Posts | Comments | E-mail /

په ولسي جرګه کې ناندرۍ

Posted by on Jan 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

الحاج فضل الله رشتین

تیره چهار شنبه د هیواد محترم ولسمشرد افغانستان د پارلمان شپاړلمسه دوره چې له ناندریوډک پارلمان دی په رسمي ډول پرانیست. دادی د پارلمان له پرانیستلو څخه څو ورځې تیریږي خو تر اوسه پورې د ملت نمایندګان په دې بریالي نه شول چې د ولسي جرګې رئیس وټاکي. د نن ورځې په غونډه کې فیصله وشوه چې دا موضوع به د سبا ورځې په غونډه کښې وڅیړل شي.

اوس معلومه نه ده چې د سبا ورځې په غونډه کې به هم د رئیس د ټاکلو ستونزه حل شي او که نه .

بریالیو نوموماندانو تلوار درلوده چې ولسي جرګه باید ژر افتتاح شي ، د ولسمشر د وینا په اساس په ده باندې د خارجیانو له خوا فشار ؤ چې پارلمان افتتاح شي. نه خارجیانو او نه هم د بریالیو نوماندانو د ځانګړې محکمې حکم ته انتظار وویست . له دې سره دسترې محکمې حیثیت تر پښو لاندې شو ، د ولسمشر حیثیت ته هم ونه کتل شول او ورته تاوان ورسید. ولسمشر هم له خپل صلاحیت څخه د کار اخستلو جرئت ونکړ.

د معترضو نوماندو وکیلانو غوښتنې چا ونه منلې .

اوس چې د پارلمان شپاړسم دور پرانستل شو نو په ولسي چرګه کښې د ملت نمایندکان د خپل رئیس د ټاکلو په کار کې سره موافقې ته نه رسي. دا خبره په رښتیا سره د تشویش او افسوس خبره ده. د ملت نمایندګان که له یو بل سره داسې سره نه جوړیږي نو دا ملت به څنګه سره جوړ شي.

که چیرې په هیواد کښې دوه یا درې سیاسي حزبونه موجود وې او پارلمان ته ددې حزبونو له خوا استازي ورننوتې وې نو نن به د رئیس په انتخاب کې کومه ستونزه نه وې بلکې دا ستونزه به په آسان ډول حل شوې وای.

مونږ ولیدل چې یو شمیر معترضو نوماندو وکیلانو په جمهوري ارک کې په ولسمشر تعرض وکړ او هغه ته یې دیو ضعیف ولسمشر خطاب وکړ او د هغه په مظلومانه حالت یې زړه سوی ښکاره کړ.

هو! دا حالت به نه ؤ راغلی که چیرې د ولسمشر تر شا یو قوي حزب ولاړ وې. زما په نظر ولسمشر کرزي ته په کار وو چې یو حزب یې جوړ کړی وې. که ده یو قوي حزب درلودلای نو نن به ورته چا د ضعیف ولسمشر خطاب نه کولې.

نن په هیواد کښې حاکم حزب او مخالف حزب معلوم نه دی. د کرزي صاحب په حکومت کښې زیاتره قوت او قدرت د مخالفینو په لاس کې دی. ولسمشر کوم حزب نه لري او نه هم داسې کسان لري چې واقعا ده ته وفادار وي. دا ستره ستونزه ده که دا ستونزه حل نه شی نو د نظام جوړیدل به امکان ونه لري. ولسمشر ته ښايي چې یو حزب تآسیس کړي ، زه په یقین سره ویلی شم چې ډیر خلک به په دغه حزب کښې شامل شی .د نظام د جوړولو دپاره یورښتني قوي حزب ته ضرورت دی چې د ولسمشر شا ډکه کړي په اوس وخت کې د ولسمشر شا خالي ده.

د نړۍ په ټولو هیوادو کښې دحکومتونوتر شا داخلي قوتونه ولاړ دي خو زمونږ د حکومت تر شا داسې یو قوت ولاړ نه دی چې د ستونزو او مشکلاتو د حل په وخت کښې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

هر حکومت ته ښايي چې د ملت ملاتړ له ځان سره ولري . د ملت له ملاتړ پرته یو حکومت هم خپل اهداف لاس ته راوړلای نه شي. یو حکومت د ملت له ملاتړ څخه هغه وخت برخه مند کیدای شی چې د هغوي غوښتنې ومني او هغوي ته د خدمت مصدر شي. اوس لیدل کیږي چې حکومت د ملت غوښتنو ته توجه نه کوي او نه یې خدمت کوي.

په پارلماني ټاکنو کښې درغلي وشوه ، د یو شمیر نوماندانو حقوق تر پښو لاندې شول او له دې سره یو سیاسي بحر ان منځ ته راغې. په ټاکنو کښې د یو شمیر خارجي هیوادو لاس وهنواو د چارو په سمون کښې د حکومت ناتواني ددې سبب

شو چې ددې سیاسي بحران دائره پراخه شي او داسې حالت ته ورسي چې د حل لار ورته نه پیدا نه شي.

خدای دې وکړي چې د ملت استازي به ژبني ، قومي او نژادی تعصبات او اختلافات یو خوا ته کړي او څرنګه چې يې په قرآن پاک قسمونه خوړلي دي هغسې عمل وکړي او د هیواد او هیوادوالو خدمت ته په ټینکه ملا وتړي.

په درنښت

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد