پاکستان (ویسا): د صوبه سرحد حکومت د طالب رهبرانو د سر قیمت وټاکه. د دی لست په سر کی د مولانا فضل الله نوم دی خو نوی راپورونه وایی چی هغه د
سوات په عملیاتو کی وژل شوی دی. دطالبانو دمشر مولانا فضل الله په سر٥٠ لکه ، دهغه دمرستيال شاه دوران او د طالبانو دغورځنگ دوياند حاجي مسلم خان په سر او د ابن امين په سر ٤٠ لکه ، د قوماندان قاري مشتاق ، قوماندان محمود خان، قوماندان سراج الدين ، قوماندان بخت فرزند او دمفتي افتاب په سر ٣٠ لکه، د قوماندان اکبر حسين په سر٢٠ لکه ، د قوماندان لياقت ، د قوماندان انوارالله چې په انور مشهور دى ، دبشيراحمد ، دسلطان حسين ، درشيداحمد ، د قوماندان شير محمد قصاب ، اؤ دمولانا محمد امين په سر ١٠ لکه روپۍ انعام مقرر شوي دي.
دسرحد حکومت لخوا ورځپاڼو ته په دې لړ کې باقاعده اعلانونه ورکړل شوي دي چې پکې ويل شوي ددغو طالب جنگيالو دښودونکو نومونه به پټ ساتل کيږي او حکومت په دغو اعلاناتو کې بيلا بيلې دټيليفون نمرې هم ورکړي دي.