په سوات كې د پاكستان د پوځ له عملياتو وروسته له يوه پلوه دوه نيم مليونه ځايي خلك د كور او كلي پريښودو ته اړشول، بل لورته له لاهوره نيولې تر پښوره د ځانمرګيو بريدونو يوه نوې خونړۍ څپه را والوته، كه ددې غميزې تل ته څوك ځير شي له دې پرته بل تعبير نشي ترې اخيستلاى چې دا ټول د يوې ژورې او ډيرې خطرناكې توطيې پايلې دي چې له يوه پلوه پكې مسلمانان او پښتانه د ژوند له هست او بوده لاس پر سركيږي له بلې خوا ددې غميزې له امله دوى ورو ورو د خپل برخليك ټاكلو واك له لاسه وركوي او ويره ده چې په يوه هميشنۍ غلامۍ محكوم شي. دا د هماغو توطيو كړۍ دي چې افغان ولس په تيره د ډيورنډ كرښې په اوږدو كې پروت افغان ولس له اوږدې مودې راهيسې ور سره لاس او ګريوان دى.
دغه ستونزې ورو ورو له قابو كيدو وزي او په يوه داسې خطرناكه څپه بدليږي چې هيڅ ځواك يې را ايسارې او محدودې نكړاى شي.
واقعيت دادى چې د طالب په نامه ددې لوبې يو كركټر چې د اور او وينو پركومه خطرناكه كرښه ولاړ دى دا نه د اسلام غوښتنه ده او نه د اسلام له اصلي روح سره اړخ لګوي، د پيښور په وروستيو ځانمرګيو بريدونو كې زياتره وژل شوي ماشومان او يا داسې بې وزلي عادي خلك وو چې له يوه لوري سره يې هم تړاو نه درلود اسلام هيڅكله او په هيڅ شرايطو كې د داسې بې ګناه او ړندو وژنو اجازه نه وركوي.
همدغسې په سوات كې چې كوم تور درب روان دى نه پكې په پيښو كې ككړ طالب وژل شوى او نه هغه دومره ساده دى چې د توپ او ټوپك ډز ته ځان وركړي.
ددې مردارې لوبې پيل غلط ؤ او همدغسې په غلطه روانه ده، اصلي لوري پر ځاى پاتې دي، د مرګونو مخه هغو عامو خلكو ته ده چې نن د فرياد لورى ترې ورك دى.
اوس ډيرى خلك پردې باوري كېږي چې اسامه، طالب، امريكا، آى اس آى، سي آى اې ټول د يوې واحدې لوبې بيلابيل كركټرونه او نومونه دي.
اصلي هدف د يوه باغروره ولس غرور ماتول او د سيمې او نړۍ پر سرو او سپينو واكمنى ده.
كه نه وي ولې له ټولې هوښيارۍ او پر مختلليې تكنالوژۍ سره چې د ترهګرۍ خلاف مبارزې له جبهې سره شته، طالب د يوه داسې خطرناك ځواك په توګه بيا را پورته شو چې پر يوه مهال كابل او اسلام آباد دواړه ګواښي؟
كاشكي د افغانستان او پاكستان په غم ككړ ولسونه زر تر زره دغه ټكى درك كړاى شي چې كه ټكان و نه خوري او را ويښ نشي نو بربادي يې حتمي ده.