Posts | Comments | E-mail /

په زابل کې پوځي عمليات ملي اردو پرمخ وړي

Posted by on Feb 28th, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د ملي اردو ځواکونه تر دې وروسته کولاى شي د زابل ولايت په دريو ولسواليو او جنوبي سيمو کې پوځي عمليات ترسره کړي.

په دې اړه په جوړو شويو ځانګړو مراسمو کې د اتل ٢٠٥ نمبر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد او په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو مرستيال ډګر جنرال رود ريګوز ګډون کړى و. د اتل ٢٠٥ نمبر قول اردو قوماندان وايي، د افغانستان ملي اردو اوس دا توان ترلاسه کړى، چې په يو شمېر سيمو کې په يوازې ځان عمليات وکړي.
دغه پوځي عمليات به د ٢٠٥ اتل قول اردو د دويمې لوا کنډکونه ترسره کوي.

د زابل والي محمد اشرف ناصري  وایی، چې د ملي اردو سرتېري اوس کولاى شي په خپلواک ډول پوځي عمليات ترسره کړي. دده په وينا، شپږ کنډونه په پام کې دي، چې پنځه يې جوړ شوي او يو د جوړېدو په حال کې دى.

دغه عمليات به د زابل په  میزان، ارغنداب او ده چوپان ولسواليو او د ولايت په جنوبي برخو کې ترسره کيږي.
چارواکي وايي، په دغو ولسواليو کې به افغان ملي اردو له سوله ساتو ځواکونو پرته پخپله امنيتي چارې پرمخ وړي، خو د اړتيا پرمهال به ترې مرسته او همکاري اخلي.

د ولسمشر حامد کرزي د وړانديز او د ليزبون غونډې د پرېکړې پر بنسټ، نړيوال ځواکونه تر ٢٠١٤ ميلادي کال پورې د افغانستان امنيتي چارې افغان امنيتي ځواکونو ته سپاري او دوى به يوازې ملاتړى رول لوبوي. دغه لړۍ به د نوي لمريز کال په پيل کې ولسمشر حامد کرزى په رسمي توګه پرانيزي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان