ښاغلي محمد يوسف خدمتګار
زه دخيال دسا قي ياريم ډک جامونه مې په سر
ځکه تښتم بې غمۍنه دخندا په تش ګودر
عجيبه غوندې جنون يمه دهيلورڼا ګانو
خو احساس زما بندي دی دزاړه دود اوکلچر
زماژوند کوشش لټون دی دارمان دښکلا ګانو
په زړه فکر پسرلی يم ابا دي دلر او بر
ته بيړۍ له ګلو ډکه توپانونه درنه تاودي
زه دې بيخ دستر دريا ب يم دي چپي زما په سر
ته هم جام يې هم ساقي يې هم وصال يې هم کمال
ته ساز يې هم اوازيې هم زما په حال خبر
ستا غمونه هسې نه دي چې يې ډوب کړمه په جام کې
زما هيلي هسې ښکلي لکه ستا دماذيګر
ستا په مست ښکلي سبا چې تورو لړو ماښام جوړ کړو
دا ميد سپوږمۍ روښانه ګرځوومه ورپه ور
خير که زه دې رابهر کړم په لمسون دزوړ اغيار
زه به وياړم ستا په مينه چې په سمه يم که غر
ته ډاډه اوسه وطنه زما مر ګ او ژوندون ستا دی
هيربه نه کړم ستا ډاګونه که شم شاه دبحر وبر
ته مستي زما دژوند يې ته نغمه زما دمينې
خدمتګار درځينې ځا رشه لوی وطن دلوی ټبر