Posts | Comments | E-mail /

د نجم الدین اربکان لنډ ژوند لیک

Posted by on Feb 28th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ح. شمشاد

په تركيه كې نامتو سياسيمتدار او پخواني لومړي وزير نجم الدين اربكان نن په پلازمينه انقره كې د ۸۵ كلونو په عمر سره د ورپيښې شوې ناورغۍ له امله ددې فانې نړۍ نه سترګې پټې كړې.

د يادولو وړ ده اربكان د روان كال د جنوري په ۲۱ نيټه د شريان د التهاب له امله په روغتون كې بستر شوى وو.

د روغتون لخوا په شوو څرګندونو كې وويل شول چې ارواښاد نجم الدين اربكان نن د تركيې په ځايي وخت د غرمې مښكې په ۱۱ بجو او ۴۰ دقيقو خپل ژوند د لاسه وركړ.

ارواښاد نجم الدين اربكان په ۱۹۲۶ كال كې د تركيې د سينوب په ولايت كې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې.

اربكان په ۱۹۶۹ كال كې د هيواد د قونيې د ولايت نه په خپلواكه توګه د هيواد پارلمان ته لار پيدا كړه. همداشان په ۱۹۷۰ كلونو كې اربكان د خپلو نږدې دوستانو سره په ګډه توګه د ملي نظام په نامه يو ګوند جوړ كړ.

د ويلو ده چې د اربكان ګوند په ۱۹۷۱ كال كې په هيواد كې د يو شمير ستونزو له امله وتړل شوو.

اربكان په ۱۹۷۱ كال كې د ملي سلامت په نامه يو بل ګوند تاسيس كړ.

همداشان په اوراښاد اربكان په ۱۹۸۰ كلونو كې په تركيه كې په سياست بنديز ولګول شوو او تر ۱۹۸۷ كاله پورې د سياست نه لري پاتي شو.

ارواښاد نجم الدين اربكان په ۱۹۸۷ كال كې د رفاح د ګوند د مشر په توګه وټاكل شو او د ۱۹۹۵ كال په ټولټاكنو كې د رفاح ګوند ډير لوي برياليتوب ترلاسه كړ.

اوراښاد اربكان د ۱۹۹۵ كال د ټولټاكنو نه وروسته د تركيې د ۵۴ لومړي وزير په توګه وټاكل شو.

همداشان په تركيه كې د فبروري د ۲۸ نيټې په بهير كې يو ځل بيا د رفاح ګوند وټړل شو او په ارواښاد اربكان د پنځو كلونو لپاره يو ځل بيا په سياست بنديز ولګول شو.

ارواښاد نجم الدين اربكان وروسته د سعادت په نامه د ګوند بڼسټ كيښود.

اربكان د سعادت ګوند په وروستۍ عالي سرمشريزه كې د ګوند د مشر په توګه وټاكل شو.

د نجم الدين اربكان جنازه به د مارچ په لومړۍ نيټه د سه شنبې په ورځ د استانبول د فاتح په جومات كې د غرمې نه وروسته د جنازې د لمانځه نه وروسته په استانبول كې خاورو ته وسپارل شي. روح دى ښاد وي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد