Posts | Comments | E-mail /

د بیگناه خلکو وژل او دجنرال پتریوس استدلال

Posted by on Feb 28th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.




لیکونکی : محمد اجمل

جنرال صاحب موږ دا منو چی تاسو د نړی د یوه ستر سوپر پاور هیواد ستر جنرال یاست او حتمآ ښی پوځی زده کړی مو کړی دی او ښی پوځی تجربی لری. دا هم منو چی که تاسو وغواړی په یوه لحظه کی یو لوی ښار په ویرانه بدلولای شی او په زرهاوو کسان نیست او نابود کولای شی. موږ پوهیږو چی تاسی زموږ هیواد ته د میلمستیا لپاره نه یاست راغلی او نه هم زموږ خلکو تاسو ته دعوتنامه در لیږلی وه. تاسو په خپل زور او پوځی طاقت زموږ د خلکو له غو ښتنی پرته دلته راغلی یاست تر څو ستاسو په اصطلاح د تروریستانو سره و جنگیږی  ولی ستاسو له راتگ مخکی زموږ خلکو ستاسو د هیواد په باره کی با الکل بل قسم او مثبت فکر کاوو هغه وخت چی زموږ هیواد شورویانو اشغال کړی وو او کله به ئی چی د جنگ په وخت کی ملکی وگړی ووژل او یا به ئی په بمباریو کی د خلکو مینی ورانی کړی نو په لومړی سر کی به ستاسو هیواد ناری سوری پورته کړی چی شورویان د بشر حقوق تر پښو لاندی کوی او ملکی او بی گناه خلک وژنی نو موږ به دا فکر کاوو چی تاسو په رښتیا هم د بشر له حقوقو دفاع کوی او د خلکو ژوند او هستی در باندی گرانه ده ولی  له کومه وخته چی تاسی زموږ هیواد ته راغلی یاست هیڅ داسی ورځ تیره نشو چی تاسو زموږ په هیواد کی  بی گناه خلک نه وی وژلی اویا مو هم د خوار او کړیدلی ولس د خټو نه جوړی شوی مینی نه وی ورانی کړی  د تروریزم په نامه مو د کوچیانو خیمی والوزولی او د خلکو د واده مراسم مو د ماتم په مراسمو بدل کړل او ستاسو د یوه جنرال په خبره د دی ټولو نه مو خوند اخیست.

موږ فکر کاوو چی تاسو د دی دومره سترو امکاناتو په درلودلو او دومره پیشرفته تکنالوژی په کارولو سره به هیڅکله هم په خپلو پوځی اهدافو کی اشتباه و نکړی ولی وینو چی متاسفانه هره ورځ په لس گونو کورنی خپل عزیزان او دوستان په ناحقه له لاسه ورکوی. هسی نه چی تاسو دلته د تمرین او د نویو سلاوو دآزمویلو لپاره زموږ هیواد ته راغلی یاست او د خپلو سلاوو د واټن او تخریب اندازی تجربه کوی. تاسو مهربانی و کړی موږ ته ووایاست چی له کومه وخته چی تاسو دلته راغلی یاست کومه پوځی لاسته راوړنه لری. شاید ستاسو لاسته راوړنی همدغه دخپلو سلاوو آزمویل وی. آیا ستاسو د بشر د حقوقو نه دفاع  دی ته وائی چی په توره شپه کی د خلکو په کورونو بمباری و کړی ، آیا ستاسو د بشر د حقوقو نه دفاع همغه وه چی تاسی په عراق کی د آبو غریب د زندان له بندیانو سره وکړه ؟ آیا ستاسو د بشر د حقوق دفاع همدغه ده چی تاسی بندیان  د حیواناتو په شان په قفسونو کی واچوی . شاید دا هم د بشر د حقوقو دفاع وی چی ستاسی بی فرهنگه پوځیانو په عراق کی  پر یوی انجلی تجاوز و کړ اوبیا ئی د انجلی په شمول د کورنی ټول غړی ووژل او وروسته ئی اور ور واچاوو.

جناب ستر جنرال صاحب، موږ منو چی موږ غریب یو وروسته پاته یو او ستاسو دهیواد په شمول او ځینو نورو هیواد د مداخلو له لاسه دا دری لسیزی زموږ په هیواد کی جنگ دوام لری ولی بیا هم دومره بیعقل نه یو چی ښه او بد نه پیژنو او یا هم د دوست او دشمن فرق نشو کولای. تاسو هیڅکله زموږ د عقل او پوهی اندازه زموږ له مادی ژوند سره مه مقایسه کوی . او دا فکر مکوی چی هر څه تاسو وایاست هغه باید خلک و منی . دا منم چی دلته به ډیر داسی کسان وی چی د مادیاتو  دلاسته راوړلو په خاطر ستاسو هره خبره د کاڼی کرښه وبولی مگرم زموږ ولس بیا داسی نه ده زموږ د ولس لپاره مادیات ارزش نلری هغوی له هغه چا سره دوستی کوی چی په اخلاص ئی  د دوستی لاس ورکړی وی. روسانو د خلکو د زړونو د لاسته راوړلو په خاطر ډیر مادی مرستی و کړی مگرم بریالی نشول تاسو هم ډیر پیسی او په سلهاو میلیارده ډالر مصرف کړل ولی نتجه ئی ور نکړه. ستاسو په هیواد او نورو  سرمایه داری هیوادو کی پیسی هرڅه دی او په پیسو هر څه کولای شی ولی دلته داسی نه ده تاسو د خلکو دوستی اوزړونه په پیسو نشی اخیستلای افغانان په دین او وطن مین خلک دی او تل ئی د دین او وطن لپاره سرونه ورکړی دی. تاسو چی تیره هفته په کنر کی کورونه بمباران کړل او ښځی او ماشومان مو ووژل او یا مو وسوځول او بیا مو وویل چی دا کار تاسو نه ده کړی او دا د ماشومانو پلرونو او میندو کړی او ستاسو د بد نامی لپاره ئی خپل ماشومان سوځولی او وژلی دی.

د داسی یو ستر جنرال سره چی د هغه تر قومانده لاندی تر غاښو پوری مسلح یونیم لک عسکر جنگیږی او هغه بیا داسی ناروا او مسخره استدلال وړاندی کوی  نو خلکو ته دا ثابتیږی چی ستاسو ټولی خبری   همداسی دروغ دی.تاسو به مخکی له راتگ نه هم د افغانستان د خلکو تاریخ لوستی وی او هم به مو د افغانانو کلتور مطالعه کړی وی چی دا کار باید تاسوحتماٌ کړی وی . افغانان لکه مخکی چی ما وویل ستاسو په شان مادی پرست نه دی او نه هم د هغو ایمان او عقیده دوی ته دا اجازه ورکوی چی دوی خپل ماشومان و سوځی یا ووژنی. هیله مند یم چی د هر څه نه مخکی کوشش و کړی تر څو د بیگناه خلکو د وژلو مخنیوی و کړی تاسو به هیڅکله په دی هیواد کی د خلکو په وژلو بری تر لاسه نکړی. دا ستاسی غلطه پالیسی او اشتباهات دی چی تاسو ورځ تر بلی د شکست سره مخامخ یاست. د دی هیواد فتح کیدل یوازی او یوازی د زړونو په فتحه کولو لاس ته راځی او دا باید تاسو زده کړی چی څرنگه د خلکو زړونه لاس ته راوړی.که دا کار نشی کولای نو کوشش مکوی چی د درواغو په ویلو خپل جنایات پټ کړی  او خلک نور هم تاسو ته په نفرت سره و گوری. که ستاسو هدف د تروریزم سره مبارزه وی د تروریزم ځالی ته ورشی اوتاسو هغه خلک و ځپی کوم چی تروریستان روزی ، مسلح کوی او ټول لو جستکی امکانات ورته برابره وی.  تاسو د نړیوال ستر طاقت په توگه باید له بل هر چا نه خبر یاست چی ترورستان له کومه ځایه راځی .

داچی تاسو د ترورستان په ځالو باندی حملی نکوی او د هغو تربیه کونکی او ساتونکو ته څه نه وایاست شاید دلیل ئی داوی چی تاسو نه غواړی چی دلته جنگ ختم شی او خپله گټه د جنگونو په دوام کی وینی .زما وروستی خبره داده چی خپل شکست او ماتی د بیگناه خلکو په وژلو مه پټوی اود بیگناه خلکو د وژلو د شمیر په زیاتولو مه غواړی چی خپلو هیوادوالو ته وشیاست چی تاسی هره ورځ په سلهاو تروریستان وژنی. د بیگناه خلکو وژل د هغو خلکو کار وی چی هغوی هیومنیزم ، بشر دوستی او دینی اعتقاداتو ته پابند  نه وی . نو نپوهیږم چی تاسو په دی شیانو عقیده لری او که نه.

په درنښت

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د بیگناه خلکو وژل او دجنرال پتریوس استدلال”

  1. Vote -1 Vote +1عبدالله says:

    بنام الله
    سلام به ملت افغان
    برادرمحترم محمداجمل
    شما فقط ارتش امریکا را ملامت نموده از نوکران خاین ووطن فروش شان نام نبرده اید , قسمیکه در زمان اشغال روسها عامل اصلی اشغال وبدبختیها مزدوران روسها کمونستان به رهبری تره کی , امین , , کارمل ونجیب بودند بالخصوص کارمل که توسط تانکهای روسها داخل کابل شد رژیم مزدور امروزی هم توسط امریکای جنایت کاربه قدرت رسیده وکرزی وطن فروش مستقیماً توسط بادارش امریکا به زور در کنفرانس بُن درآلمان بالای چند خاینی که بنام نماینده های افغانها آمده بودند , قبولانده شد در انتخابات که همه اش فریب وخیانت بود کرزی توسط امریکا به قدرت ماند
    اول باید ما خاینین خودما را سرزنش وملامت بکنیم بعداً بیگانه گان را , بیگانه گان فقط برای اهداف خود وطن مارا اشغال نموده هیچگاهی منافع مارا درنظر نگرفته ونمیگیرند ارزش خون یک افغان کمتر از ارزش خون یک حیوان برای اشغال گران است
    بیایید عادلانه ومنصفانه قضاوت بکنیم که این اشغال گران دشمنان ما هستند وتا زمانی وطن ما اشغال است آرامی نداریم
    اشغالگران دشمنان اسلام ومسلمین هستند اینها هیچگاهی کاری نمیکنند به نفع مسلمین باشد, همین چندروز پیش سازمان به اصطلاح ملل متحد بخاطر محکوم کردن اعمار مساکن یهودی در مناطق فلسطین جلسه نمودند همه اعضای این شورا با ساختن مساکن یهودی مخالفت خودرا ابراز نمودند فقط امریکای لعنتی ویتو نمودوبه طرفداری از یهود رای داد , آیا این عدالت وانصاف است ؟ آیا این دشمنی با مسلمین نیست؟ در جنگ غزه قوای یهودی با سلاح امریکای هزاران مسلم بی گناه را که اکثر شان زنها واطفال بودند به شهادت رسانید نه امرکا ونه هم اروپا صدای خود را بلند کردند همین امریکای جنایت کار قتل عام مردم غزه را برحق دانسته از یهود دفاع کرد , چطور این سفاک دوست ما افغانها میشود؟ کرزی وطن فروش و رژیم مزدور وی این قاتلان ملت افغان را دوست خود میدانند آیا کرزی خاین ورژیم مزدورش افغان هستند؟ غیرت دارند؟ وجدان دارند؟ انسان هستند؟ من مطمین میگویم نه
    آخر غلامی وبی غیرتی تا چه حد؟ از همه بدتر این منافقین خود ورژیم شان را اسلامی میگویند لعنت الله به این نوع توهین گران اسلام
    به آرزوی افغانستان آزاد
    با عرض حرمت

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان