Posts | Comments | E-mail /

موږ دافغانانوغوښتنې په درست ډول نه وې درک کړی:د ناټو مشر

Posted by on Feb 28th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ژباړن: ابراهیم نعیمی

Politiken onsdag d.9.2.2011

په پورته ورځپاڼه کی دافغانستان دراتلونکی په اړوند دناټودهغه استازی چی په افغانستان کی دبیارغونی اوټولنیزوچارومسول دی، زماپاملرنه دنومو ړی بیان اومرکی جلب کړه ، کوم چی په دی ورستیووختونوکی ډنمارک ته راغلی وو.
ګرانولوستونکوددی مرکی په اړوندولولی:

دناټومشروایی چی موږدافغانانوغوښتنی په درست ډول نه وی درک کړی

په افغانستان کی دناټوواکمن مارک سیډویل وایی: موږفکرکاوه چی افغانان سړکونه اوښوونځی غواړی مګرداسی نه ده، په حقیقت کی افغانان دمسلکی پولیسوغوښتنه کوی.

لویدیزوهیوادونودکلوپه اوږدوکی میلیاردونه دافغانستان دبیارغونی لپاره لګولی دی ولی بیایی هم دافغانانوزړه یی پلاس نه دی راوړی ځکه موږونه پوهیدوچی افغانان څه شی ته اړتیالری.
مارک سیډویل دناټودټولنیزواوبیارغونی فعالیتونومشرپه دی ورستیوورځوکی ډنمارک ته راغلی وو، پورته بیان یی وکړی چی دډیری پاملرنی وړبلل کیږی.
نوموړی داسی نظرلری چی موږدافغانانودمراجعی په وخت کی دبهرنیانو روغتیایی مرکزوته داسی وپوهیږوچی افغانان سړکونواوښوونځیوته اړتیالری.
اوس موږعبرت واخیستی اوبایدله دی نه وروسته خلکوته غوږشوچی څه غواړی. که موږغلطه پوښتنه وکړونوضروربه غلط ځواب ترلاسه کوو.
مارک سیډویل وایی : کله چی افغانان وپوښتل شی چی څه ته اړتیالری نودی په ځواب کی وایی چی سړکانواوښوونځیوته اړتیالرو. کله چی موضوع په ژوره توګه ورسره وڅیړونوڅرګنده شی چی افغانان ځنی نوری اساسی اړتیاوی لری چی دبیلګی په توګه مسلکی پولیس، سالمه قضایی قوه چی دباوروړوی، یادولای شو، ترڅودوی په مصوُن چاپیریال کی ژوندوکړای شی.
نوموړی وایی چی دخلکوزیاته ګوت نیونه داده چی دامریکی ستراتیژیکی موخی په لویه کچی فوځی عملیاتوته ځانګړی شوی دی په داسی حال کی چی داسی نه ده ځکه دفوځی موخوسره یوځای دبیارغونی چاری هم پرمخ بیول کیږی.
پوښتنه:دملل متحدپخوانی مشراستازی  کای ایډی هم وایی چی په افغانستان کی ټول فعالیتونه دفوځی چاروترسیوری لاندی پرمخ بیول کیږی، تاسوددی نظره همږغی یاست؟
ځواب:دناټومشروایی چی روان جریان بایدداسی تعبیرنه شی که څه هم زه په بنسټیزه توګه دملل متحدداستازی دخبروسره همږغی یم. موږبایدددندوپه اجرأکی تعادل په نظرکی ونیسو. موږپه کراتوپه ډاګه کړی ده چی امنیتی پرمختګ او سیاسی تلاښونه په ګډه سره یوثابت اوارام افغانستان جوړولای شی. نوموړی علاوه کوی چی فوځی عملیات هغه وسیله ده چی یوپلاتفورم رامنځته کولای شی بیله داډول اړینی چاری ټاکل شوی موخی ته رسیدنه ډیره ستونزمنه ده. زه دامنم چی غربی هیوادونوتیرنهه (۹) کاله په روانه اوږده جګړه کی هغه چاری چی ورسره لاسوګریوان وو، په بشپړه پاملرنه ترسره کړی ندی.
دناټومشرداهم راپه ګوته کوی چی دولسمشربارک اوبامادټاکنی وروسته د (۲۰۰۹ز) کال راپدیخواډیری هڅی شوی دی چی فوځی ستراتیژی دملکی موخوسره همږغی کړی.
داحالت ډیرښه شوی دی، زه به داومنم چی په ځانګړی ډول په (۲۰۱۰زکال) کی زیاته پاملرنه فوځی موخوته شویده ولی زه په اطمینان بایدووایم چی دملکی او فوځی ستراتیژی ترمنځ تعادل دپامه نه غورزو. موږدرسته لارخپله کړی ده، ولی موږددی چاری توانایی بایدډیره کړو. دبیارغونی چاری دغومره ترګوت نیونی لاندی دی چی فوځی چاری دی.
ولی یوڅه بایدومنوچی لویدیزوهیوادونوددی اوږدی جګړی په نهوکلونوکی واقعی ستونزی اوغوښتنی په سطحی ډول تیری کړی دی.
ترورستیودوکلونونه مخکی موږدستونزوپه مقابل کی دخپلوامکاناتوڅخه په ښه توګه ګټه نه وه اخیستی. موږددښمن موخوته په سطحی نظرکتل اوددوی دعملیاتو ژورتیا ته مودافغانستان په جنوبی اوسهیل لویدیزوسیموکی بشپړه پاملرنه نه ده کړی.

کله چی نوموړی ته تیرکال د جنوری په میاشت کی دناټودملکی فعالیتونومسولیت وسپارل شو، په پراخه پیمانه می دلویوستونزودهواری لپاره قدمونه اوچت کړه.

نوموړی وایی چی موږپه خطرناکواوداندیښنونه ډکوحالاتوکی قراردرلودی اوددی خطره وه چی دناکامی سره مخامخ شو. موږډیری ستونزی درلودی ولی بنسټیزی ستونزی داوی چی زموږپوهه بشپړه نه وه اوموږخپل امکانات دفوځی، ملکی اومالی ستراتیژی سره همږغی کړی نه وو.
l مارک سیډویل ایی چی (۲۰۱۰زکال) په هلمندکی دفوځی فعالیتوپراخوالی ووچی دډنمارکی سرتیروپه ګډون دسرتیروشمیره د(۳۰۰۰) تنوڅخه و(۳۰۰۰۰) تنوته جګه شوه. سره ددی چی تراوسه دپروسی پیل دی اوبریالیتوبونه مطمین نه دی.
اوس زموږموخه داده چی دافغانانوفوځی ځواکونه وروزوچی په (۲۰۱۴زکال) کی ددی توان پیداکړی چی امنیتی مسولیت پرغاړه واخلی.
پوښتنه: په دی ورستیووختوکی دمسولیت سپارنه افغانی فوځی ځواکونوته دورځی توده موضوع ده ولی ایااوسنی دغه پروسه ددی مانانه لری چی غربیان خپل لاسونه پریولی او یوازی په ښه جملاتواوخبرودډګرڅخه پښی سپکوی؟
ځواب: دمسولیت سپارل تر(۲۰۱۴) کال نه مخکی نه بشپړیږی، که موږپښی دافغانستان څخه سپکی هم کړوولی داپرسه به په بیړه اومنډه نه وی.
بایدڅرګنده کړم چی هرڅه دحالاتوپه انکشاف پوری تړاولری موږبه مسولیت افغانی لوری ته په (۲۰۱۴) کی وسپاروولی افغانی ځواکونوبایدددی مسولیت داخیستلوتوان په ځان کی ولری. ولی په (۲۰۱۴زکال) کی موږمسولیت په یوتشه کی نه سپارو.
بایدپه ښکاره ووایم چی موږدافغانستان سره داوږدی مودی دهمکاریوستراتیژی لروچی په دی لړکی دتجهیزاتویوفونډبه جوړکړوچی تر(۲۰۱۴زکال) وروسته به افغان لوری دخپلوځواکونودتجهیزاوپرمختګ لپاره ګټه ورنه اخلی.
پوښتنه : دمرستندوی هیوادونوڅخه داسی اوریدل کیږی چی دامنیت اوپرمختګ په برخه کی به تر(۴۰) کلونووروسته افغانستان دبنګله دیش په کچه وی ایاتاسوددغه ارزونی سره همږغی یاست؟
ځواب: موږبایداحتیاط وکړوچی افغانستان دنوروهیوادوسره په راتلونکی کی پرتله نه کړوولی په اساس کی دارښتیاده چی افغانستان په نړی کی دوهم اویادریم غریب هیوادودی. نالوستی، دماشومانومړینه اولوږه په ډیره لوړه کچه کی قرارلری چی دافغانستان پرورځنیوچاروډیره اغیزه ښندی. ټوله یادی شوی ستونزی به په راتلونکی کال کی لیری نه کړای شونوځکه افغانستان ډیرډیرکلونه په راتلونکی کی دپرمختګ لپاره مرستوته اړتیالری چی موږبه دمرستولړی ته دوام  ورکړو.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد