طالب واکمنو دا غوښتنه ونه منله او همدا وو چې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر اومه نیټه پر افغانستان د نړیوالو اېتلافي ځواکونو یرغل پیل شو او د افغانستان له ډېری برخو یې د طالبانو ټغر ټول کړی خو پوښتنه دا ده چې امريکا د نړیوالو په مرسته د کومې موخې لپاره هلته ولاړه نو هغه یې ترلاسه کړه که څنګه، د مشال راډیو همکار ایازخان وایی ، په افغانیستان کې د امریکا په مشرۍ دنړیوالو ځواکونو یوه له لویو موخودا وه چې د طالبانو واکمني راچپه کړي او په دغه هیواد کې د القاعدې شبکه ووهي چې دده په خبره دا موخه تر ډېره ترلاسه شوېده.
خو اوس په افغانستان کې دا دی د امریکا په مشری د نړیوالو ځواکونو ۹ کاله پوره کیږی لا هم ددغه هیواد په لروبرکې د تاوتریخوالې پیښې روانې دي.د امنیت په برخه کې هغسې پرمختګ ولې ونشو چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو او خپله افغانانو یې هیله درلو ده. د افغان ولسی جرګې غړی کبیر رنجبر وایی، په دې برخه کې د افغانستان نړیوالو ملګرو او خپله افغان حکومت ډېرې تیروتنې کړی دی.چې دده په خبره، په لومړۍ سر کې یوې پیاوړې حکومتداری ته پاملرنه ونه شوه .دی زیاتوي، چې اوس هم په دې برخه کې بنیادي اقداماتو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه او د ولسمشر کرزي په مشری افغان دولت ادعا کوي، چې په افغانستان کې ګډودی یوازې د ملک کورنۍ ستونزه نه ده، بلکه د پاکستان په قبایلی سیمه کې د مشکوکو ترهګرو ډلې او په تیره د سراج الدین حقاني ډله چې په شمالی وزیرستان کې مرکزونه لري په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونه کوي.نو امریکا، افغانستان او پاکیستان چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ملګري دي، څنګه ددغه مشکوکو ترهګرو د وهلو لپاره همکاري کولای شي ؟ ایازخان وايي ،’’کله چې طالبان له افغانستانه وشړل شو نو هغوی د پاکستان قبایلي سیموته پناه یووړه چې همدا د دواړو هیوادونو ګډه ستونزه ده او دواړه یې باید په ګډه هوار کړي او نور دې د سړې جګړې له تربګنۍ راووځي.٬٬
افغانستان ۹ کاله وړاندې یو پیلی او منظم پوځ نه درلود ملي ادارې نړېدلې وې یو ملی پارلمان نه وو .د افغانستان د ولسی جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر وایی، سره له ډېرو نیمګړتیاو د امریکا په مشری نړیوالو ځواکونو د ملي ادارو په جوړولو کې لوی رول ترسره کړی دی.اوس دنړیوالو په مرسته افغانستان یو پیاوړي پوځ او پولیس لري.د تعلیم او روغتیا په ډګر کې لاسته راوړنې شوې دي.دغه هیواد د یوه قرون وسطی دورې له یوه رژیم څخه راوتی دی.
د پاکستان پوځ سر لښکر پروېز کیانی په لومړی ځل دا منلې وه چې افغانستان د دوی ستراتژیکي ژورتیا ده چې د دوی په خبره ،هلته د هند لاسوهنه نشی زغملای خو په داسې حالاتو کې امریکا په افغانستان کې د هند او پاکستان انډول څنګه ساتلی شي؟ چې دا هیواد یو تل پاتې امن ته وګرځي. ایازخان وايي،’’ پاکستان او هند باید نور په افغانستان کې له خپلې دودیزه سیالۍ څخه را ووځي او هلته دې دواړه هیوادونه اقتصادي سیالي پيل کړي چې له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د سوداګرۍ ورونه پرانیزي٬٬
په افغاستان د ۲۰۰۱م کال د اومې نیټې برید نه یوازې خپله په دغه هیواد کې د بدلون یوه لویه پیلامه وګرځيدېله بلکه په ګاونډی هیواد پاکستان او په تیره د پاکستان په پښتونخوا او قبایلی سیمو کې هم ترهګري ډیره زیاته شوه. ګڼ شمیر خلک په پاکستان کې ووژل شول؛ په دی هکله د سیاسی چارو کارپوه خادم حسین وايي ،تندلارو او اسلامي اورپکو ډلو د خپلې ستراتیژۍ له مخې پښتونخوا او له افغانستان سره پر پوله ټولې قبایلي سیمې د خپلو فعالیتونو مرکزونه وګرځول چې دده په خبره هغوی داسې فکر لري چې په دې سره له همدې ځایه دوی په افغانستان کې میشت د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې خپله جګړه په اسانه جاري ساتلای شي.خادم حسین وايی ځکه خو دوی په پښتونخوا کې د ادارو نړول شروع کړل ، په قبایلي سیمو او سوات کې یې تعلیمي ادارې تباوبرباد کړې.سیاسي کارکنان یې په نښه کړل ،د قبایلي مشرانو پر وژنه یې لاس پورې کړ،اقتصاد یې خراب کړاودغه شان د پښتنو خاوره یې د جنګ جګړې په میدان بدله کړه. خو په دې اخ وډب او ناورین کې یوه خبره نړۍ ته په ډاګه شوه چې پښتانه ترهګر نه بلکه د ترهګرۍ ښکار شوي دي.
په پښتوخوا صوبه او قبایلی سیمو کې د مخورو و سیاسي قبایلی او روشنفکرانو کسانو بې درېغه وژنه روانه ده نو دترهګری په دې هړدوړ کې ددغه کسانو دوژنې د مخنیوي په لړ کې هم کومې هڅې روانې دی که څنګه؟ خادم حسین وايي، که څه هم داسې څرګنده او روڼه تګلاره نشته چې د سیاسي او قبایلي مشرانو د وژنې مخه ونیول شي .دی وايي ددغه بریدونو له وجې سیاسي کارکونکي او مشران له خلکو پرې شول او له ولس سره یې راشه درشه کمزورې شوه خو دی وایی ددې سیاسي ګوندونو یو کار کړی دی چې ترهګرې ډلې یې ولس ته ورپه ګوته کړې.دده په خبره نهه کاله وړاندې چې دغه تندلارو او اورپکو ډلو کوم ملاتړ درلود اوس هغسې نه دی بلکه دوی یې له ولسه جلا کړي دي.