کابل(سپوږمۍ راډیو):- د ملي جنبش د ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم د يوې خپرې کړې اعلاميې په ترڅ کې له ولسمشر کرزي څخه مننه کړې، چې د ولسي جرګې د رييس په توګه يې د ازبک ټباره عبدالروف ابرهيمي د ټاکلو په برخه کې مرسته او هلې ځلې کړي دي.
جنرال دوستم په دې اعلاميې کې زياته کړې ده، چې د ملي جنبش ګوند ټولو غړو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر کرزي ملاتړ کړى و. او اوس يې په خپلو دې هلو ځلو سره وکړاى شول، چې په خپلو کړيو ژمنو وفا وکړي.
په دې اعلاميه کې دغه راز راځي، چې ټول ازبک او ترکمن ټباره قومونه به په راتلونکي کې هم د ولسمشر کرزي په مشرۍ د حکومت د ټولو هڅو په تيره د سولې عالي شورا د روانو هڅو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې بۀ مرستې او هلې ځلې وکړي.
دوستم د ولسي جرګې د رييس په توګه د عبدالروف ابراهيمي ټاکنه د ملي وحدت د ټينګښت لپاره يو غوره ګام بللى دى.