خوست:- په دی ولایت کې د ٢٠٣ تندر قل اردو د لومړی پلي لوا ځواکونو د وسله والو طالبانو د بريد مخه ونيوله . د لوا قوماندان ډاګروال محمد ناصر هدايت په وينا چې وسله والو مخالفينو د ګردې څيړی په سيمه کې د ملي اردو د شپږم کنډک په مورچو وسله وال بريد کړی چې په وسله وال غبرګون کې مخالفينو د تیښتې لار غوره کړي .
ياد شوی بريد وسله والو مخالفينو د ګردې څيړی په سيمه کې د ملي اردو په مورچو شوی خو دبريد په پايله کې د کوم لوري د مرګ ژوبلې خبر ندی ورکړل شوی .
په خوست کې د ٢٠٣ تندر قل اردو د لومړی پلي لوا قوماندان محمد ناصر هدايت وایی چې مخالفينو د پکتيا ولايت مربوط د ګردې څيړی په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو د شپږم کنډک ځای پر ځای شويو پوستو راکيټي بريد کړی .
د نوموړي په وينا چې د ملي اردو ځواکونو په متقابل بريد کې وسله والو سيمه خوشي کړه او د تیښتې لار يې غوره کړه .
هدايت زياتوی چې د ملي اردو د شپږم کنډک سرتيرو په سيمه د دوي نيول په موخه پلټونکي عمليات په سيمه کې ترسره کړي چې تردې دمه يې د بريد په تور څوک ندي نيولي هوان مرمی پوستو خو په سيمه کې د عملياتو د دوام خبرداری ورکړی .
په خوست کې د ملي اردو قوماندان ډاګروال محمد ناصر هدايت په وينا چې د دوي ځواکونو د ترسره شوي بريد په ځای کې د مخالفينو څخه پاتې شوي مزائيل مرمی ترلاسه کړي او وروسته يې چادنه ورکړي ده .
ښاغلي ناصر هدايت زياتوله چې داوخت وسله والو مخالفينو د نظامي ځواکونو سره د مخامخ جکړې توان د لاسه ورکړی خو د ځای ځای بريدونو کولو مخه به يې هم په کم وخت کې ونيول شي .