ميدان ښار (ويسا): پرون د جمعې په ورځ د ميدان وردګو ولايت ميدان ښار كې د مڼې ګل دوديزه نهمه مشاعره د هېواد له بېلابېلو ولاياتو څخه د ګڼو راغليو شاعرانو په ګډون جوړه شوه.
مشاعره سهار په اته نيمو بجو د قرانكريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د ولسمشر پيغام د والي حليم فدايي لخوا ولوستل شو او د والي تر لنډې وينا وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير پيغام د وزارت د سلاكار اباسين لخوا ولوستل شو. ورپسې استاد رفيع د مشاعرې په تاريخي بهير لنډه رڼا واچوله او بيا د مڼې ګل مشاعره پيل شوه چې د احساساتي اشعارو او لاسونو په پړكولو بدرګه شوه، د دې مشاعرې يوه ځانګړتيا دا وه چې د وردګو او ميدان د والي فدايي په لګښت ۱۴ عنوانه بېلابېل كتابونه ورته چاپ شوي وو. همدغسې راغلي ميلمانه او فرهنګپال د كركټ د تنكيو ځوانانو ملي ټيم او څو تنه ښځې چې نړيوال مډالونه يې ګټلي وو په سوغاتونو ووياړل شول.
پر دې سربيره د ولايتي شورا لخوا د ميدان وردګو والي حليم فدايي، ليكواله او شاعره ليلا خرم او احمد ضيا بوميا د بيارغاونې د ملي وحدت او ملي هويت د ځلولو په لار كې د ډېرو هڅو او ژوناليستيكو هڅو په وياړ په ترتيب سره د وزير ګل محمد خان، وزير ډاكټر عبدالوكيل خان او غازي محمد جان خان په نامه د سرو زرو په مډالونو ونمانځل شول.