Posts | Comments | E-mail /

داښه دی چې پردی ئې نازوي

Posted by on Feb 1st, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

داښه دی چې پردی ئې نازوي

راته گران ډاکتر صاحب دابريادي مبارک سه

حبيب الله غمخور

ما دلومړی ځل لپاره ډاکتر نثاراحمد صمد په ۲۰۰۷ کال کې  وليد.   په ۲۰۰۷ کال کي دافغانستان دحالاتوپه اړوند دهالنډ په هيواد کي يوه غونډه جوړه سوې وه ،پدې غونډه کي دگډون لپاره ماته هم بلنه راکړه سوې وه . کله چي  سهاردغونډي تالارته ننوتلم هلته مي دافغان رسالې پر مسول مدير ښاغلي حاجي احمد شاه هوتکی اوډاکتر نثاراحمد صمد ستري ولگېدې ،په لېدوئې ډير خوښ سوم چي دوي راغلي وه . په همدې ورځ په تفريح کي له دوي سره تر ستړې مسې وروسته دوي ماته ښاغلی زرملوال صاحب اوډاکتر هاشميان دآيينۀ افغانستان مجلې  مسول مدير راوپيژاندل اوزه ئي هغوي ته معرفي کړم . زه ددوي په ليدو اوله دوي سره  ليدوباندي  بې اندازې ډيرزيات خوښ سوم  .

دکانډا د مطبوعاتو  شورای ئې کور ودنا چي د ۲۰۱۰ کال کي د بشری حقوقو او لیکوالی جایزه، ستاینلیک او مډال ئې دافغان منلي ليکوال اووتلي زباړونکی ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ته بشري حقوقو او د لیکوالی لپاره د ښه خدمت په برخه کي دکاناډاد آنټریو د ګورنر جنرل ښاغلي ډیوید اونلی (  ) پوسیله دکاناډا د آنټریو ایالت په (ګورنر جنرل هاؤس /پارلمان )  کی د  یوه پرتمینی غونډي  په ترڅ کي هغه ته ډالۍ کړ .

په سويډن کي ددوتۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اوله سويډن څخه خپرېدونکي دروزگان ملي مهالنۍ خپرنې دادارې  په استازيوب  دکاناډا هيواد د اړونده چارواکولخواپه خپل هيوادکي دبهرمېشتوبهترنيو قلموالواوپه ځانگړې توگه افغان پوهانو،ليکوالو پدې هيوادکي په افغاني ژبوډله ايزورسنيواوفرهنگی ټولنوفعاليتونوته پاملرنه دقدرپه سترگه گورو.له دوي نه په مننې څرگندولودسره پوهانو اودقلم خاوندانو دهڅونې اوستاينې په لارکي دوي ته دلازياتوبرياو هيله کوو.پدې هيله چي دنړۍ نورهيوادونودولتي چارواکي هم دکاناډاهيواددولتی چارواکوددغه نيک قدم پرقدموپښۀ کښېږدي اوپه خپلو هيوادوکې نه يوازي افغاني کډوال بلکي دنړۍ له نوروهيوادونه راغلي دقلم اوپوهې خاوندان وهڅوي اودرناوی ئي وکړي ،ترڅودوي په نوي کوربه هيوادکي ځان هېرسوی اوبېگانه احساس نکړي .

رښتياخوداده چي له وروسته پاته هيوادونه اروپا،امريکا او کاناډاته راغلي کډوالوله ځان سره دخپل ژوند ډيرې تجربې اوعلمی زخيرې  راوړي له دغوعلمی زخيرواوتجريبونه دکوربه هيوادودولتي ادارې ،فرهنگی اوعلمی سازمانونه دخپل ولس اوهيوادپه گټه پراخه اوپرځاي  استفاده،دهغوي هڅونه او ستاينه  به نه يوازي دکوربه هيواد بلکي دټول بشريت په گټه تمامه سي .

ډاکتر نثار احمد صمد يوله هغو وتلوڅېرونه دی چي دزمان کړاونواوپېچوموله هغه نه ليکوال جوړکړ او اوس نه يوازي ليکوال بلکي شپه او ورځ خوب ورباندي حرام اودخپل هيواد اوټول بشريت دښېرازی په هکله فکر،ليکنې او ژباړنې کوي،گوتڅنډنې ئې عادت سوې اوسرټکونې نه ځکه ستړئ سوی چي چارواکي  ئي پر فرياد اوچيغوغوږ نه نيسي .

خويوه اوکره خبره داده چي ستړۍ سوی نه دئ دافغانستان چارواکي دې ته انتظار باسي تر څوهغه اودده پشان نوردملي احساس خاوند روڼ اندي  ژرستړۍ شي،خوله نېکه مرغه ستړۍ کيږي نه بلکي نور هم په ملي هوډ پر مخ درومی دخپل ولس اوبشريت په وړاندي ټولي ناخوال راسپړي اودلوستونکوپوري ئي رسوی .

دې ټکي ته مې ځکه اشاره وکه چي ډاکتر نثاراحمد صمد ديوه بل مسلک خاونداودعلموموپه يوه بله برخه کښي ئي عالي تحصيلات سرته رسولي .

ډاکټرنثار احمد صمد په ۱۳۳۴ لمریز کال کي په کندهار کي زېږېدلی او دکندهار ښاردمیرویس نیکه د لیسې تر بشپړولو وروسته  په ۱۹۸۱ کی د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځۍ څخه فارغ سو . په ۱۹۸۴ کی د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کی د روسي الوتکو په واسطه  تر بمبارۍ وروسته  د  دکورنۍ  (  مور او دوې ځواني خویندی یې  شهیدانی سوې .)

ډاکترنثاراحمد صمد اودکورنۍ پاته کسان ئې  پاکستان  ته مهاجر سول . هلته په کویټه کی ئې د ملګرو ملتونو د دفتر په زراعتی څانګه کی د وترنر د آمر په توګه دوه کاله کار وکړ .

نوموړی  په دې ایالت کي د افغان مهاجرو په کمپونوکي د هغوی د څارویو د وترنري او مالداري خدمتونو مسؤل و . دﺉ وروسته په ۱۹۸۸ کی هند ته ولاړ او هلته  یې د عرفان کلتوری مرکزپرانست چی له دې لاری یې زیات کلتوری او خپرنیز فعالیتونه ترسره او بېلابیل آثاریې خپاره کړل . ترڅه مودې فرهنگی فعاليت وروسته دبرهان الدین ربانی دحاکميت په وخت کي دغه مرکز په هندوستان کي دافغانستان  دسفارت په وړانديزد هندي پولیسولخواوتړل سو اوښاغلی ډاکتر نثاراحمد صمد یې تر جدی تحقیقاتواوحتی تهدیدونو لاندی راوست . ډاکترصمد په هند کي دوولس کاله پاته سو،څو چی د ۱۹۹۹ په پای کښي دکاناډاهيوادلخواتر قبولی وروسته هغه هيوادته کډه اوتراوسه د خپلی کورنۍ سره د کاناډا په ټورنټو کی اوسیږی .

کله چي ما ډاکتر صاحب  وليد ،هغه يوارام اوله موسکاډکه خولې خاونددی،نسبتأ جگه ونه خومناسب اندام لري ،ډير مودب اوپه افغاني اخلاقوکي  پېچلی يوڅوک دی .کله چي څوک له ده سره خبري کوي له ورايه ئې کندهاری لهجه اوکندهاری  ټوکي په يادورځي.

که پوښتنه ځينې ونکړې چي يوه اونۍ درسره ناست وي  خبره به ئي وانه ورې  چوپ  ناست  اوخبروته غوږ وي  .

هيڅکله دچاپه خبروکي نه ورگډېږي ،ته به وايي هيڅ ئي نه دي زده اوياخوپه غوږوکوڼ دی / نه داسي نه ده هر څه اوري اوهر څه ته متوجه وي، په ځانگړې توگه کله چي په شخصی ناسته کي دټوکوکومه خبره وي .خوجدی خبري داوسنی موډپربنيادچي کله سياسي خبري مطرح وي غوږ ئي ورته نيولی وي،قلم نه گرځوي خوچي کله ئي ترغوږونوې خبره ور ورسېده  بياهغه هرومروپرخپل وخت ترکاغذه رسوی .

البته زماڅرگندونه ددي معنا نلری چي په مجلس کښي کښېنی خو برخه نه اخلی ،نه داسي نه ده چي کله ئي ځاي وي برخه اخلي ،بيانوورته غوږسه اوزانوورته قت کړه ،چې په هرڅه  دي سردرخلاص کړي .

زموږ دغه هيوادوال په رښتياسره په ډير نازاوهڅونه ارزي  ،متاسفانه زموږ  ولس پسله مرگه پهيوچاپسې يوه اويادوې ورځې ډيرژاړي وبياې هيره وي  .له نېکه مرغه ښاغلی ډاکتر نثاراحمد صمدپه کاناډاکي دافغان رسالې دادارې لخواپه ۲۰۰۹ کال دبينواويب پاڼې اوپه ۲۰۱۰ کال په سويدن کي ددوتۍ فرهنگی ټولنې لخوا دغوره لیکوال په ستاينليکونووياړل سوی دی .

راته گران ډاکتر صاحب ! اميد چي زماپه څرگندونوراباندي په قهرنسی اومادقلم تر نوکی لاندي رانه ولئ ،په يوه ټکی ئي رانغاړم کاشکې موږ ډاکتر دصمد نثار غوندي يوڅودگوتوپه شماردخپل ولس سره خواږی  ليکوال  نورهم درلوداي .

زه دته داور ژونداوپياوړي قلم په دعالاس پورته کوم .

ښاغلي ډاکتر نثاراحمد صمد په دې شاوخوا شپږويشت کالو کی ډیري مقالې لیکلي او ژباړلي دي چی په دافغانستان په گډون دنړۍ په مختلفوهيوادکي دډله ايزواوچاپي رسنيولخواخپرې سوې دي  .

ډاکترنثاراحمدصمد بېلابیل آثار هم لیکلي یا ژباړلي دي چی ځینی خپاره سوي او یو شمیر لا تر اوسه نه دي خپاره سوي چي مهم یې دا دي :

۱ – فاجعه قرن ما ، ډګروال محمد یوسف او جګړن مارک اډکین ( په ۱۹۹۶ کی چاپ سوی دی )

۲ -   د لستوڼی مار ، بروس ریچرډسن (  په ۱۹۹۸ کی چاپ سوی دی )

۳ – د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ ، پروفیسور لوډ ویک اډامیک (  په ۱۹۹۹ کی چاپ سوی دی )

۴ – ازبین بردن تفاوت ها ، وحید سرور او زرڅانګه پوپل (  په ۲۰۰۶ کی چاپ سوی دی )

۵ – قرآنی ریاضی ، نثار احمد صمد  ( په ۲۰۰۹ کی چاپ سوی دی )

۶ – بوش په جنګ کی ، باب وډوارډ (  په ۲۰۰۸ کی چاپ سوی دی )

۷ – اسراییلی تبلیغ ډله او د امریکا بهرنۍ تګلاره ، سټیفن والټ او جان میر شایمر ( په افغان رساله کی مسلسل خپور سوی دی )

۸ – درغل دولت ، ویلیم بلوم ( په افغان رساله کی منظمأ خپریږی )

۹ – افغانستان : سیاسی کمزوري ، ډاکتر نبی مصداق ( تر چاپ لاندی دی )

۱۰ – د آزادۍ بیه : د افغانستان ویر ، سید قاسم رشتیا ( نا چاپه )

۱۱ – شیر شاه او د هغه عصر ، کالکارنجن قانونګو ( نا چاپه )

۱۲ – اسرایل په فلسطین کی ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )

۱۳ – پښتو لیک لوست ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )

۱۴ ـ د کابل پیغله ( ترجمه ـ ناچاپه )

۱۵ ـ پښتني نکلونه ( ترجمه ـ ناچاپه )

۱۶ ـ د نړۍ بهترین داستان ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )

۱۷ ـ د پند او عبرت څو قصې ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )

۱۸ ـ قرآنی ساینس ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )

۱۹ ـ افغاني ښځي ، د ترور او سیاست تر سیوری لاندی ( ترجمه ـ ناچاپه )

په « مجاهد ولس » ، « دعوت » ،« افغان رساله » ، « آینه افغانستان » ، « کندهار » مجله او « روزگان ملي مهالنۍ  »  اونورکي دانترنت پاڼوپه گډون  د ده مقالې اوژباړې خپریږی .

نوموړی  څو ځله د پیام افغان  او امریکا ږغ راډیو او آریانا افغانستان د ټلویزیون سره مصاحبې کړي دي اوهمدا ډول هغه دافغانستان دروانوحالاتواوهمداډول علمی اوفرهنگی يوزيات شمېرهغو غونډواو کنفرانسوکي فعاله ونډه اخيستې کوم چي ورته بلنه ورکړه سوې ده .

زموږ يوځل بياد افغانستان پيژندل سوی لیکوال، محقق، ژباړونکي ،د افغانستان او نړی د مسایلو کار پوه ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمدنه ستړي کېدونکي هڅې ستايولې او هغه ته دقدرپه سترگه گورودلوي او مهربان خدای جل جلاله دربارنه هغه ته د پوره روغتيا،خوښۍ اوبسيا شرافتمند ژونددعا کوو.

ډاکترصاحب  هوډمو هوډمن ژبه  اوقلم مودخپل هيواداوبشريت ددښمنانوپه وړاندړي دتوري غوندي پرېکړنده اوسه .

يادونه :

دبينوا ويب پاڼې مسول خالد هادي حيدري اولروابرويب پاڼې مسول عبدالله  احسان نه په مننې سره ،ځکه ماددوي له ويب پاڼواوياداښتونه استفاده کړې .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • تشکیل اتحاد انتخاباتی افغانستان
    • ودنی ژوند څرنګه ښه کېدای شي؟
    • افغانستان فلسطین دیګر در منطقه جنوب آسیا
    • زلزلهٔ شدید پاکستان را لرزاند
    • *په خوست ولایت کې دمعتادينو ٢٠بستريز روغتون نوې وداني ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
    • د کندهار هوايي ډګر کې د ميليونونو ډالرو په لګښت رغونه روانه ده
    • اوباما: نظام اسد باید به خاطر استفاده از اسلحه کیمیایی مجازات شود
    • کمپاین علیه موتر های شیشه سیاه و بی اسناد در ولایت قندز
    • کشته شدن چهار بم گذار در ولایت پکتیا
    • آغاز روند توزیع ۳۴ میلیون جلد کتب درسی دوره ابتدایه