Posts | Comments | E-mail /

د ارغنداب په چاودنو کې ٢٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

Posted by on Feb 28th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار ( پژواک ): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په دوو پرله پسې چاودنو کې اته عام وګړي او دوه پوليس وژل شوي دي.

دغه چاودنې نن د( کب په ٨ مه) غرمه ١٢ بجې، د کندهار ښار شمال لوېديځ ته د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ د ګل کلاچه په سيمه کې وشوې.

د کورنيو چارو وزارت لخوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې چاودنو کې اته عام وګړي او دوه پوليس وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغو چاودنو ١٢  عام وګړي او پنځه پوليس  ټپيان کړي ، چې د کندهار ميرويس روغتون ته وړل شوي دي.

کورنيو چارو وزارت دغه پيښه په کلکه غندلې او زياته کړې يې ده،  چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي .

له دې مخکې د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد پژواک اژانس ته د چاودنو د تاييد ترڅنګ وويل، چې په دې پيښه کې اته عام وګړي وژل شوي او پنځه پوليس ټپيان دي.

خو په سيمه کې د پوليسو د يوې امنيتي پوستې قوماندان  محمد اسماعيل پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو چاودنو کې لس عام وګړي وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د چاودنو له امله يو عام وګړى او څلور پوليس ټپيان دي، چې د کندهار ميرويس روغتون ته وړل شوي دي.

دى وايي:(( زموږ پوليس په دوو رېنجر موټرونو کې پر ګزمې وتلي و ، کله چې د سپيو جنګولو ميدان ته ورسېدل، نو پر رېنجر موټر چاودنه وشوه، کله چې پرې خلک او موږ راټول شوو، نو بله چاودنه هم رامنځته شوه.))

د غلام محمد په نوم د پيښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنې ډېرې زورورې وې.

هغه زياته کړه، چې له چاودنو وروسته هر لوري ته مړي او ټپيان پراته و، چې د خلکو او پوليسو لخوا ټپيان روغتون ته يوړل شول.

د نوموړي په وينا، چې په دې ورځ دلته سپيي جنګول کیدل، چې د سيمې ډېر  اوسېدونکي يې نندارې ته راغلي و.

د ميرويس روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې روغتون ته يې شپږ مړي او اوه ټپيان راوړل شوي دي .

دغه راز نن له غرمې وروسته د کندهار ښار د ميرويس مېنې د پنجاو په سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو هم چاودنه وشوه.

د ميرويس روغتون سرچينې وايي، چې له دې چاودنې ورته يوه ټپي ماشوم راوړل شوى، خو عيني شاهدان وايي ، چې په دې چاودنه کې بهرنيو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته چاودنه تاييد کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.

خو يوه عيني شاهد پژواک ته وويل ، چې په دې کې يو بهرنى سرتیرى وژل شوى .

ولسمشر حامد کرزى د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ نننى بريد په کلکه وغانده .

په هغه خبر پاڼه کې چې نن د جمهورى رياست د مطبوعاتى دفتر له خوا پژواک خبرى اژانس ته استول شوى ويل شوي((د افغانستان د خلکو دښمنانو پر ملکي وګړیو ددغه تروریستي برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا د هغو په وړاندې خپل ناوړه نیت او دښمني څرګنده کړه)).

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو  پيښو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې  ده ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د وسلوالو مخالفينو او بهرنيو ځواکونو لخوا دعامو وګړيو د وژلو پيښې زياتې شوې دي.

په تیره يوه مياشت کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د چاودنو، ځانمرګيو بريدونو او هوايي بمباريو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېرى يې عام وګړي دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې