ویسا : د اندونیزیا څخه رارسیدلی راپورونه وایی چی د دغه هیواد د سوماترا ټاپو ته نژدې د یوې بېړۍ له ډوبېدو وروسته چې شپږدېرش تنه افغانان پکې سپاره ول ، نهه تنه مړه شوي او یوولس نور تر داوسه تري تم دي .
ددغه ټاپو یوه چارواکي عارفین ووایی چې د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه چې بېړۍ واوښته ، کب نیوونکوشپاړس تنه وژغورل .
د اندونیزیا د مهاجرت اداره وايي چې دا اوس په دغه هیواد کې د افغانستان،عراق،سریلانکا او نورو هیوادونو شاوخوا نهه سوه پناه غوښتونکي بندیان دي .
دا کډوال هڅه کوي چې له اندونیزیا څخه د ترانزیتي لارې په توګه کارواخلي او ځانونه استرالیا ته ورسوي . هیر دی نه وی چی مظلوم افغانانو نه یوازی په اندونیزیا کی کړیږی بلکی په اروپایی هیوادو کی هم د سختو کړاونو سره مخامخ دی.