذ لري، شاوخوا دوه کاله وړاندې د عبدالرشید دوستم او اکبر بای ترمنځ د راپورته شوې شخړې د هواري لپاره د ازبک قوم د مشرانو د دریېمګړي رول هم لوبولی دی

دنوی ولسی جرګی له پرانیستلو شا وخوا څلویښت ورځی تیریږی چی ولسی جرګی غړو دغه ټوله موده درئیس دټاکلو پر سر په شخړوتیره کړه،  په عین حال کې له پخوا داسې اندیښنې هم موجودې وې، چې ایا یوه نوې او ناپيژندل شوې څیره به وکولای شي چې ولسي جرګې د حکومت د دوو نورو قوو ترڅنګ پياوړي وساتي؟

د اساسي قانون د ٨٧مې مادې له مخې، د ملي شورا هر مجلس دکار په پيل کې له وکيلانو څخه يوتن د رييس په توګه د يوې تقنيني دورې لپاره، دوه وکيلان د لومړي او دويم نايب په توګه او دوه نور وکيلان د منشي او نايب منشي په توګه د يوه کال لپاره ټاکي چی دغه کسان به به مجموع کی دولسی جرګی د اداری پلاوی په نامه هم یادیږي

د ابراهیمي له انتخاب مخکې په ولسي جرګې کې ګڼ شمېر وکیلانو د موقت رئیس محمد سرورعثماني نه په اعتراض کې غونډه پریښودله او په هغه یي تور ولګاوه چې غونډه سمه نه شي رهبري کولای او پلویتوب کوي

که څه هم ښاغلي عثماني دغه خبرې رد کړې، خو بیا یې هم استعفا وکړه او خدایداد غرفانی دیوه ساعت لپاره دهغه پرځای دموقت رئیس په توګه پا تی شو.پای

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د خوست ولایت د سیلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه